چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ نو څښتن په کنعان کې ځینې قومونه پرېښودل چې د هغوی په وسیله هغه اسراییلیان وازمایي چې د کنعان په جګړو کې یې برخه نه وه اخیستې. ۲ هغه د دې دپاره دا کار وکړ چې د اسراییلو هر نوی نسل باید دا زده کړي چې څنګه جګړه وکړي، په ځانګړې توګه هغه خلک چې مخکې د جګړې ډګر ته نه وو تللي. ۳ هغه قومونه چې په دې خاوره کې پاتې شوي وو دا وو: هغه فلسطینیان چې په پنځو ښارونو کې وو، ټول کنعانیان، صیدونیان او همدارنګه حویان چې د لبنان په غرونو کې د بعل حرمون څخه نیولې د حمات تر غاښي پورې اوسېدل. ۴ څښتن دا خلک د دې دپاره پریښي وو چې اسراییلیان ورباندې وازمایي او وګوري چې ایا هغوی د څښتن هغو حکمونو ته چې د موسی په وسیله د هغوی نیکونو ته ورکړل شوي وو، غاړه ږدي او که نه. ۵ نو اسراییلیان د کنعانیانو، حیتیانو، اموریانو، فرزیانو، حویانو او یبوسیانو په منځ کې اوسېدل. ۶ دوی د هغوی لورګانې خپلو زامنو ته په نکاح کولې او خپلې لورګانې یې د هغوی زامنو ته په نکاح ورکولې او د هغوی د خدایانو عبادت به یې کاوه.
۷ د اسراییلو خلکو داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو. د اسراییلو قوم خپل څښتن خدای هېر کړ او د بعل او اشیره د بتانو عبادت یې کاوه. ۸ نو څښتن په اسراییلو باندې ډېر په قهر شو او هغوی یې د بین النهرین پاچا کوشان رشعتایم ته په لاس ورکړل او هغه اته کاله په هغوی باندې حکومت وکړ. ۹ بیا اسراییلیانو څښتن ته فریاد وکړ، هغه ورته د کالیب د کشر ورور قناز زوی عتني ییل راولېږه چې هغوی وژغوري. ۱۰ د څښتن روح په هغه باندې نازل شو او هغه د اسراییلو مشر شو. عتني ییل جګړې ته لاړ او څښتن هغه د بین النهرین په پاچا کوشان رشعتایم باندې بریالی کړ. ۱۱ د اسراییلو په خاوره کې څلوېښت کاله ارامي وه او وروسته بیا عتني ییل مړ شو.
۱۲ د اسراییلو خلکو بیا داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو. د هغوی د بدیو له امله څښتن عجلون د موآب پاچا د اسراییلو په وړاندې قوي کړ. ۱۳ عجلون د عمونیانو او عمالیقیانو سره یوځای شو. عجلون راغی او په اسراییلو باندې یې حمله وکړه او هغوی اریحا یعنې د خرما د ونو ښار ونیوه. ۱۴ د موآب پاچا عجلون په اسراییلیانو باندې اتلس کاله حکومت وکړ.
۱۵ بیا اسراییلیانو څښتن ته فریاد وکړ. هغه دوی ته یو کس ورولېږه چې دوی وژغوري. د هغه نوم ایهود ؤ چې چپ لاسی ؤ او د جیرا زوی ؤ چې د بنیامین د قبیلې څخه ؤ. اسراییلیانو د هغه په لاس د موآب پاچا عجلون ته باج ولېږه. ۱۶ ایهود یوه دوه مخې توره جوړه کړې وه چې نیم متر اوږده وه. هغه دا توره د خپلو کالیو لاندې په خپل ښي ورون باندې وتړله. ۱۷ هغه د موآب پاچا عجلون ته چې ډېر چاغ سړی ؤ، باج وړاندې کړ. ۱۸ کله چې ایهود هغه ته باج وړاندې کړ، هغه دا کسان چې باج یې وړی ؤ بېرته خپلو کورونو ته ولېږل. ۱۹ خو ایهود په خپله د هغو مجسمو سره چې جلجال ته نژدې وې راوګرځېده، بېرته پاچا ته ورغی او ورته ویې ویل: «ای پاچا زه ستاسو دپاره یو پټ پیغام لرم.»
پاچا خپلو خدمتګارانو ته وویل: «مونږ یوازې پرېږدئ!» او هغوی ټول ووتل.
۲۰ په داسې حال کې چې پاچا په خپلې هواداره بالاخانه کې یوازې ناست ؤ، ایهود هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: «زه ستاسو دپاره د خدای له خوا یو پیغام لرم.» پاچا پاڅېده. ۲۱ ایهود په خپل چپ لاس باندې د خپل ښي اړخ څخه توره راوویستله او د پاچا په ګېډه کې یې ورومنډله. ۲۲ توره د لاستي سره د هغه په ګېډه کې ننوته او د پښو له منځ څخه یې راووتله. ایهود د هغه د ګېډې څخه توره ونه ویستله او د هغه په وازګه کې پټه شوه. ۲۳ بیا ایهود برنډې ته ووت. هغه پاچا پسې د کوټې دروازې بندې او قلف کړې. ۲۴ د ایهود د تګ څخه وروسته د پاچا خدمتګاران راغلل او ویې لیدل چې د کوټې دروازې قلف دي. هغوی فکر کاوه چې پاچا به دننه خپل حاجت پوره کوي. ۲۵ هغوی زیات انتظار وویست، تر هغې پورې چې وارخطا شول. خو کله چې هغه د کوټې دروازې خلاصې نه کړې، هغوی کلي واخیستله او دروازې یې خلاصې کړې. هغوی ولیدل چې بادار یې په غولي باندې مړ پروت دی.
۲۶ په هغه وخت کې چې هغوی انتظار کاوه، ایهود وتښتېده. هغه د مجسمو څخه تېر شو او سعیرت ته ورسېده. ۲۷ کله چې ایهود د افرایم غرنۍ سیمې ته ورسېده، نو سرنی یې وواهه او اسراییلیان د هغه سره د غونډیو څخه راښکته شول او هغه یې مشري کوله. ۲۸ هغوی ته یې وویل: «ما پسې راځئ! ځکه چې څښتن ستاسو دښمن یعنې موآب تاسو ته تسلیم کړی دی.» نو دوی په هغه پسې روان شول او د اردن ګودرونه یې چې موآب ته د تېرېدلو لاره وه ونیول او څوک یې نه پرېښودل چې د هغو څخه تېر شي. ۲۹ په هغه ورځ هغوی د موآبیانو نژدې لس زره تکړه عسکر ووژل، هېچا ونه شو کولای چې وتښتي. ۳۰ نو اسراییلیانو موآبیانو ته ماتې ورکړه او د اسراییلو په خاوره کې اتیا کاله ارامي وه.
۳۱ د ایهود څخه وروسته شمجر د عنات زوی مشر شو. هغه په چوکه باندې شپږ سوه فلسطینیان ووژل او اسراییلیان یې ورڅخه وژغورل.