د قاضیانو کتاب

دریم فصل

د کنعان په خاوره کې پاتې شوي قومونه

۱نو څښتن په کنعان کې ځینې قومونه پرېښودل چې د هغوی په وسیله هغه اسراییلیان وازمایي چې د کنعان په جګړو کې یې برخه نه وه اخیستې. ۲هغه د دې دپاره دا کار وکړ چې د اسراییلو هر نوی نسل باید دا زده کړي چې څنګه جګړه وکړي، په خاصه توګه هغه خلک چې مخکې د جګړې ډګر ته نه وو تللي. ۳هغه قومونه چې په دې خاوره کې پاتې شوي وو دا وو: هغه فلسطینیان چې په پنځو ښارونو کې وو، ټول کنعانیان، صیدونیان او همدارنګه حویان چې د لبنان په غرونو کې د بعل حرمون څخه نیولې د حمات تر غاښي پورې اوسېدل. ۴څښتن دا خلک د دې دپاره پریښي وو چې اسراییلیان ورباندې وازمایي او وګوري چې آیا هغوی د څښتن هغو امرونو ته چې د موسیٰ په وسیله د هغوی نیکونو ته ورکړل شوي وو غاړه ږدي او که نه. ۵نو اسراییلیان د کنعانیانو، حیتیانو، اموریانو، فرزیانو، حویانو او یبوسیانو په منځ کې اوسېدل. ۶دوی د هغوی لورګانې خپلو زامنو ته په نکاح کولې او خپلې لورګانې یې د هغوی زامنو ته په نکاح ورکولې او د هغوی د خدایانو عبادت به یې کاوه.

عتنیئیل

۷د اسراییلو قوم خپل څښتن خدای هېر کړ. دوی د هغه په مقابل کې ګناه وکړه او د بعل او اشیره د بتانو عبادت یې کاوه. ۸نو څښتن په اسراییلو باندې ډېر په قهر شو او هغوی یې د بین النهرین پادشاه کوشان رشعتایم ته په لاس ورکړل او هغه اته کاله په هغوی باندې حکومت وکړ. ۹بیا اسراییلیانو څښتن ته فریاد وکړ، هغه ورته د کالیب د کشر ورور قناز زوی عتنیئیل راولېږه چې هغوی وژغوري. ۱۰د څښتن روح په هغه باندې نازل شو او هغه د اسراییلو مشر شو. عتنیئیل جګړې ته لاړ او څښتن هغه د بین النهرین په پادشاه کوشان رشعتایم باندې بریالی کړ. ۱۱د اسراییلو په خاوره کې څلوېښت کاله ارامي وه او وروسته بیا عتنیئیل مړ شو.

ایهود

۱۲د اسراییلو خلکو بیا داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو. د هغوی د بدیو له کبله څښتن عجلون د موآب پادشاه د اسراییلو په مقابل کې قوي کړ. ۱۳عجلون د عمونیانو او عمالیقیانو سره یو ځای شو. عجلون راغی او په اسراییلو باندې یې حمله وکړه او هغوی اریحا یعنې د خرما د ونو ښار ونیو. ۱۴د موآب پادشاه عجلون په اسراییلیانو باندې اتلس کاله حکومت وکړ.

۱۵بیا اسراییلیانو څښتن ته فریاد وکړ. هغه دوی ته یو نفر ورولېږه چې دوی وژغوري. د هغه نوم ایهود ؤ چې چپ لاسی ؤ او د جیرا زوی ؤ چې د بنیامین د قبیلې څخه ؤ. اسراییلیانو د هغه په لاس د موآب پادشاه عجلون ته باج ولېږه. ۱۶ایهود یوه دوه مخې توره جوړه کړې وه چې نیم متر اوږده وه. هغه دا توره د خپلو کالیو لاندې په خپل ښي ورون باندې وتړله. ۱۷هغه د موآب پادشاه عجلون ته چې ډېر چاغ سړی ؤ باج وړاندې کړ. ۱۸کله چې ایهود هغه ته باج وړاندې کړ، هغه دا نفر چې باج یې انتقال کړی ؤ بېرته خپلو کورونو ته ولېږل. ۱۹خو ایهود په خپله د هغو مجسمو سره چې جلجال ته نژدې وې راوګرځېده، بېرته پادشاه ته ورغی او ورته ویې ویل: <ای پادشاه زه ستاسو دپاره یو پټ پیغام لرم.>

پادشاه خپلو خدمتګارانو ته وویل: <مونږ یوازې پرېږدئ!> او هغوی ټول ووتل.

۲۰په داسې حال کې چې پادشاه په خپلې هواداره بالاخانه کې یوازې ناست ؤ، ایهود هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: <زه ستاسو دپاره د خدای له طرفه یو پیغام لرم.> پادشاه پاڅېده. ۲۱ایهود په خپل چپ لاس باندې د خپل ښي اړخ څخه توره راوویستله او د پادشاه په ګېډه کې یې ورومنډله. ۲۲توره د لاستي سره د هغه په ګېډه کې ننوته او د پښو له منځ څخه یې راووتله. ایهود د هغه د ګېډې څخه توره ونه ویستله او د هغه په وازګه کې پټه شوه. ۲۳بیا ایهود برنډې ته ووت. هغه پادشاه پسې د کوټې دروازې بندې او قلف کړې. ۲۴د ایهود د تګ څخه وروسته د پادشاه خدمتګاران راغلل او ویې لیدل چې د کوټې دروازې قلف دي. هغوی فکر کاوه چې پادشاه به دننه خپل حاجت پوره کوي. ۲۵هغوی زیات انتظار وویست، تر هغې پورې چې وارخطا شول. خو کله چې هغه د کوټې دروازې خلاصې نه کړې، هغوی کلي واخیسته او دروازې یې خلاصې کړې. هغوی ولیدل چې بادار یې په غولي باندې مړ پروت دی.

۲۶په هغه وخت کې چې هغوی انتظار کاوه، ایهود وتښتېده. هغه د مجسمو څخه تېر شو او سعیرت ته ورسېده. ۲۷کله چې ایهود د افرایم غرنۍ سیمې ته ورسېده، نو سرنی یې وواهه او اسراییلیان د هغه سره د غونډیو څخه راکوز شول او هغه یې مشري کوله. ۲۸هغوی ته یې وویل: <ما پسې راځئ! ځکه چې څښتن ستاسو دښمن یعنې موآب تاسو ته تسلیم کړی دی.> نو دوی د هغه پسې روان شول او د اردن ګودرونه یې چې موآب ته د تېرېدلو لاره وه ونیول او څوک یې نه پرېښودل چې له هغو څخه تېر شي. ۲۹په هغه ورځ هغوی د موآبیانو نژدې لس زره تکړه عسکر ووژل، هیچا ونه شو کولی چې وتښتي. ۳۰نو اسراییلیانو موآبیانو ته ماتې ورکړه او د اسراییلو په خاوره کې اتیا کاله ارامي وه.

شمجر

۳۱د ایهود څخه وروسته شمجر د عنات زوی مشر شو. هغه په چوکه باندې شپږسوه فلسطینیان ووژل او اسراییلیان یې ورڅخه وژغورل.