کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ د یوشع د مړینې څخه وروسته د اسراییلو قوم د څښتن څخه پوښتنه وکړه: «زمونږ کومه قبیله به لومړی لاړه شي او په کنعانیانو باندې به حمله وکړي؟» ۲ څښتن په ځواب کې وویل: «لومړی به د یهودا قبیله لاړه شي. زه به هغوی ته د کنعانیانو خاوره په لاس ورکړم.» ۳ د یهودا خلکو د شمعون خلکو ته وویل: «زمونږ سره هغې سیمې ته لاړ شئ چې مونږ ته راکړل شوې ده، ترڅو په ګډه د کنعانیانو سره جګړه وکړو. بیا به مونږ ستاسو سره مرسته وکړو چې خپله سیمه ونیسئ.» نو د شمعون ۴ او یهودا قبیلې سره یوځای جګړې ته لاړلې. څښتن هغوی په کنعانیانو او فرزیانو باندې بریالي کړل او هغوی په بازق کې د دښمنانو لس زره تنه ووژل. ۵ هلته دوی ادوني بازق پیدا کړ او د هغه سره یې جګړه وکړه. ۶ ادوني بازق وتښتېد. خو هغوی ورپسې شول، هغه یې ونیوه او د هغه د پښو او لاسونو غټې ګوتې یې غوڅې کړې. ۷ ادوني بازق وویل: «اویا پاچاهانو چې د هغوی د پښو او لاسونو غټې ګوتې غوڅې شوې وې، زما د دسترخوان پاتې شونې یې خوړل. اوس خدای زما څخه د هغوی بدله واخیستله.» بیا هغوی هغه اورشلیم ته راوست او هلته مړ شو.
۸ د یهودا خلکو په اورشلیم باندې حمله وکړه او هغه یې ونیوه. د هغه ښار خلک یې ووژل او ښار ته یې اور واچاوه. ۹ له هغې وروسته هغوی لاړل چې د کنعانیانو سره چې په غرنۍ سیمه، د غرونو په لوېدیځو لمنو او جنوبي دښته کې اوسېدل، جګړه وکړي. ۱۰ هغوی د کنعانیانو په وړاندې چې په حبرون کې اوسېدل، راپورته شول. (حبرون پخوا د قریت اربع په نوم یادېده.) هلته هغوی د شیشای، اخیمان او تلمای طایفو ته ماتې ورکړه.
۱۱ د هغه ځای څخه د یهودا کسان لاړل چې په دبیر باندې حمله وکړي. (دبیر په هغه وخت کې د قریت سفر په نوم یادېده.) ۱۲ د هغوی یو کس چې کالیب نومېده وویل: «هرچا چې قریت سفر فتح کړ، زه به خپله لور عکسه هغه ته په نکاح ورکړم.» ۱۳ د کالیب د کشر ورور قناز زوی عتني ییل هغه ښار ونیوه، نو کالیب خپله لور هغه ته په نکاح ورکړه. ۱۴ د واده په ورځ عتني ییل عکسه وهڅوله چې د خپل پلار څخه یو پټی وغواړي. کله چې عکسه د خپل خره څخه راښکته شوه، کالیب ورڅخه پوښتنه وکړه: «څه غواړې؟» ۱۵ هغې په ځواب کې وویل: «زه د اوبو یو څو چینې غواړم. هغه ځمکه چې تا راته راکړې ده هغه په جنوبي دښته کې ده.» نو کالیب هغې ته پورتنۍ او ښکتنۍ چینې ورکړې.
۱۶ د موسی د خسر اولاده چې قینیان وو د اریحا یعنې د خرما د ونو د ښار څخه د یهودا د خلکو سره د یهودا جنوبي دښتې ته چې عراد ته نژدې پرته وه، لاړل. هلته هغوی د عمالیقیانو سره اوسېدل. ۱۷ د یهودا خلک د شمعون د خلکو سره لاړل او په ګډه یې په کنعانیانو باندې چې د صفت په ښار کې اوسېدل، حمله وکړه. ښار یې په پوره توګه وران کړ، نو له دې امله یې د هغه نوم حرما کېښود. ۱۸-۱۹ څښتن د یهودا د خلکو سره مرسته وکړه او هغوی غزه، اشقلون او عقرون د هغو د شاوخوا سیمو سره ونیول. همدارنګه هغوی د څښتن په مرسته غرنۍ سیمه ونیوله. خو هغو خلکو چې په دره کې اوسېدل د اوسپنې جنګي ګاډۍ درلودلې، نو د یهودا خلکو ونه شو کولای چې هغوی وشړي. ۲۰ لکه څنګه چې موسی وعده کړې وه، د حبرون ښار کالیب ته ورکړل شو او کالیب هغه درې طایفې چې د عناق د اولادې څخه وې، وشړلې. ۲۱ خو د بنیامین د قبیلې خلکو یبوسیان چې په اورشلیم کې اوسېدل، ونه شړل او د هغه وخت څخه تر اوسه پورې یبوسیان د بنیامین د خلکو سره هلته اوسیږي.
۲۲-۲۳ د افرایم او منسي قبیلې لاړلې چې د بیت ییل په ښار باندې حمله وکړي. (په پخوا زمانه کې دا ښار د لوز په نوم یادېده.) څښتن د هغوی سره مل ؤ. هغوی ښار ته جاسوسان ولېږل ۲۴ او هغوی یو سړی ولیده چې د ښار څخه راروان ؤ او دوی ورته وویل: «که چېرې مونږ ته د ښار د ننوتلو لار وښایې، نو مونږ به تاته زیان ونه رسوو.» ۲۵ نو هغه سړي ورته لار وروښودله او د افرایم او منسي خلک لاړل او د ښار ټول خلک یې ووژل، خو هغه سړی او د هغه ټوله کورنۍ یې پرېښودله چې لاړ شي. ۲۶ بیا هغه سړی د حیتیانو خاورې ته لاړ، هلته یې یو ښار ودان کړ او په هغه باندې یې د لوز نوم کېښود چې تر اوسه پورې په همدې نوم یادیږي.
۲۷ د منسي قبیلې د بیت شان، تعنک، دور، یبلعام، مجدو او د هغو د شاوخوا کلیو خلک ونه شړل. نو کنعانیانو هلته اوسېدلو ته دوام ورکړ. ۲۸ کله چې اسراییلیان قوي شول، نو کنعانیان یې په سختو کارونو باندې مجبورول، خو بیاهم هغوی یې بیخي ونه شړل.
۲۹ د افرایم قبیلې هم هغه کنعانیان ونه شړل چې د جازر اوسېدونکي وو، نو هغوی د افرایم د قبیلې په منځ کې هلته په جازر کې پاتې شول.
۳۰ د زبولون قبیلې هم د قطرون او نهلول اوسېدونکي ونه شړل، نو کنعانیان د هغوی په منځ کې هلته اوسېدل او مجبور وو چې د هغوی دپاره سخت کار وکړي.
۳۱ همدارنګه د اشیر قبیلې د عکو، صیدون، احلب، اکزیب، حلبه، عفیق او رحوب اوسېدونکي ونه شړل. ۳۲ اشیریان د ځایي کنعانیانو په منځ کې اوسېدل، ځکه چې هغوی یې ونه شړل.
۳۳ د نفتالي قبیلې هم د بیت شمس او بیت عنات اوسېدونکي ونه شړل. نفتالیان د ځایي کنعانیانو په منځ کې اوسېدل. خو هغوی د دې دوو ځایونو اوسېدونکي په سخت کار کولو مجبورول.
۳۴ اموریانو د دان د قبیلې خلک مجبور کړل چې غرنۍ سیمې ته لاړ شي او هغوی یې نه پرېښودل چې درې ته راښکته شي. ۳۵ اموریانو په ایالون، شعلبیم او د حارس په غره کې اوسېدلو ته دوام ورکړ، خو د افرایم او منسي قبیلو هغوی تر خپلې واکمنۍ لاندې ساتل او په سخت کار کولو یې مجبورول.
۳۶ د اموریانو سرحد د عقربیم د غاښي څخه نیولې تر سالع او غرنۍ سیمې پورې رسېدلی دی.