0:00 / 0:00

د قاضیانو کتاب

اتم فصل

د مدیانیانو اخرنۍ ماتې

۱ د افرایم خلکو جدعون ته وویل: «تا ولې زمونږ سره داسې چلند وکړ؟ تا ولې مونږ د مدیانیانو سره د جګړې په وخت کې راونه غوښتلو؟» او هغه یې سخت ملامت کړ. ۲ خو جدعون په ځواب کې وویل: «ما چې کوم کار کړی دی هغه ستاسو د کار په پرتله هېڅ هم نه دی. حتی هغه وړوکی کار چې تاسو د افرایم خلکو کړی دی، هغه زمونږ د ټولې طایفې د کارونو څخه زیات ارزښت لري. ۳ تاسو د خدای په مرسته د مدیانیانو دوه مشران یعنې غراب او زیب ووژل. ما څه کړي دي چې ستاسو سره یې پرتله کړم؟» په دې خبره د هغوی قهر سوړ شو.

۴ وروسته بیا جدعون د خپلو درې سوه کسانو سره د اردن د سیند څخه تېر شو. که څه هم هغوی ډېر ستومانه شوي وو، خو بیاهم د خپلو دښمنانو پسې وو. ۵ کله چې هغوی سوکوت ته ورسېدل، جدعون د ښارګوټي خلکو ته وویل: «مهرباني وکړئ زما کسانو ته د خوړلو دپاره یو څه ورکړئ. هغوی ډېر ستړي دي، خو مونږ د مدیانیانو پاچاهان زبح او صلمونع تعقیبوو.» ۶ خو د سوکوت مشرانو وویل: «تاسو تر اوسه پورې زبح او صلمونع نه دي نیولي، نو مونږ ولې ستا لښکرو ته ډوډۍ ورکړو؟» ۷ جدعون وویل: «ښه ده! کله چې څښتن زبح او صلمونع ماته په لاس راکړل، نو بیا به زه بېرته راشم او ستاسو غوښې به د صحرا په اغزیو باندې وشکوم.» ۸ جدعون د هغه ځای څخه فنوعیل ته لاړ او د هغه ځای د خلکو څخه یې خواړه وغوښتل، خو د فنوعیل خلکو هم د سوکوت د خلکو په شان هغه ته ځواب ورکړ. ۹ جدعون د فنوعیل خلکو ته وویل: «کله چې زه په سلامتۍ سره بېرته راشم، نو ستاسو برج به راوغورځوم!»

۱۰ په دې وخت کې زبح او صلمونع شاوخوا د پنځلس زره عسکرو سره په قرقور کې وو. د دښتې د قومونو د ټولو لښکرو څخه یوازې همدومره کسان پاتې شوي وو، ځکه چې یو لک او شل زره عسکر په جګړه کې وژل شوي وو. ۱۱ جدعون د کاروان د تېرېدلو په لاره باندې چې د نوبح او یجبها په ختیځ کې وه، لاړ او ناڅاپه یې د مدیانیانو په لښکرو باندې حمله وکړه. ۱۲ د مدیانیانو دوه پاچاهان زبح او صلمونع وتښتېدل، خو جدعون په هغوی پسې شو، ویې نیول او د هغوی ټول لښکر یې سخت وارخطا کړ.

۱۳ د جګړې څخه وروسته جدعون کور ته روان شو. هغه د حارس په غاښي باندې روان ؤ ۱۴ او یو ځوان یې چې د سوکوت اوسېدونکی ؤ، ونیوه او پوښتنه یې ترې وکړه چې د سوکوت مامورین او سپین ږیري څوک دي. هغه ځوان ورته د سوکوت د اووه اویا کسانو نومونه ولیکل. ۱۵ بیا جدعون لاړ او د سوکوت خلکو ته یې وویل: «تاسو ماته پېغور راکاوه او ویل مو چې تا تر اوسه پورې زبح او صلمونع نه دي نیولي، نو مونږ ولې ستاسو ستړي شویو لښکرو ته ډوډۍ ورکړو؟ دا دی وګورئ زبح او صلمونع دلته دي.» ۱۶ بیا هغه د دښتې اغزي راواخیستل او د سوکوت مشران یې په اغزیو باندې ووهل او سزا یې ورته ورکړه. ۱۷ همدارنګه هغه د فنوعیل برج وران کړ او د ښارګوټي ټول سړي یې ووژل.

۱۸ بیا هغه د زبح او صلمونع څخه پوښتنه وکړه: «هغه خلک چې تاسو په تابور کې ووژل، هغه څه ډول خلک وو؟» هغوی په ځواب کې وویل: «هغوی ستا په شان وو، هر یو لکه د شاهزاده په شان ؤ.» ۱۹ جدعون وویل: «هغوی زما سکه ورونه وو. زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم، که چېرې تاسو هغوی نه وای وژلي، نو ما به هم تاسو نه وای وژلي.» ۲۰ بیا هغه خپل مشر زوی یتر ته وویل: «پورته شه او هغوی ووژنه!» خو هغه خپله توره راونه ویستله، ځکه چې هغه لا هلک ؤ او ووېرېده. ۲۱ بیا زبح او صلمونع جدعون ته وویل: «راشه ته په خپله مونږ ووژنه. د هلک څخه د سړي کار مه غواړه.» نو جدعون هغوی دواړه ووژل او کوم زېورات چې د هغوی د اوښانو په غاړو کې وو، هغه یې واخیستل.

د جدعون بت

۲۲ له هغې وروسته اسراییلیانو جدعون ته وویل: «ته زمونږ پاچا شه او ستا څخه وروسته دې ستا اولاده په مونږ باندې پاچاهي وکړي، ځکه چې تا مونږ له مدیانیانو څخه ژغورلي یو.» ۲۳ جدعون په ځواب کې وویل: «نه به زه او نه به زما زوی ستاسو پاچا شي. څښتن به ستاسو پاچا وي. ۲۴ خو زه ستاسو څخه یوه غوښتنه کوم. تاسو هر یو ماته د خپل غنیمت څخه یوه یوه غوږوالۍ راکړئ.» هغه داسې وویل، ځکه چې د دښمن عسکر چې اسماعیلیان وو، د سرو زرو غوږوالۍ به یې اچولې. ۲۵ خلکو په ځواب کې وویل: «مونږ په خوشحالۍ سره خپلې غوږوالۍ تاته درکوو.» نو هغوی یوه چپنه وغوړوله او هر کس په کې خپلې غوږوالۍ چې په غنیمت کې یې نیولې وې، واچولې. ۲۶ د سرو زرو د غوږوالیو وزن چې جدعون واخیستلې شل کیلو ګرامه ؤ، پرته له ګاڼو، غاړکیو او د مدیانیانو د پاچاهانو د شاهانه کالیو او هغو زنځیرونو څخه چې د هغوی د اوښانو په غاړو کې وو. ۲۷ جدعون د هغو سرو زرو څخه یو بت جوړ کړ او هغه یې په خپل ښارګوټي یعنې عفره کې کېښود. ټولو اسراییلیانو خدای پرېښود او د بت د عبادت دپاره هلته لاړل. دا کار د جدعون او د هغه د کورنۍ دپاره یو دام شو.

د جدعون مړینه او د اسراییلو د بت پرستۍ بیا پیل کېدل

۲۸ نو مدیانیان د اسراییلیانو په وړاندې کمزوري شول او نور یې نه شو کولای چې سر راپورته کړي. د جدعون په ژوندانه کې څلوېښت کاله په هغه خاوره کې ارامي وه.

۲۹ جدعون بېرته خپل کور ته ستون شو او هلته اوسېده. ۳۰ جدعون اویا زامن درلودل، ځکه چې ډېرې ښځې یې درلودلې. ۳۱ هغه یوه وینځه هم درلودله چې په شکیم کې اوسېدله، هغې هم د هغه دپاره یو زوی وزېږاوه او جدعون ورباندې ابیملک نوم کېښود. ۳۲ جدعون د یوآش زوی په پوخ عمر کې مړ شو او د خپل پلار په هدیره کې یې په عفره یعنې د ابیعزر د طایفې په ښارګوټي کې ښخ کړ.

۳۳ څنګه چې جدعون مړ شو، د اسراییلو قوم یوځل بیا د خدای سره بې وفایي وکړه او د بعل د بتانو عبادت یې پیل کړ. هغوی د بعل بریت څخه خپل خدای جوړ کړ ۳۴ او خپل څښتن خدای یې چې هغوی یې د خپل شاوخوا ټولو دښمنانو څخه ژغورلي وو، هېر کړ. ۳۵ سره له دې چې یروبعل (جدعون) د اسراییلیانو دپاره ښه ښه کارونه کړي وو، خو هغوی د هغه د کورنۍ سره وفاداري ونه ښودله.