0:00 / 0:00

د قاضیانو کتاب

نهم فصل

ابیملک

۱ یوه ورځ د جدعون زوی ابیملک خپلو ماما ګانو ته چې په شکیم کې وو ورغی، هغوی او د خپلې مور ټولې طایفې ته یې وویل: ۲ «د شکیم د ټولو سړیو څخه پوښتنه وکړئ چې تاسو ته کومه یوه لاره ښه ده؟ چې اویا تنه یعنې د جدعون ټول زامن په تاسو باندې پاچاهي وکړي او که یوازې یو کس؟ په یاد ساتئ، ابیملک ستاسو خپل هډوکی او خپله وینه ده.» ۳ کله چې د هغه ماماګانو دا ټولې خبرې د شکیم خلکو ته وکړې، نو هغوی پرېکړه وکړه چې د ابیملک څخه پیروي وکړي، ځکه چې هغه یې خپلوان ؤ. ۴ هغوی هغه ته د بعل بریت د بتخانې څخه اویا د سپینو زرو سکې ورکړلې او په هغو باندې یې لنډغران اجیر ونیول چې د هغه سره یوځای شي. ۵ هغه د خپل پلار کور ته چې په عفره کې ؤ، لاړ او د یوې تیږې په سر باندې یې خپل اویا ناسکه ورونه ووژل. خو یوتام چې د جدعون کشر زوی ؤ ځان ورڅخه پټ کړ او ژوندی پاتې شو. ۶ بیا د شکیم او بیت ملو ټول سړي سره راټول شول او د څېړۍ سپېڅلې ونې ته چې په شکیم کې وه، ورغلل او ابیملک یې پاچا کړ.

۷ کله چې یوتام د دې څخه خبر شو، هغه د جرزیم د غره سرته وخوت او هغوی ته یې چیغې کړې: «د شکیم خلکو ماته غوږ ونیسئ، نو خدای به تاسو ته غوږ ونیسي. ۸ یو وخت ونې سره راټولې شولې چې د ځانونو دپاره یو پاچا وټاکي. هغوی د زیتون ونې ته وویل: ‹ته زمونږ پاچا شه.› ۹ خو د زیتون ونې په ځواب کې وویل: ‹ایا زه په تاسو باندې د پاچاهي کولو په خاطر د خپلو تېلو د تولیدولو څخه چې د خدایانو او انسانانو د درناوي دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي، لاس واخلم؟› ۱۰ بیا ونو د انځر ونې ته وویل: ‹ته زمونږ پاچا شه.› ۱۱ خو د انځر ونې په ځواب کې وویل: ‹ایا زه په تاسو باندې د پاچاهي کولو په خاطر د خپلې ښې او خوږې مېوې د تولیدولو څخه لاس واخلم؟› ۱۲ بیا ونو د انګورو تاک ته وویل: راځه زمونږ پاچا شه. ۱۳ خو تاک هم په ځواب کې وویل: ایا زه په تاسو باندې د پاچاهي کولو په خاطر د خپلو شرابو د تولیدولو څخه چې خدایان او انسانان خوشحالوي، لاس واخلم؟ ۱۴ په پای کې ټولو ونو د اغزیو بوټي ته وویل: ‹راځه ته زمونږ پاچا شه.› ۱۵ د اغزیو بوټي په ځواب کې وویل: ‹که چېرې تاسو په رښتیا غواړئ چې زه ستاسو پاچا شم، نو بیا راشئ او زما د سیوري لاندې پناه واخلئ. که نه، نو زما د اغزینو څانګو څخه به د اور لمبه پورته شي او حتی د لبنان د سبر ونې به هم وسوځوي.›

۱۶‏-۱۸ زما پلار جدعون ستاسو په خاطر خپل ژوند په خطر کې واچاوه، ستاسو دپاره یې جنګ وکړ او تاسو یې د مدیانیانو څخه وژغورلئ. ایا تاسو په بدل کې د هغه د کورنۍ سره مهرباني وښودله؟ نه، تاسو داسې ونه کړل. تاسو د هغه د کورنۍ په وړاندې راپورته شوئ او په هغې تیږې باندې مو د هغه اویا زامن ټول ووژل.

ایا دا سم کار ؤ چې تاسو ابیملک خپل پاچا کړ؟ هغه یوازې زما د پلار د وینځې زوی دی. خو یوازې په دې خاطر چې هغه ستاسو خپلوان دی، هغه مو د شکیم پاچا کړ. ۱۹ نو که چېرې هغه کار چې تاسو نن د جدعون او د هغه د کورنۍ سره وکړ، د اخلاص او صداقت له مخې وي، نو بیا تاسو دې د ابیملک څخه خوشحاله اوسئ او هغه دې ستاسو څخه خوشحاله اوسي. ۲۰ که نه، نو د ابیملک څخه دې د اور لمبه راووځي او د شکیم او بیت ملو سړي دې وسوځوي. او د شکیم او بیت ملو د سړیو څخه دې د اور لمبه راووځي او ابیملک دې وسوځوي.» ۲۱ بیا یوتام وتښتېده او لاړ چې په بییر کې واوسیږي، ځکه چې هغه د خپل ورور ابیملک څخه وېرېده.

۲۲ ابیملک په اسراییلو باندې درې کاله حکومت وکړ. ۲۳ بیا خدای د ابیملک او د شکیم د خلکو ترمنځ دښمني پیدا کړه او هغوی د ابیملک په وړاندې خیانت وکړ. ۲۴ دا کار د دې دپاره وشو، ترڅو ابیملک او د شکیم خلک چې د هغه سره یې د جدعون د اویا زامنو په قتلولو کې مرسته کړې وه، د خپلو عملونو سزا وویني. ۲۵ د ابیملک په خلاف د شکیم خلکو په غونډیو باندې کسان په کمین کې کښېنول او هرڅوک چې به د هغه ځای نه تېرېده هغه به یې لوټاوه او ابیملک د دې کار څخه خبر شو.

۲۶ په دې وخت کې جعل د عابد زوی د خپلو ورونو سره شکیم ته کډه وکړه او د هغه ځای اوسېدونکو په هغه باندې اعتبار وکړ. ۲۷ د انګورو د حاصلاتو وخت راورسېده او د شکیم خلک خپلو باغونو ته ورننوتل او انګور یې راټول کړل. د هغو څخه یې شراب جوړ کړل او جشن یې ونیوه. بیا هغوی د خپل خدای عبادتځای ته لاړل، هلته یې خوراک وکړ او شراب یې وڅښل او په ابیملک باندې یې ملنډې ووهلې. ۲۸ جعل وویل: «مونږ د شکیم خلک څه ډول خلک یو؟ ولې مونږ د ابیملک خدمت کوو؟ هغه څوک دی؟ ایا هغه د جدعون زوی او زبول د هغه مرستیال نه دی؟ خو مونږ ولې د هغه خدمت وکړو؟ خپل نیکه حمور ته چې ستاسو د طایفې بنیاد یې کېښود، وفادار اوسئ. ۲۹ کاشکې زه ستاسو مشر وای، نو تاسو به مې د ابیملک د شر څخه خلاص کړي وای. ما به هغه ته ویلي وای چې خپل ټول لښکر دې راوغواړه او جنګ ته راووځه!»

۳۰ کله چې د ښار والي زبول د جعل دا خبره واورېدله، هغه ډېر په قهر شو. ۳۱ هغه په پټه ابیملک ته استازي ولېږل او استازو ورته وویل: «د عابد زوی جعل د خپلو ورونو سره شکیم ته راغلی دی او هغوی ستا په خلاف د ښار اوسېدونکي راپاروي. ۳۲ ته باید د خپلو کسانو سره د شپې راشې او په پټیو کې پټ شې. ۳۳ سبا سهار د لمرخاته په وخت کې پاڅه او په ښار باندې یوه ناڅاپه حمله وکړه. کله چې جعل د خپلو کسانو سره ستا په وړاندې جګړې ته راووځي، نو ته د هغوی سره په خپل ټول قوت مقابله وکړه.»

۳۴ نو د شپې له خوا ابیملک او د هغه لښکرې روانې شوې، هغوی په څلورو ډلو کې سره ووېشل شول او د شکیم څخه دباندې پټ شول. ۳۵ کله چې ابیملک او د هغه کسانو ولیدل چې جعل راوتلی او د ښار د دروازې په خولې کې ولاړ دی، نو هغوی د خپلو پټو ځایونو څخه راووتل. ۳۶ جعل هغوی ولیدل او زبول ته یې وویل: «ګوره، د غرونو د څوکو څخه خلک راښکته کیږي.» زبول په ځواب کې وویل: «هغه سړي نه دي، هغه یوازې د غرونو سیوري دي.» ۳۷ جعل بیا وویل: «ګوره! خلک د غره څخه راښکته کیږي او بله ډله یې د څېړۍ د ونې په لاره په هغه ځای کې چې خلک فال ګوري، راروانه ده!» ۳۸ بیا زبول هغه ته وویل: «اوس ستا لافې چېرته دي؟ تا به پوښتنه کوله چې ولې باید د ابیملک خدمت وکړو. دا هغه کسان دي چې تا ورباندې ملنډې وهلې. اوس لاړ شه او جګړه ورسره وکړه.» ۳۹ جعل د شکیم کسان راوویستل او د ابیملک سره یې جګړه وکړه. ۴۰ جعل وتښتېد او ابیملک ورپسې شو. د ښار د دروازې تر خولې پورې ډېر کسان ټپیان پراته وو. ۴۱ ابیملک په ارومه کې سکونت اختیار کړ. زبول، جعل او د هغه ورونه د شکیم څخه وویستل، نو هغوی ونه شو کولای چې نور هلته واوسیږي.

۴۲ بله ورځ ابیملک خبر شو چې د شکیم خلک غواړي چې پټیو ته ووځي. ۴۳ نو هغه خپل کسان په درېو ډلو ووېشل او هغوی په پټیو کې پټ شول او انتظار یې کاوه. کله چې هغه ولیدل چې خلک د ښار څخه راوځي، نو هغوی د پټېدلو د ځای څخه راووتل او د شکیم په خلکو باندې یې حمله وکړه. ۴۴ ابیملک د خپلو کسانو سره په بیړه مخکې لاړ چې د ښار دروازه ونیسي، په دې وخت کې نورو دوو ډلو په هغو خلکو باندې چې په پټیو کې وو، حمله وکړه او ټول یې ووژل. ۴۵ جنګ ټوله ورځ دوام وموند. هغوی ښار ونیوه او د هغه ځای خلک یې ووژل. ښار یې وران کړ او په ځمکه باندې یې مالګه وشیندله.

۴۶ د دې خبرې په اورېدلو سره کوم ښاریان چې د شکیم په برج کې وو، د بعل بریت د بتخانې کلا ته ننوتل. ۴۷ کله چې ابیملک خبر شو چې هغوی هلته راټول شوي دي، ۴۸ نو د خپلو ټولو کسانو سره د صلمون غره ته وخوت. هغه تبر واخیست او یو څو څانګې یې پرې کړې او په خپلو اوږو باندې یې کېښودلې. هغه په خپلو کسانو باندې حکم وکړ: «زر شئ! کوم کار چې زه یې کوم، تاسو یې هم وکړئ!» ۴۹ نو هر سړي د ونې څخه یوه یوه څانګه پرې کړه، بیا هغوی ابیملک پسې روان شول او هغه لرګي یې د کلا په دېوالونو باندې کېښودل او هغه کلا یې وسوځوله. نو د شکیم د کلا ټول خلک چې شاوخوا زر تنه نارینه او ښځې وې، مړه شول.

۵۰ بیا ابیملک د تاباز په ښار باندې حمله وکړه. ښار یې کلابند کړ او هغه یې ونیوه. ۵۱ دننه په ښار کې یو قوي برج ؤ چې د ښار ټول سړي او ښځې د مشرانو سره هغه ته وروتښتېدل. د خپلو ځانونو پسې یې دروازې وتړلې او بام ته وختل. ۵۲ کله چې ابیملک راغی چې په برج باندې حمله وکړي، نو دروازو ته ورغی چې برج ته اور واچوي. ۵۳ خو یوې ښځې د بام د سر څخه د هغه په سر باندې د مېچنې پل راوغورځاوه او د هغه کوپړۍ یې ماته کړه. ۵۴ ابیملک زر خپل عسکرو ته چې وسلې یې ورسره وړلې، غږ وکړ: «خپله توره راوباسه او ما ووژنه. زه نه غواړم چې خلک ووایي چې ابیملک د یوې ښځې د لاسه ووژل شو.» نو هغه ځوان د هغه په ګېډه کې توره ورومنډله او هغه مړ شو. ۵۵ کله چې اسراییلیانو ولیدل چې ابیملک مړ دی، نو ټول خپلو کورونو ته لاړل. ۵۶ په دې ډول خدای د ابیملک څخه د هغه جرم بدله واخیستله چې هغه د خپل پلار په وړاندې کړی ؤ او خپل اویا ورونه یې وژلي وو. ۵۷ همدارنګه خدای د شکیم د خلکو څخه د هغوی د ټولو بدو کارونو بدله واخیستله او د جدعون د زوی یوتام لعنت په هغوی باندې راغی.