0:00 / 0:00

د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

څوارلسم باب

د څرمنې د بيمارو نه پس پاکوالے

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل ۲ دا اصُول د هغه کس د پاکوالى دپاره دى چې د جذام د بيمارۍ نه روغ شوے وى. چې په کومه ورځ اِعلان وشى چې هغه پاک دے، نو هغه به اِمام له بوتلے شى، ۳ او اِمام به هغه د خېمو نه بهر بوځى او وبه يې ګورى. کۀ هغه کس روغ شوے وى، ۴ نو اِمام به حُکم وکړى چې دوه حلال مارغان دې د دِيار د لرګى د يوې ټُکړې سره، يو د تک سور تار او د وېلنى بوټى سره راوړلے شى. ۵ بيا به اِمام حُکم وکړى چې يو مارغۀ دې د خاورې لوښى دپاسه حلال کړے شى چې د چينې تازه اوبۀ په کښې وى. ۶ هغه به ژوندے مارغۀ د دِيار د لرګى، د تک سور تار او د وېلنى سره، د هغۀ مارغۀ په وينه کښې ډُوب کړى کوم چې حلال شوے وى. ۷ هغه به اووۀ ځله هغه وينه په هغه سړى باندې وشيندى کوم چې د جذام د بيمارۍ نه پاکولے شى او بيا به هغه اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے. هغه به ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې په هوا کښې والوځى. ۸ هغه کس به خپلې جامې ووينځى، ټول وېښتۀ به کل کړى او غسل به وکړى، نو پاک به شى. بيا هغه خېمو ته تلے شى، خو هغه به اووۀ ورځې د خپلې خېمې نه بهر اوسيږى. ۹ په اوومه ورځ به هغه بيا خپل سر، ږيره، وروځې او د بدن نور ټول وېښتۀ کل کړى، هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، نو هغه به پاک شى. ۱۰ په اتمه ورځ به هغه دوه ګډُورى او يوه ګډورۍ چې د يو کال وى او هيڅ عېب په کښې نۀ وى، درې کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د ليټر درېمه حِصه د زيتُونو تېل دې راوړى. ۱۱ اِمام به هغه کس او دا نذرانې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يوسى. ۱۲ بيا به اِمام يو ګډُورے او د تېلو د ليټر درېمه حِصه يوسى او دا به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى. هغه به دا د اِمام دپاره مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه پېش کړى. ۱۳ هغه به ګډُورے په هغه مقدس ځائ کښې حلال کړى چرته چې د ګناه نذرانې او د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلالولے شى. دا ځکه چې د ګناه د تاوان نذرانه، د ګناه د نذرانې په شان د اِمام ده او ډېره مقدسه ده. ۱۴ اِمام به د ګډُورى لږه وينه واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې دې ولګوى د کوم کس چې اِعلان کيږى چې دا پاک دے. ۱۵ اِمام به د زيتُونو لږ تېل واخلى او د خپل ګس لاس په تلى کښې به يې واچوى، ۱۶ د خپل ښى لاس ګوته به په دې کښې ډُوبه کړى او لږ به هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې اووۀ ځله وشيندى. ۱۷ هغه به څۀ تېل چې د هغۀ د لاس په تلى کښې دى او څۀ د ګډُورى وينه واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې ولګوى چې د کوم کس اِعلان کيږى چې دا پاک دے. ۱۸ د هغۀ د لاس په تلى کښې چې کوم پاتې شوى تېل دى هغه به د دې کس په سر باندې ولګوى. نو د هغۀ د پاکوالى کفاره به ادا کړى. ۱۹ بيا به اِمام د ګناه نذرانه پېش کړى او د پاکوالى کفاره به ادا کړى. د هغې نه پس، هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلال کړى ۲۰ او دا به د غلې نذرانې سره په قربان‌ګاه باندې پېش کړى. نو اِمام به د پاکوالى کفاره ادا کړى او هغه کس به پاک شى. ۲۱ کۀ هغه غريب وى او نور څۀ نۀ شى اخستلے، نو د هغۀ د پاکوالى د کفارې ادا کولو دپاره دې هغه يو ګډُورے د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى، دا به مالِک خُدائ ته د اِمام دپاره يوه خاص تُحفه وى. هغه به صِرف يو کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا د غلې د نذرانې دپاره او د ليټر درېمه حِصه د زيتُونو تېل راوړى. ۲۲ هغه به دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې هم راوړى، يوه د ګناه نذرانې دپاره او يوه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى. ۲۳ د هغۀ د پاکوالى په اتمه ورځ به هغه دا د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اِمامانو له راوړى. ۲۴ اِمام به ګډُورے او د زيتُونو تېل واخلى او مالِک خُدائ ته به يې د يوې خاص تُحفې په توګه د اِمام دپاره پېش کړى. ۲۵ هغه به ګډُورے حلال کړى او د دې څۀ وينه به واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې ولګوى. ۲۶ اِمام به لږ تېل د خپل ګس لاس په تلى کښې واچوى ۲۷ او د خپل ښى لاس د يوې ګوتې سره به څۀ تېل د مالِک خُدائ په حضور کښې اووۀ ځله وشيندى. ۲۸ هغه به څۀ تېل هم په هغه ځايونو پورې ولګوى چې څنګه يې وينه لګولې وه، د هغۀ د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې، او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې. ۲۹ د هغۀ په تلى کښې چې کوم پاتې شوى تېل دى هغه دې د هغه کس په سر واچوى او داسې به د پاکوالى کفاره ادا کړى. ۳۰ بيا به هغه يوه ګوګوشتکه يا کونتره پېش کړى، ۳۱ دا به د ګناه د نذرانې په توګه او هغه بله د غلې د نذرانې سره، د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. نو اِمام به د مالِک خُدائ په حضور کښې د هغه کس د پاکوالى کفاره ادا کړى. ۳۲ دا قانون د هغه چا دپاره دے چې د جذام بيمارى لرى خو د خپل پاکوالى دپاره عامې نذرانې نۀ شى اخستلے.

په کورونو کښې د وروستوالى پشم

۳۳ بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل ۳۴‏-۳۵ او د هغه کورونو په حقله دا اصُول يې ورته وښودل چې خورېدونکى پشم په حقله وى. (دا اصُول د بنى اِسرائيلو دپاره وُو چې کله هغوئ د کنعان مُلک ته ننوتلى وے نو د هغې نه پس به پرې عمل کېدلے، کوم مُلک چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکولو چې خپل يې شى.) کۀ چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ د هغۀ په کور پشم راوستے دے، نو هغه به خامخا ځى او د دې په حقله به اِمام ته وائى. ۳۶ نو چې کله اِمام پشم ليدلو له هلته ورځى نو هغه به حُکم وکړى چې هر څۀ دې د هغه کور نه بهر وويستلے شى، هسې نه چې د هغه کور ټول سامان ناپاکه اِعلان کړے شى. نو د دې نه وروسته دې اِمام کور ته ورشى ۳۷ او پشم به وګورى. کۀ په دې کښې شين بخن يا سور بخن داغونه وى چې دېوال خرابوى، ۳۸ اِمام به د هغه کور نه لاړ شى او اووۀ ورځې به يې بند وساتى. ۳۹ په اوومه ورځ به هغه واپس راشى او بيا به يې وګورى. کۀ پشم خور شوے وى، ۴۰ هغه به حُکم وکړى چې هغه کاڼى دې لرې کړے شى چې په کومو باندې پشم ښکارى او د ښار نه بهر په يو ناپاک ځائ کښې دې وغورزولے شى. ۴۱ بيا دې هغه دننه ټول دېوالونه وتراشى او هغه راغورزېدلې خاوره دې د ښار نه بهر يو ناپاک ځائ ته يوړے شى. ۴۲ چې کوم کاڼى لرې کړے شوى وى نو د هغې په ځائ دې نور استعمال کړے شى او دېوالونه دې په نوې خټه باندې لېو کړے شى. ۴۳ د کاڼو د لرې کولو او دېوالونو د تراشلو او لېولو نه پس کۀ بيا په هغه کور کښې پشم راښکاره شى، ۴۴ نو اِمام به لاړ شى او وبه يې ګورى. کۀ پشم خور شوے وى، نو کور ناپاک دے. ۴۵ هغه کور دې خامخا وران کړے شى او د دې کاڼى، لرګى او د دې ټولې خاورې دې د ښار نه بهر يو ناپاک ځائ ته يوړے شى. ۴۶ هر څوک چې هغه کور ته دننه لاړ شى کله چې هغه تاله وى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۴۷ هر څوک چې په دې کور کښې څملى يا په کښې خوراک وکړى نو خامخا به خپلې جامې وينځى. ۴۸ کۀ کله اِمام د دې کتلو له راشى او د کور د بيا لېولو نه پس پشم راڅرګند شوے نۀ وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې کور پاک دے، ځکه چې پشم ورک شوے دے. ۴۹ د کور د پاکولو دپاره، هغه به دوه مارغان، د دِيار لرګے، يو تک سور تار او د وېلنى يوه څانګه واخلى. ۵۰ هغه به يو مارغۀ د خټې يو لوښى دپاسه حلال کړى چې د چينې تازه اوبۀ په کښې وى. ۵۱ بيا به هغه د دِيار لرګے، د وېلنى څانګه، تک سور تار او هغه ژوندے مارغۀ واخلى او دا به د هغه حلال شوى مارغۀ په وينه کښې او په تازه اوبو کښې ډُوب کړى. او دا وينه او اوبۀ دې په کور باندې اووۀ ځله وشيندى. ۵۲ نو هغه به دا کور د مارغۀ د وينې په ذريعه، د تازه اوبو او ژوندى مارغۀ، د دِيار لرګى، د وېلنى او د سور تار سره پاک کړى. ۵۳ بيا به هغه ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې د ښار نه بهر په هوا کښې والوځى. نو داسې هغه به د کور د پاکوالى دپاره کفاره ادا کړى او دا به پاک شى. ۵۴ دا قانون د جذام بيمارۍ او خارښت په حقله دے، ۵۵‏-۵۶ د زخمونو، پړسوب، يا دانو، او يا په جامو يا کورونو کښې د پشم په حقله دے. ۵۷ کۀ يو څيز پاک يا ناپاک وى نو په دې قانون به فېصله کولے شى.