0:00 / 0:00

د لاویانو کتاب

درویشتم فصل

مذهبي اخترونه

۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «د اسراییلو خلکو ته ووایه چې ما ستاسو دپاره څو مذهبي اخترونه ټاکلي دي چې سره راټول شئ او زما عبادت وکړئ. ۳ تاسو د خپل کار دپاره شپږ ورځې لرئ، خو اوومه ورځ چې د سبت ورځ ده، د ارام کولو دپاره ده. په هغه ورځ کار مه کوئ، خو د عبادت دپاره راټول شئ. دا مهمه نه ده چې چېرته اوسېږئ، سبت د څښتن ورځ ده. ۴ دغه اخترونه باید په ټاکل شویو وختونو کې اعلان کړئ.

د فسحې او د فطیرې ډوډۍ اختر

(شمېر ۲۸: ۱۶ - ۲۵)

۵ څښتن ته د درناوي کولو دپاره د فسحې د اختر لمانځل هر کال د لومړۍ میاشتې په څوارلسمه ورځ د لمرپرېواته په وخت کې پیل کیږي. ۶ په پنځلسمه ورځ د فطیرې ډوډۍ اختر پیل کیږي او اووه ورځې دوام کوي. تاسو باید په دې موده کې فطیره ډوډۍ وخورئ. ۷ د دغو ورځو څخه په لومړۍ ورځ د عبادت دپاره سره راټول شئ او هېڅ خپل ورځنی کار مه کوئ. ۸ اووه ورځې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي او په اوومه ورځ به بیا د عبادت دپاره سره راټول شئ، خو هېڅ خپل ورځنی کار مه کوئ.»

د لومړني حاصل اختر

۹ څښتن موسی ته وویل: ۱۰ «د اسراییلیانو سره خبرې وکړه او ورته ووایه: کله چې تاسو هغې خاورې ته چې زه یې تاسو ته درکوم ورننوځئ او فصل یې ورېبئ، نو کاهن ته لومړنۍ ګېډۍ ورکړئ. ۱۱ هغه دې دا ګېډۍ د څښتن په حضور کې پورته کړي، ترڅو هغه ستاسو په خاطر قبوله شي. کاهن دې هغه د سبت د ورځې څخه وروسته په بله ورځ پورته کړي. ۱۲ په هماغه ورځ یوه سوځېدونکې نذرانه هم څښتن ته قرباني کړئ، یعنې یو وری چې یو کلن وي او هېڅ عیب په کې نه وي. ۱۳ د هغې سره به تاسو د دوو کیلو ګرامو ښو اوړو د غلې دانې یوه نذرانه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي وړاندې کړئ. دا یوه داسې نذرانه ده چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي او بوی یې په هغه باندې ښه لګیږي. همدارنګه د هغې سره به تاسو د څښلو د نذرانې په توګه یو لیتر د شرابو نذرانه هم وړاندې کړئ. ۱۴ ترڅو پورې چې تاسو خدای ته دا نذرانه راوړې نه وي، نو نوې غلې دانې هېڅ مه خورئ. که هغه خامې وي، نینې شوې وي، یا ډوډۍ ورڅخه پخه شوې وي هغه دې ونه خوړل شي. په دې قانون باندې دې د تل دپاره ستاسو د ټولو نسلونو له خوا عمل وشي.

د لو کولو اختر

(شمېر ۲۸: ۲۶ - ۳۱)

۱۵ د سبت د ورځې په سبا چې تاسو په کې څښتن ته د وړاندې کولو دپاره خپلې ګېډۍ راوړئ، پوره اووه هفتې وشمېرئ. ۱۶ په پنځوسمه ورځ، یعنې هغه ورځ چې د اووم سبت څخه وروسته وي، د نوي حاصل څخه څښتن ته د غلې دانې بله نذرانه وړاندې کړئ. ۱۷ هره کورنۍ دې دوه ډوډۍ راوړي چې ماته د وقف کولو دپاره پورته ونیول شي. هره یوه دې د دوو کیلو ګرامو ښو اوړو څخه پخه شوې وي او خمیره هم په کې وي. دا به څښتن ته د لومړنیو رېبل شویو غلو دانو د نذرانې په توګه وړاندې شي. ۱۸ قوم دې د ډوډۍ سره اووه یو کلن وري، یو غویی او دوه پسونه وړاندې کړي، د دغو څخه دې په یو کې هم کوم عیب نه وي. دا به د غلې دانې او د څښلو د نذرانې سره څښتن ته یوه سوځېدونکې نذرانه وي، یوه داسې نذرانه چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي. ۱۹ بیا د ګناه د نذرانې دپاره یو سېرلی او د سلامتۍ د نذرانې دپاره دوه یو کلن وري قرباني کړئ. ۲۰ کاهن دې هغه ډوډۍ چې د لومړنیو رېبل شویو غلو دانو نښه ده، د دوه وریو سره څښتن ته د وقف کېدلو په خاطر پورته ونیسي. دا څښتن ته یوه سپېڅلې نذرانه ده چې باید کاهنانو ته ورکړل شي. ۲۱ تاسو باید په هماغه ورځ د عبادت دپاره سره راټول شئ او هېڅ ورځنی کار ونه کړئ. هر چېرته چې ستاسو اولاده اوسیږي، دا مقررات دې تل ترتله مراعت کړي.

۲۲ کله چې تاسو د خپلو ځمکو حاصلات لو کوئ، نو هغه د پټیو تر غاړو پورې مه لو کوئ او هغه وږي چې د لو څخه پاتې شوي وي، هغه مه راټولوئ. هغه غریبانو او پردیو خلکو ته پرېږدئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.»

د سرنیو اختر

(شمېر ۲۹: ۱ - ۶)

۲۳ څښتن موسی ته وویل: ۲۴ «د اسراییلو قوم ته ووایه چې د هر کال د اوومې میاشتې لومړۍ ورځ د ارام کولو ځانګړې ورځ ده او د اسراییلو ټول خلک دې د سرني د اواز په اورېدلو سره د عبادت دپاره سره راټول شي. ۲۵ په هماغه ورځ خپل عادي کار مه کوئ، خو څښتن ته یوه داسې نذرانه وړاندې کړئ چې په اور باندې تیاریږي.»

د کفارې ورځ

(شمېر ۲۹: ۷ - ۱۱)

۲۶ څښتن موسی ته وویل: ۲۷ «هر کال د اوومې میاشتې لسمه ورځ د کفارې ورځ ده. په هغه ورځ د عبادت دپاره سره راټول شئ او روژه ونیسئ. یوه داسې نذرانه وړاندې کړئ چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي. ۲۸ په هغه ورځ هېڅ کار مه کوئ، ځکه چې دا د کفارې ورځ ده چې ستاسو دپاره ستاسو د څښتن خدای په حضور کې کفاره ادا کیږي. ۲۹ هرڅوک چې په هغه ورځ روژه ونه نیسي باید د خدای د قوم څخه وشړل شي. ۳۰ که چېرې څوک په هغه ورځ کوم کار وکړي، زه به په خپله هغه ووژنم. ۳۱ دا قانون ستاسو په ټوله اولاده باندې هر چېرته چې اوسیږي، عملي کیږي. ۳۲ د هغې میاشتې په نهمه ورځ د لمرپرېواته څخه نیولې د میاشتې د لسمې ورځې تر لمرپرېواته پورې دا ورځ د ارام کولو د یوې ځانګړې ورځې په توګه ولمانځئ او په دې دوران کې باید تاسو روژه ونیسئ.»

د جونګړو اختر

(شمېر ۲۹: ۱۲ - ۴۰)

۳۳ څښتن موسی ته وویل: ۳۴ «اسراییلیانو ته ووایه چې د اوومې میاشتې په پنځلسمه ورځ څښتن ته د درناوۍ دپاره د جونګړو اختر پیل کیږي. هغه اووه ورځې دوام کوي. ۳۵ په دغو ورځو کې لومړۍ ورځ د عبادت دپاره سره راټول شئ او خپل ورځنی کار مه کوئ. ۳۶ اووه ورځې څښتن ته داسې نذرانې وړاندې کړئ چې په اور باندې تیاریږي او په اتمه ورځ بیا د عبادت دپاره سره راټول شئ او د پخوا په شان نذرانه وړاندې کړئ. دا د عبادت ورځ ده او تاسو به خپل عادي کار نه کوئ.

۳۷ دا هغه اخترونه دي چې د څښتن له خوا ټاکل شوي دي. هغه داسې ولمانځئ چې سره راټول شئ او هغه ډول ډول نذرانې چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي یعنې سوځېدونکې نذرانې، د غلو دانو نذرانې، قربانۍ او د څښلو نذرانې، دا هره یوه دې په خپله مناسبه ورځ هغه ته وړاندې شي. ۳۸ دا اخترونه د سبت د ورځو څخه بېل دي او دا نذرانې د عادي سوغاتونو څخه بېلې دي، یعنې ستاسو د هغو نذرانو څخه چې د نذرونو دپاره دي او د هغو د خپلې خوښې نذرانو څخه چې څښتن ته یې ورکوئ.

۳۹ نو کله چې تاسو خپل پټي ورېبل، اووه ورځې دا اختر چې د اوومې میاشتې په پنځلسمه ورځ پیل کیږي، ولمانځئ. لومړۍ ورځ به د ارام کولو ورځ وي او اتمه ورځ به هم د ارام کولو ورځ وي. ۴۰ په لومړۍ ورځ تاسو د خپلو ونو څخه ډېره ښه مېوه، د خرما د ونې څانګې، پاڼې لرونکې څانګې او د سیند د غاړو څخه ولې واخلئ او اووه ورځې د خپل څښتن خدای په حضور کې خوشحالي وکړئ. ۴۱ دا هر کال اووه ورځې څښتن ته د درناوي دپاره د یو اختر په توګه ولمانځئ. ستاسو راتلونکې اولاده دې تل ترتله د دې قانون څخه پیروي وکړي. هغه په اوومه میاشت ولمانځئ. ۴۲ د اسراییلو ټول خلک باید اووه ورځې په جونګړو کې واوسیږي، ۴۳ ترڅو ستاسو اولاده په دې پوه شي کله چې ما د اسراییلو قوم د مصر څخه راوویست، هغوی مې دې ته مجبور کړل چې په ساده جونګړو کې واوسیږي. زه ستاسو څښتن خدای یم.»

۴۴ نو په دې ډول موسی د اسراییلو خلکو ته لارښوونه وکړه چې د څښتن اخترونه ولمانځي.