0:00 / 0:00

د لاویانو کتاب

څلورویشتم فصل

د څراغونو ساتنه کول

(هجرت ۲۷: ۲۰ - ۲۱)

۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ « اسراییلیانو ته امر وکړه چې د هغو څراغونو دپاره چې په سپېڅلې خېمه کې دي د زیتونو سوچه تېل راوړي، ترڅو هغه په دوامداره توګه بل وساتل شي. ۳ هارون دې هر ماښام هغه بل کړي او هغه دې تر سهاره پورې د څښتن په حضور کې د پردې څخه دباندې د لوظ د صندوق په مخکې چې په ډېر سپېڅلي ځای کې دی، بل وساتي. دا حکم دې د تل دپاره مراعت شي. ۴ هارون باید په هغو څراغونو باندې پام وکړي چې د سوچه سرو زرو په څراغدان باندې دي او وګوري چې هغه په منظمه توګه د څښتن په حضور کې بل وي.

هغه ډوډۍ چې خدای ته وړاندې کیږي

۵ څلورویشت کیلو ګرامه ښه اوړه واخله او دولس ډوډۍ ورڅخه پخې کړه. ۶ دا ډوډۍ په دوه قطارونو کې چې په هر قطار کې شپږ ډوډۍ وي، په هغه مېز باندې کېږده چې په سوچه سرو زرو پوښل شوی دی او د څښتن په حضور کې دی. ۷ په هر قطار باندې لږه سوچه او قیمتي خوشبویي واچوه چې دا خوشبویي به څښتن خدای ته په اور باندې د تیارېدونکې نذرانې د یوې نښې په شان وي چې د ډوډۍ په ځای وړاندې کیږي. ۸ دا ډوډۍ دې په هر سبت کې د څښتن په حضور کې کېښودل شي. دا د تل دپاره د اسراییلو دنده ده. ۹ دا ډوډۍ د هارون او د هغه د اولادې ده. هغوی دې هغه په یو سپېڅلي ځای کې وخوري، ځکه چې دا د هغو نذرانو یوه ډېره سپېڅلې برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي.»

د کفر ویلو او د قتل دپاره سزاګانې

۱۰‏-۱۱ یو سړی ؤ چې پلار یې مصری او مور یې اسراییلۍ وه چې شلومیت نومېدله، هغه د دبري لور وه چې د دان د قبیلې څخه ؤ. دغه سړي په کمپ کې د یو اسراییلي سره شخړه وکړه. د شخړې په وخت کې هغه څښتن ته ښکنځلې وکړې، نو هغوی دا سړی موسی ته راوست. ۱۲ هغه یې تر څارنې لاندې وساته او څښتن ته یې انتظار کاوه چې دوی ته ووایي چې د هغه سره څه وکړي.

۱۳ بیا څښتن موسی ته وویل: ۱۴ «کفر ویونکی د کمپ څخه دباندې وباسه. هرچا چې د هغه ښکنځلې چې څښتن ته یې کړې دي اورېدلې وي، خپل لاسونه دې د هغه په سر باندې کېږدي او ټول قوم دې هغه سنګسار کړي. ۱۵ اسراییلیانو ته ووایه: که چېرې څوک خدای ته ښکنځلې وکړي، نو هغه به د خپلو بدو سزا وویني. ۱۶ هرڅوک چې د څښتن په نوم کفر ووایي، باید ووژل شي. ټول قوم باید هغه سنګسار کړي. که هغه یو پردی کس وي یا اسراییلی وي، کله چې هغه د خدای په نوم کفر ووایي، باید ووژل شي.

۱۷ هرڅوک چې قتل وکړي، باید ووژل شي ۱۸ او هرڅوک چې د بل چا حیوان ووژني، باید تاوان یې ورکړي. قانون دا دی چې د ژوند په بدل کې ژوند واخیستل شي.

۱۹ که چېرې یو څوک یو بل کس ټپي کړي، هرڅه چې هغه کړي وي، هماغه شان عمل به ورسره کیږي. ۲۰ که چېرې تاسو د چا یو هډوکی مات کړئ، ستاسو یو هډوکی به مات شي. که چېرې تاسو د چا یوه سترګه وباسئ، ستاسو یوه سترګه به وویستل شي. که چېرې تاسو د چا یو غاښ مات کړئ، ستاسو یو غاښ به مات شي. څنګه چې تاسو یو بل کس ټپي کړئ، تاسو سره به په بدل کې هماغه شان کار کیږي. ۲۱ هرڅوک چې یو حیوان ووژني تاوان به یې ورکوي، خو څوک چې یو انسان ووژني، هغه به ووژل شي. ۲۲ دا قانون په تاسو ټولو باندې عملي کیږي، یعنې په اسراییلیانو او په هغو پردیو خلکو باندې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یم.»

۲۳ کله چې موسی د اسراییلو قوم ته دا خبرې وکړې، هغوی دا سړی د کمپ څخه دباندې وویست او سنګسار یې کړ. په دې ډول د اسراییلو قوم هغه څه وکړل چې څښتن یې موسی ته امر کړی ؤ.