Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د سینا په غره باندې څښتن موسی ته وویل: ۲ «د اسراییلیانو سره خبرې وکړه او ورته ووایه: کله چې تاسو هغې خاورې ته چې زه یې درکوم ورننوځئ، باید څښتن ته د درناوي په خاطر هر اووم کال د ځمکې د کرلو څخه ډډه وکړئ. ۳ شپږ کاله خپل پټي وکرئ او شپږ کاله د خپلو انګورو د تاکونو څانګې اصلاح کړئ او حاصلات یې راټول کړئ. ۴ خو په اووم کال دې ځمکه بیخي شاړه پاتې شي، دا به څښتن ته وقف شوی کال وي. په دې کال کې خپل پټي مه کرئ او د خپلو انګورو د تاکونو څانګې مه اصلاح کوئ. ۵ هغه غلې دانې مه رېبئ چې بې له کرلو په خپله راشنې کیږي او د خپلو هغو تاکونو څخه انګور مه راټولوئ چې څانګې یې اصلاح شوې نه وي. دا یو کال دی چې ځمکه په کې بیخي شاړه پاتې کیږي. ۶-۷ خو بیاهم تاسو، ستاسو غلامان، ستاسو مزدوران او هغه پردي خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي او همدارنګه ستاسو اهلي او وحشي حیوانات کولای شي هغه څه چې په ځمکه کې راشنه کیږي، وخوري.
۸ اووه ځلې اووه کاله وشمېرئ، چې ټول نهه څلوېښت کاله کیږي. ۹ بیا د اوومې میاشتې په لسمه ورځ چې د کفارې ورځ ده، په ټول وطن کې سرني ووهئ. ۱۰ په دې ډول به تاسو پنځوسم کال سپېڅلی کال وګڼئ او د وطن ټولو اوسېدونکو ته به ازادي اعلان کړئ. د دې کال په دوران کې به هغه ټول جایداد چې خرڅ شوی وي، خپل اصلي خاوند یا د هغه اولادې ته بېرته ورکړل شي او هرڅوک چې د غلام په توګه خرڅ شوی وي، خپلې کورنۍ ته به ورستون شي. ۱۱ پنځوسم کال به ستاسو دپاره د بېرته ورکولو کال وي. تاسو خپلې ځمکې ونه کرئ او هغه غلې دانې ونه رېبئ چې په خپله راشنې کیږي او د خپلو هغو تاکونو څخه انګور مه راټولوئ چې څانګې یې اصلاح شوې نه وي. ۱۲ د بېرته ورکولو ټول کال به ستاسو دپاره پاک وي، تاسو به یوازې هغه څه خورئ چې په پټي کې په خپل سر راشنه کیږي.
۱۳ په دې کال کې به هغه ټول جایداد چې خرڅ شوی وي، خپل اصلي خاوند ته بېرته ورکړل شي. ۱۴ که چېرې تاسو په خپل یو هېوادوال باندې ځمکه خرڅه کړئ یا یې ورڅخه واخلئ، د یو بل څخه ګټه مه اخلئ. ۱۵ د ځمکې بیه دې د هغو کلونو د شمېر له مخې حساب شي چې د بېرته ورکولو د بل کاله پورې په کې دا ځمکه حاصل ورکولای شي. ۱۶ که چېرې کلونه ډېر وي، نو بیه به یې لوړه وي، خو که چېرې کلونه کم وي، نو بیه به یې ټیټه وي، ځکه چې څه چې خرڅیږي هغه به د فصلونو د شمېر له مخې وي. ۱۷ د یو بل څخه ګټه مه اخلئ خو زما څخه ووېرېږئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یم.
۱۸ د څښتن د ټولو فرمانونو او قوانینو څخه پیروي وکړئ، ترڅو په دې خاوره کې په امن سره ژوند وکړئ. ۱۹ ځمکه به خپل حاصلات ورکړي او تاسو چې هرڅه غواړئ د خوړلو دپاره به یې ولرئ او په امن کې به ژوند کوئ.
۲۰ خو کېدای شي چې تاسو پوښتنه وکړئ: که چېرې مونږ څه شی ونه کرو او حاصل راټول نه کړو، نو په اووم کال به څه شی وخورو؟ ۲۱ زه به په شپږم کال تاسو ته داسې برکت درکړم چې ځمکه به د درېو کلونو دپاره پوره حاصل ورکړي. ۲۲ کله چې تاسو د اتم کال په دوران کې خپلې ځمکې وکرئ، د هغو حاصلاتو څخه به خواړه خورئ چې د شپږم کال په دوران کې راټول شوي وو او په نهم کال کې به هغه خواړه وخورئ چې تاسو په اتم کال کې کرلي دي.
۲۳ تاسو باید خپله ځمکه د تل دپاره خرڅه نه کړئ، ځکه چې دا ستاسو نه ده. هغه ځمکه زما ده او تاسو په کې د هغو پردیو خلکو په شان یئ چې کولای شي د هغې څخه یوازې ګټه واخلي.
۲۴ کله چې ځمکه خرڅیږي، د هغې اصلي خاوند حق لري چې هغه بېرته په بیه واخلي. ۲۵ که چېرې ستاسو اسراییلیانو څخه یو کس غریب شي او مجبور شي چې د خپلې ځمکې څخه یو څه ځمکه خرڅه کړي، د هغه ډېر نژدې خپلوان باید هغه بېرته واخلي. ۲۶ که چېرې یو کس یو خپلوان هم ونه لري چې هغه بېرته واخلي، کېدای شي چې هغه وروسته شتمن شي او پوره پیسې ولري چې هغه بېرته واخلي. ۲۷ نو په داسې حالت کې هغه باید د حاصلاتو بیه د هغو کلونو دپاره معلومه کړي چې د بېرته ورکولو تر راتلونکي کاله پورې پاتې وي او د هغو پیسې دې هغه کس ته ورکړي چې ورباندې چې هغه خرڅه شوې وي. بیا هغه کولای شي چې بېرته خپله ځمکه واخلي. ۲۸ خو که چېرې اصلي خاوند نه شي کولای چې هغه ځمکه بېرته په بیه واخلي، نو هغه به د بېرته ورکولو د راتلونکي کال پورې د نوي خاوند وي. د بېرته ورکولو په کال به هغه بېرته خپل اصلي خاوند ته ورکړل شي.
۲۹ که چېرې یو کس په دېوال لرونکي ښار کې یو کور خرڅ کړي، دا حق لري چې د لومړي کال په ټول دوران کې د خرڅېدلو د نېټې څخه را په دې خوا هغه بېرته واخلي. ۳۰ خو که چېرې هغه په دې کال کې بېرته وانخلي، د هغه د بېرته اخیستلو حق له لاسه ورکوي او هغه کور د اخیستونکي او د هغه د اولادې تلپاتې ملکیت کیږي. هغه به د بېرته ورکولو په کال کې بېرته ورنه کړای شي. ۳۱ خو کوم کورونه چې په بې دېواله کلیو کې دي، په هغو باندې دې د پټیو په شان کار وشي. اصلي خاوند حق لري چې هغه بېرته واخلي او هغه دې د بېرته ورکولو په کال کې بېرته ورکړای شي. ۳۲ لاویان دا حق لري چې خپل جایداد په هغو ښارونو کې چې هغوی ته ورکړل شوي دي، په هر وخت کې بېرته په بیه واخلي. ۳۳ که چېرې یو لاوي د دغو ښارونو څخه په یو ښار کې یو کور خرڅ کړي او بېرته یې وانخلي، هغه باید د بېرته ورکولو په کال کې بېرته ورکړای شي، ځکه چې د اسراییلو د قوم په منځ کې چې لاویان په خپلو ښارونو کې کوم کورونه لري، هغه د هغوی تلپاتې ملکیت دی. ۳۴ خو هغه څړځایونه چې د لاویانو د ښارونو په شاوخوا کې دي، هغه به هېڅکله خرڅ نه شي. دا د تل دپاره د هغوی ملکیت دی.
۳۵ که چېرې یو اسراییلی چې تاسو سره نژدې اوسیږي غریب شي او خپل ځان ونه شي ساتلی، تاسو باید د هغه سره داسې مرسته وکړئ لکه څنګه یې چې د یو پردي یا موقتي اوسېدونکي سره کوئ، ترڅو هغه وکولای شي چې ستاسو په خوا کې واوسیږي. ۳۶ د یو اسراییلي څخه هېڅ سود مه اخلئ، خو د خپل خدای څخه ووېرېږئ، ترڅو ستاسو هېوادوال وکولای شي چې ستاسو په خوا کې واوسیږي. ۳۷ په هغو پیسو باندې چې تاسو یې ورته په پور ورکوئ د هغوی څخه سود مه اخلئ او په هغو خوړو باندې چې تاسو یې ورباندې خرڅوئ، ګټه مه اخلئ. ۳۸ زه ستاسو څښتن خدای یم چې تاسو مې د مصر څخه راوویستلئ، ترڅو د کنعان ځمکه درکړم او ستاسو خدای اوسم.
۳۹ که چېرې یو اسراییلی چې تاسو سره نژدې اوسیږي دومره غریب شي چې خپل ځان په تاسو باندې د غلام په توګه خرڅ کړي، تاسو به په هغه باندې د غلامانو کار نه کوئ. ۴۰ د هغه سره دې د مزدور یا هغه موقتي اوسېدونکي په شان چلند وشي چې ستاسو په منځ کې اوسیږي. هغه اسراییلی دې د بېرته ورکولو تر بل کاله پورې ستاسو خدمت وکړي. ۴۱ په هغه وخت کې به هغه او د هغه اولادونه ستاسو څخه لاړ شي او خپلې کورنۍ او د خپلو نیکونو ملکیت ته به ورستانه شي. ۴۲ اسراییلیان زما غلامان دي چې ما د مصر څخه راوویستل. په دې خاطر باید هغوی د غلامانو په توګه خرڅ نه شي. ۴۳ د خپل خدای څخه ووېرېږئ او د هغوی سره سخت چلند مه کوئ. ۴۴ که چېرې تاسو غلامانو ته اړتیا لرئ، کولای شئ چې د خپل شاوخوا قومونو څخه یې په بیه واخلئ. ۴۵ همدارنګه تاسو کولای شئ چې ځینې پردي خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي او د هغوی اولادونه چې ستاسو په خاوره کې پیدا شوي دي هم په بیه واخلئ. هغوی به ستاسو ملکیت شي. ۴۶ وروسته تاسو هغوی خپلو اولادونو ته د میراث په توګه پرېښودلی شئ او د ټول عمر دپاره ورڅخه غلامان جوړولی شئ. خو د خپلو اسراییلیانو سره باید سخت چلند ونه کړئ.
۴۷ فرض کړئ یو پردی یا یو داسې موقتي اوسېدونکی چې ستاسو په منځ کې اوسیږي شتمن شي، خو کوم اسراییلی غریب شي او خپل ځان په هغه پردی کس یا د هغه کس د کورنۍ په غړي باندې د غلام په توګه خرڅ کړي. ۴۸ هغه د خرڅېدلو څخه وروسته بیاهم حق لري چې بېرته په بیه واخیستل شي. یو ورور، ۴۹ یا یو تره یا یو د تره زوی یا یو بل نژدې خپلوان یې بېرته اخیستلی شي. که چېرې هغه په خپله پوره پیسې لاسته راوړي، خپله ازادي په خپله اخیستلی شي. ۵۰ هغه باید د هغه چا سره چې دی یې اخیستی دی مشوره وکړي او د هغه وخت څخه چې خپل ځان یې خرڅ کړی ؤ د بېرته ورکولو د بل کاله پورې کلونه دې وشمېري او د هغه د ازادېدلو بیه دې د پاتې کلونو د هغه نرخ له مخې وي چې یو مزدور ته د هغو کلونو د شمېر په حساب ورکول کیږي. ۵۱-۵۲ که چېرې د بېرته ورکولو تر کاله پورې زیاته موده پاتې وي، هغه به د خپلې ازادۍ دپاره زیاتې پیسې ورکوي او که چېرې لږه موده پاتې وي، نو لږې پیسې به ورکوي ۵۳ د هغه سره دې د داسې مزدورانو په شان چلند وشي چې د کال په حساب اجیران نیول کیږي. تاسو باید وګورئ چې د هغه خاوند د هغه سره سخت چلند ونه کړي. ۵۴ حتی که چېرې هغه په دغو طریقو ازاد نه شي، د بېرته ورکولو په راتلونکي کال باید هغه او د هغه اولادونه ازاد شي. ۵۵ دا ځکه چې اسراییلیان زما غلامان دي چې ما د مصر څخه راوویستل. زه د هغوی څښتن خدای یم.»