0:00 / 0:00

د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

پينځويشتم باب

اوؤم کال

۱ بيا مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې موسىٰ ته وفرمائيل او حُکم يې ورکړو چې، ۲ ”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ يې تاسو له درکوى، د مالِک خُدائ د درناوى دپاره په هر اوؤم کال تاسو هغه زمکه مۀ کَرئ. ۳ شپږ کاله به تاسو خپل پټى وکَرئ، په باغونو کښې به د انګورو څانګې قينچى کړئ او فصلونه به راغونډ کړئ. ۴ خو په اوؤم کال دې زمکه شاړه پاتې شى. دا به مالِک خُدائ ته وقف شوے کال وى. خپل پټى مۀ کَرئ او په خپلو باغونو کښې د انګورو څانګې مۀ قينچى کوئ. ۵ هغه فصل مۀ رېبئ چې د کَرلو نه بغېر په خپله راشين کيږى او د خپلو باغونو نه هغه انګور مۀ راټولوئ چې څانګې يې قينچى شوى نۀ وى، دا هغه کال دے چې زمکه به په کښې پوره آرام کوى. ۶ کۀ په هغه کال کښې زمکه کَرلے شوې هم نۀ وى، خو د هغې نه به ستاسو دپاره، ستاسو نوکرانو، مزدورانو او د مسافرو دپاره چې ستاسو سره اوسيږى، خوراک مِلاو شى، ۷ داسې ستاسو څاروو دپاره او ستاسو په پټو کښې د ځنګلى ځناورو دپاره هم. زمکه چې هر څۀ راشنۀ کړى نو هغه خوړلے شى.

د واپس ورکولو کال

۸ اووۀ ځلې اووۀ کالونه وشمېرئ چې يو کم پنځوس کاله جوړيږى. ۹ نو د اوومې مياشتې په لسمه ورځ يعنې د کفارې په ورځ به په ټول مُلک کښې بيګل وغږولے شى. ۱۰ نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ او د مُلک ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاويږى او هر څوک چې د غلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپل خاندان ته واپس شى. ۱۱ تاسو به خپل پټى نۀ کَرئ نۀ به هغه فصل رېبئ چې په خپله راشين شوے وى او نۀ به په باغونو کښې هغه انګور راټولوئ چې څانګې يې پرې کړے شوې نۀ وى. ۱۲ هغه ټول کال به ستاسو دپاره مقدس وى، تاسو به صِرف هغه څۀ خورئ چې پټو په خپله راشنۀ کړى وى. ۱۳ په دې کال هغه هر څۀ چې خرڅ شوى وى نو هغه به واپس خپل اصلى مالِک ته مِلاو شى. ۱۴ کله چې تاسو په خپل وطندار ورور باندې زمکه خرڅوئ يا يې ترې نه اخلئ، نو يو بل له دوکه مۀ ورکوئ. ۱۵ قيمت به يې د کالونو د شمېر په مطابق مقررولے شى چې په هغه زمکه کښې د واپس ورکولو کال نه مخکښې څومره فصل کيږى. ۱۶ کۀ چرې پاتې شوى کالونه ډېر وى، نو قيمت به يې اوچت وى، خو کۀ صِرف يو څو کالونه پاتې وى، نو قيمت به يې کم وى، ځکه چې څۀ هم خرڅيږى نو هغه د فصلونو د هغه شمېر په مطابق به وى چې په هغه زمکه کښې پېدا کيږى. ۱۷ خپل اِسرائيليان مۀ دوکه کوئ، خو د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک نه يرېږئ. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.

د اوؤم کال دپاره د خُدائ پاک د خوراک بندوبست کول

۱۸ د مالِک خُدائ ټول قانون او حُکمونه منئ، نو تاسو به هغه مُلک کښې په امن سره اوسېږئ. ۱۹ هغه زمکه به فصلونه پېدا کوى او د خوراک هغه هر څۀ به درته ملاويږى چې تاسو يې غواړئ او په امن کښې به ژوند تېروئ. ۲۰ خو کېدے شى چې ستاسو نه يو کس تپوس وکړى چې پټى ونۀ کَرلے شى او فصلونه راغونډ نۀ شى نو په اوؤم کال به څۀ خورو. ۲۱ مالِک خُدائ به په شپږم کال هغه زمکې له برکت ورکړى نو هغه زمکه به د دوه کالونو دپاره ښۀ ډېر خوراک پېدا کړى. ۲۲ کله چې تاسو په اتم کال خپل پټى کَرئ، نو چې په شپږم کال تاسو څۀ رېبلى وى هغه به تر اوسه پورې خورئ او په نهم کال به هم تاسو هغه څۀ خورئ کوم چې تاسو په اتم کال کَرئ او رېبئ.

د جائيداد واپس ورکول

۲۳ تاسو خپله زمکه د همېشه دپاره مۀ خرڅوئ، ځکه چې زمکه ستاسو نۀ ده، د خُدائ پاک ده او تاسو د مسافرو په شان يئ چا ته چې دا اجازت وى چې صِرف ګټه ترې نه واخلى. ۲۴ کله چې زمکه خرڅيږى، نو د دې د اصلى مالِک د واپس اخستلو حق به خامخا منلے شى. ۲۵ کۀ يو اِسرائيلے غريب شى او زمکې خرڅولو ته مجبور شى، نو د هغۀ د ټولو نه نزدې خپلوان به زمکه واپس اخلى. ۲۶ کۀ د چا خپلوان نۀ وى چې دا واپس واخلى نو کېدے شى وروستو مالدار شى او ډېرې پېسې ولرى چې دا واپس واخلى. ۲۷ نو په داسې حال کښې به خامخا هغه سړى له قيمت ورکوى چا چې اخستې وى، دا قيمت به د واپس ورکولو کال پورې د پاتې کالونو دپاره وى، تر هغې پورې چې هغۀ ته خپله زمکه واپس شى. ۲۸ خو کۀ د هغۀ سره ډېرې پېسې نۀ وى چې زمکه واپس واخلى نو دا به د واپس اخستلو نه وروستو کال پورې د هغه سړى په قبضه کښې وى. په هغه کال دې دا خپل اصلى مالِک ته واپس شى. ۲۹ کۀ څوک په يو دېوال لرونکى ښار کښې کور خرڅ کړى، نو هغه د دې د خرڅېدو د تاريخ نه واخله په هغه وړومبى ټول کال د واپس اخستلو حق لرى. ۳۰ خو کۀ هغه يې په يو کال کښې واپس وانۀ خلى نو د واپس اخستلو حق د هغۀ د لاس نه لاړ شى او هغه کور به د اخستونکى او د هغۀ د اولاد د همېشه دپاره وى، دا به د واپس اخستلو په کال نۀ واپس کيږى. ۳۱ خو چې کوم کورونه په بې‌دېواله کلو کښې دى نو په هغوئ به د پټو په شان کار کيږى، د دې اصلى مالِک دا حق لرى چې دا واپس واخلى او دا به د واپس اخستلو په کال کښې واپس شى. ۳۲ خو، ليويان هر وخت دا حق لرى چې په ښارونو کښې خپل هغه جائيداد واپس واخلى چې هغوئ ته حواله شوے وى. ۳۳ کۀ چرې يو ليوے په ښارونو کښې يو کور خرڅ کړى او واپس وانۀ خستلے شى، نو د واپس کولو په کال کښې به دا خامخا واپس شى، ځکه چې د ليويانو په خپلو ښارونو کښې چې کوم کورونه دى دا د اِسرائيلو په مينځ کښې د هغوئ ذاتى جائيداد دے. ۳۴ خو د ليويانو د ښارونو نه ګېرچاپېره مېدان به هيڅکله نۀ خرڅيږى، دا د همېشه دپاره د هغوئ دے.

غريبانانو خلقو له قرض ورکول

۳۵ کۀ ستاسو سره يو نزدې اوسېدونکے بنى اِسرائيلے دومره غريب شى چې خپل ځان نۀ شى ساتلے، نو تاسو خامخا د هغۀ مدد کوئ لکه څنګه چې تاسو د پردى مُلک کس سره مدد کوئ، نو چې هغه ستاسو سره نزدې پاتې شى. ۳۶ د هغوئ نه هيڅ سود مۀ اخلئ، د خُدائ پاک نه يرېږئ او خپل اِسرائيلے هم هغه شان ځان سره نزدې اوسېدو ته پرېږدئ. ۳۷ تاسو چې کومې پېسې هغوئ له قرض ورکړئ نو د هغې سود ترې نه مۀ اخلئ او چې کوم خوراک ورباندې خرڅ کړئ د هغې ګټه ترې نه مۀ اخلئ. ۳۸ دا د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک حُکم دے، چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ چې د کنعان زمکه تاسو له درکړى چې د ستاسو خُدائ پاک وى.

د نوکرانو آزادول

۳۹ کۀ ستاسو سره يو نزدې اوسېدونکے اِسرائيلے دومره غريب شى چې هغه خپل ځان په تاسو باندې د يو غلام په توګه خرڅ کړى، نو د هغۀ نه به د يو غلام کار نۀ اخلئ. ۴۰ هغه به ستاسو سره د يو مزدور په شان وى او د واپس ورکولو تر کال پورې به ستاسو خِدمت کوى. ۴۱ په هغه وخت به هغه او د هغۀ بچى ستاسو نه لاړ شى او خپل خاندان او د خپل پلار نيکۀ جائيداد ته به راستُون شى. ۴۲ اِسرائيليان د مالِک خُدائ غلامان دى او هغوئ يې د مِصر مُلک نه راوويستل، هغوئ دې د نوکرانو په توګه نۀ خرڅيږى. ۴۳ د هغوئ سره ظلم مۀ کوئ خو د خُدائ پاک نه يرېږئ. ۴۴ کۀ تاسو ته د نوکرانو ضرورت وى، نو د خواوشا قومونو نه غلامان اخستلے شئ. ۴۵ تاسو د هغه مسافرو اولاد هم اخستلے شئ کوم چې ستاسو سره اوسيږى. کوم چې ستاسو په مُلک کښې پېدا شوى وى نو هغه به ستاسو ميراث شى، ۴۶ او هغوئ خپلو بچو ته د ميراث په توګه پرېښودلے شئ، ترڅو چې هغوئ ژوندى وى نو ستاسو د بچو خِدمت به کوى. خو چې تاسو د خپل وطندار ورور سره ظلم ونۀ کړئ. ۴۷ فرض کړئ يو مسافر چې ستاسو سره اوسيږى او هغه مالدار شى، خو کۀ ستاسو خپل وطندار ورور غريب شى او خپل ځان په هغه مسافر يا د هغۀ د قبيلې په يو کس باندې خرڅ کړى. ۴۸ د هغۀ د خرڅېدو نه پس، هغه بيا هم دا حق لرى چې واپس واخستلے شى. د هغۀ يو ورور ۴۹ يا د هغۀ ترۀ، د ترۀ زوئ يا د هغۀ بل يو نزدې خپلوان هغه واپس اخستلے شى. يا کۀ هغه په خپله مالداره شى، نو هغه خپله آزادى په خپله اخستلے شى. ۵۰ چا چې هغه اخستے وى د هغۀ سره به خامخا مشوره کوى او هغوئ به د خرڅېدو د وخت نه واخله د واپس اخستلو نه وروستو کال پورې کالونه وشمېرى او چې کومې پېسې يو مزدور ته ورکولے کيږى د هغې په بنياد به د هغۀ د خلاصېدو قيمت مقرر شى. ۵۱‏-۵۲ د پاتې شوو کالونو د شمېر په مطابق به هغه خامخا د خرڅېدو د قيمت يوه حِصه ورکوى، ۵۳ لکه چې هغه د کال په بنياد باندې مزدور کړے شوے وو. د هغۀ مالِک به د هغۀ سره ظلم نۀ کوى. ۵۴ کۀ هغه په داسې څۀ طريقه آزاد نۀ کړے شى، نو هغه او د هغۀ بچى به د واپس ورکولو د کال نه پس په بل کال خامخا آزاد کړے شى. ۵۵ يو اِسرائيلے به همېشه دپاره غلام نۀ وى، ځکه اِسرائيليان د مالِک خُدائ غلامان دى. هغۀ هغوئ د مِصر مُلک نه راوويستل، هغه مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک دے.“