د لاویانو کتاب

نهم فصل

کاهنان خپل خدمت پیل کوي

۱ د کاهنانو د ټاکنې د مراسمو څخه وروسته موسی په اتمه ورځ هارون او د هغه زامن او د اسراییلو مشران راوغوښتل. ۲ هغه هارون ته وویل: «یو خوسی او یو پسه چې کوم عیب په کې نه وي، واخله او څښتن ته یې وړاندې کړه. خوسی د ګناه د نذرانې دپاره دی او پسه د سوځېدونکې نذرانې دپاره دی. ۳ بیا د اسراییلو خلکو ته ووایه: یو سېرلی د ګناه د نذرانې دپاره واخلئ. یو خوسی چې یو کلن وي او یو وری چې یو کلن وي او هېڅ عیب په کې نه وي، د سوځېدونکې نذرانې دپاره واخلئ ۴ او یو غویی او یو پسه د سلامتۍ د نذرانې دپاره. هغوی دې دا د څښتن په حضور کې د غلې دانې د نذرانې سره چې تېل ورسره ګډ وي، قرباني کړي. هغوی باید دا کار وکړي، ځکه چې څښتن به نن هغوی ته ورښکاره شي.»

۵ نو هغوی ټول شیان د موسی د حکم سره سم د سپېڅلې خېمې مخې ته راوړل او ټول قوم د څښتن د عبادت دپاره هلته راټول شو. ۶ موسی وویل: «څښتن تاسو ته حکم کړی دی چې دا کار وکړئ، ترڅو د هغه جلال تاسو ته ښکاره شي.» ۷ بیا موسی هارون ته وویل: «د قربانۍ ځای ته لاړ شه او لکه څنګه چې څښتن حکم کړی دی لومړی د خپل ځان او بیا د قوم د ګناهونو د کفارې د ادا کولو په خاطر د ګناه نذرانه او سوځېدونکې نذرانه وړاندې کړه.»

۸ نو هارون د قربانۍ ځای ته لاړ او د ځان دپاره یې د ګناه د نذرانې په توګه خوسی حلال کړ. ۹ د هغه زامنو هغه ته وینه راوړله او هغه خپله ګوته په وینه کې غوټه کړه او د هغې څخه یې لږه د قربانۍ د ځای په ښکرونو باندې وسولوله. پاتې وینه یې د قربانۍ د ځای په بېخ کې توی کړه. ۱۰ لکه څنګه چې څښتن موسی ته حکم کړی ؤ، هغه د قربانۍ په ځای باندې د ګناه د نذرانې څخه وازګه، پښتورګي او د اینې ډېره ښه برخه وسوځوله. ۱۱ خو غوښه او پوستکی یې د کمپ څخه دباندې وسوځول.

۱۲ هارون هغه حیوان حلال کړ چې د هغه د خپلې سوځېدونکې نذرانې دپاره ؤ. هغه ته خپلو زامنو وینه راوړله او هغه دا وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندله. ۱۳ هغوی هارون ته سر او د حیوان نورې ټوټې ورکړې او هغه یې د قربانۍ په ځای باندې وسوځول. ۱۴ هغه د نس دنننۍ برخې او شاتنۍ پښې ووینځلې او د قربانۍ په ځای باندې یې د سوځېدونکې نذرانې دپاسه وسوځولې.

۱۵ بیا هارون هغه نذرانه راوړله چې د قوم دپاره وه. ده هغه سېرلی چې د قوم د ګناه دپاره ؤ، حلال کړ او هغه یې د ګناه د نذرانې دپاره وړاندې کړ، لکه څنګه چې هغه د خپلې ګناه دپاره وړاندې کړی ؤ. ۱۶ همدارنګه هغه سوځېدونکې نذرانه راوړله او هغه یې د اصولو له مخې وړاندې کړه. ۱۷ بیا یې د غلې دانې نذرانه وړاندې کړه، د هغې څخه یې یو موټی واخیست او هغه یې د قربانۍ په ځای باندې برسېره په هغې سوځېدونکې نذرانې چې هر سهار تیاریږي، وسوځاوه. ۱۸ هارون غویی او پسه د قوم دپاره د سلامتۍ د نذرانې په توګه حلال کړل. د هغه زامنو هغه ته وینه راوړله او هغه دا وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندله. ۱۹ هغوی د غویي او د پسه وازګینې برخې، لم، د وازګې پرده، پښتورګي او د اینې ډېره ښه برخه واخیستل ۲۰ او هغه یې د حیواناتو په سینو باندې کېښودل او بیا هارون وازګه د قربانۍ په ځای باندې وسوځوله. ۲۱ څنګه چې موسی امر کړی ؤ، هارون د هغو حیواناتو سینې او شاتنۍ ښي پښې څښتن ته پورته ونیولې، ترڅو دا وښایي چې هغه څښتن ته وقف شوي دي.

۲۲ کله چې هارون د قربانیو مراسم سرته ورسول، نو خپل لاسونه یې د قوم خواته پورته ونیول او برکت یې ورته ورکړ او د قربانۍ د ځای څخه راښکته شو. ۲۳ موسی او هارون سپېڅلې خېمې ته ورننوتل. کله چې هغوی راووتل، قوم ته یې برکت ورکړ او د څښتن جلال ټول قوم ته ښکاره شو. ۲۴ د څښتن د حضور څخه اور نازل شو او سوځېدونکې نذرانه او وازګینې برخې یې د قربانۍ په ځای باندې وسوځولې. کله چې ټول قوم دا ولیدل، نو د خوشحالۍ چیغې یې ووهلې او په سجده شول.