Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «هارون او د هغه زامن راوله. د هغوی د کاهنتوب کالي، د مسح کولو تېل، د ګناه د نذرانې دپاره خوسی، دوه پسونه او هغه ټوکرۍ چې فطیره ډوډۍ په کې ده، ټول راوړه. ۳ بیا ټول قوم د سپېڅلې خېمې د دروازې خولې ته راټول کړه.»
۴ موسی د څښتن حکم په ځای کړ او کله چې قوم راټول شو، ۵ نو هغه ورته وویل: «اوس چې زه کوم کار کوم هغه د څښتن حکم دی.»
۶ بیا موسی هارون او د هغه زامن راوستل او غسل یې ورته ورکړ. ۷ هغه هارون ته کمیس او چپنه واغوستله، د هغه په ملا باندې یې یوه پټۍ وتړله او سپېڅلی پېشبند یې ورباندې واچاوه او هغه یې په هغه ښه اوبدل شوي کمربند باندې وتاړه چې د هغه د ملا څخه تاو شوی ؤ. ۸ د هغه په سینه باندې یې سینه پوښ وتاړه او په هغه کې یې اوریم او تمیم کېښودل. ۹ لکه څنګه چې څښتن موسی ته امر کړی ؤ، هغه هارون ته لونګۍ ور په سر کړه او د هغې په مخه کې یې د سرو زرو ګل یعنې د وقف کولو پاکه نښه کېښودله.
۱۰ بیا موسی د مسح کولو تېل واخیستل او هغه یې په خېمه او ټولو شیانو باندې چې په هغې کې وو، وشیندل او په دې ډول یې هغه ټول څښتن ته وقف کړل. ۱۱ هغه لږ تېل واخیستل او اووه ځلې یې د قربانۍ په ځای باندې وشیندل او د قربانۍ ځای یې د لوښو او تشت سره چې پایه یې درلودله، مسح کړه چې څښتن ته یې وقف کړي. ۱۲ همدارنګه هغه د مسح کولو لږ تېل د هارون په سر باندې توی کړل او هغه یې د کاهنۍ د دندې دپاره وقف کړ. ۱۳ بیا لکه څنګه چې څښتن موسی ته امر کړی ؤ، هغه د هارون زامن مخکې راوستل او هغوی ته یې کمیسونه واغوستل، په ملاګانو باندې یې ورته پټۍ ګانې وتړلې او خولۍ ګانې یې ورته په سر کړې.
۱۴ بیا موسی د ګناه د نذرانې دپاره خوسی راوست او هارون او د هغه زامنو د هغه په سر باندې خپل لاسونه کېښودل. ۱۵ موسی خوسی حلال کړ او لږه وینه یې راواخیستله او هغه یې په خپله ګوته باندې د قربانۍ د ځای په ټولو ښکرونو باندې وسولوله، د دې دپاره چې د قربانۍ ځای سپېڅلی شي. بیا هغه پاتې وینه د قربانۍ د ځای په بېخ کې تویه کړه. په دې ډول د قربانۍ ځای سپېڅلی شو او هغه د ګناه په خاطر د قربانۍ د نذرانې دپاره یو مناسب ځای شو. ۱۶ همدارنګه موسی ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وه، د اینې ډېره ښه برخه او پښتورګي چې وازګه ورباندې پرته وي، واخیستل او ټول یې د قربانۍ په ځای باندې وسوځول. ۱۷ څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ هغه پاتې خوسی د پوستکي، غوښې او خوشایو سره واخیست او هغه یې د کمپ څخه دباندې وسوځاوه.
۱۸ بیا موسی د سوځېدونکې نذرانې دپاره پسه راوست او هارون او د هغه زامنو د پسه په سر باندې خپل لاسونه کېښودل. ۱۹ موسی پسه حلال کړ او وینه یې د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندله. ۲۰ هغه پسه ټوټې ټوټې کړ او هغه یې د سر او پاتې ټوټو او وازګې سره وسوځول. ۲۱ څنګه چې څښتن موسی ته امر کړی ؤ، هغه د نس دنننۍ برخې او پښې ووینځلې او ټول پسه یې د قربانۍ په ځای باندې وسوځاوه. دا یوه سوځېدونکې نذرانه وه چې بوی یې په څښتن باندې ښه ولګېده.
۲۲ بیا موسی بل پسه راوست. دا پسه د کاهنانو د ټاکنې دپاره ؤ. هارون او د هغه زامنو خپل لاسونه د هغه په سر باندې کېښودل. ۲۳ موسی پسه حلال کړ او د هغه لږه وینه یې واخیستله او د هارون د ښي غوږ په نرمۍ، د ښي لاس په غټې ګوتې او د ښي پښې په غټه ګوته یې وسولوله. ۲۴ بیا یې د هارون زامن مخکې راوستل او د هغوی د ښي غوږونو په نرمیو، د ښي لاسونو په غټو ګوتو او د ښي پښو په غټو ګوتو یې لږه وینه وسولوله او پاتې وینه یې د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندله. ۲۵ هغه وازګه، لم، هغه ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، د اینې ډېره ښه برخه، پښتورګي د وازګې سره چې ورباندې پرته وي او ښي ورون واخیستل. ۲۶ بیا هغه د فطیرې ډوډۍ د ټوکرۍ څخه چې څښتن ته وقف شوې وه یوه ساده ډوډۍ، یوه غوړه ډوډۍ او یوه نرۍ ډوډۍ راواخیستله او د وازګې او ښي ورون دپاسه یې کېښودله. ۲۷ موسی هغه ټول د هارون او د هغه د زامنو په لاسونو کې کېښودل او دوی هغه پورته ونیول، ترڅو دا وښایي چې هغه څښتن ته وقف شوي دي. ۲۸ بیا موسی دا شیان د هغوی څخه بېرته واخیستل او هغه یې د ټاکنې د نذرانې په توګه د سوځېدونکې نذرانې سره د قربانۍ په ځای باندې وسوځول. د داسې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګېده. ۲۹ بیا موسی د پسه سینه راواخیستله او د څښتن په حضور کې یې پورته ونیوله، ترڅو دا وښایي چې هغه څښتن ته وقف شوې ده. دا د ټاکنې په پسه کې د موسی برخه وه. موسی دا ټول کارونه د څښتن د حکم سره سم سرته ورسول.
۳۰ موسی لږ د مسح کولو تېل او لږه وینه چې د قربانۍ په ځای باندې پرته وه واخیستل او په هارون، د هغه په زامنو او د هغو په کالیو باندې یې وشیندل. په دې ډول یې هغوی او د هغوی کالي څښتن ته وقف کړل.
۳۱ موسی هارون او د هغه زامنو ته وویل: «لکه څنګه چې څښتن حکم کړی دی دا غوښه د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې پخه کړئ او هلته یې د هغې ډوډۍ سره چې د ټاکنې د نذرانې په ټوکرۍ کې ده، وخورئ. ۳۲ کومه غوښه یا ډوډۍ چې پاتې شي، نو هغه وسوځوئ. ۳۳ تاسو به اووه ورځې د خېمې د دروازې د خولې څخه نه ځئ، ترڅو پورې چې ستاسو د ټاکنې مراسم پوره شوي نه وي. ۳۴ مونږ چې نن کوم کار وکړ، څښتن د هغه د کولو حکم مونږ ته کړی ؤ، د دې په خاطر چې ستاسو د ګناه دپاره کفاره ادا کړو. ۳۵ تاسو باید د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې اووه شپې او اووه ورځې پاتې شئ او هغه کار به کوئ چې څښتن یې امر کړی دی. که چېرې داسې ونه کړئ نو مړه به شئ، ځکه چې څښتن په ما باندې داسې امر کړی دی.» ۳۶ نو هارون او د هغه زامنو ټول کارونه د څښتن د هغه حکم له مخې وکړل چې د موسی په وسیله یې کړی ؤ.