د لاویانو کتاب

اووم فصل

د تاوان نذرانه

۱ د تاوان د نذرانې دپاره چې ډېره سپېڅلې ده، دغه اصول دي: ۲ د تاوان د نذرانې دپاره دې حیوان په هغه ځای کې حلال شي چې د سوځېدونکې نذرانې دپاره حیوانات حلالیږي او د هغه وینه دې د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندل شي. ۳ د هغه ټوله وازګه دې وړاندې شي، لکه لم او هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته ده، ۴ پښتورګي د هغې وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه. ۵ کاهن به هغه ټول د قربانۍ په ځای باندې د داسې نذرانې په توګه وسوځوي چې څښتن ته تیاریږي. دا د تاوان نذرانه ده. ۶ د کاهن د کورنۍ هر نارینه کولای شي چې هغه وخوري، خو هغه باید په یو سپېڅلي ځای کې وخوړل شي، ځکه چې ډېره سپېڅلې ده.

۷ د ګناه د نذرانې او د تاوان د نذرانې دواړو دپاره یوشان قانون عملي کیږي: غوښه د کاهن ده یعنې د هغه چا دپاره ده چې د دې نذرانو په وسیله کفاره ادا کوي. ۸ د سوځېدونکې نذرانې د حیوان پوستکی د هغه کاهن دی چې قرباني وړاندې کوي. ۹ د غلې دانې هره نذرانه چې په تنور کې یا په ارکاره یا په تبۍ باندې پخیږي، هغه د کاهن یعنې د هغه چا ده چې هغه نذرانه خدای ته وړاندې کوي. ۱۰ خو د خامې غلې دانې ټولې نذرانې که د تېلو سره ګډې وي یا وچې وي، هغه د هارون د زامنو یعنې د ټولو کاهنانو دي او باید د هغوی ترمنځ په مساوي ډول ووېشل شي.

د سلامتۍ نذرانه

۱۱ د سلامتۍ د هغو نذرانو دپاره چې یو کس یې څښتن ته وړاندې کوي، دغه اصول دي: ۱۲ که چېرې هغه کس دا نذرانه خدای ته د شکرانې د نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه به د هغه حیوان سره چې قرباني کیږي، د یوې فطیرې ډوډۍ نذرانه وړاندې کوي: هغه دې د ښو اوړو څخه درې ډوله ډوډۍ پخې کړي چې دوه یې د زیتونو په تېلو کې پخې شوې وي او یوه دې نرۍ ډوډۍ وي چې تېل ورباندې موښل شوي وي. ۱۳ هغه کس دې څو خمیره ډوډۍ هم وړاندې کړي. ۱۴ د هر ډول ډوډۍ څخه دې یوه یوه ډوډۍ د یوې ځانګړې اعانې په توګه څښتن ته وړاندې کړي. دا د هغه کاهن دپاره دي چې د حیوان وینه اخلي او د قربانۍ په ځای باندې یې شیندي. ۱۵ د دغې سلامتۍ نذرانې د حیوان غوښه باید په هماغه ورځ چې هغه قرباني کیږي، وخوړل شي. د هغې څخه دې تر بل سهاره پورې هېڅ شی پاتې نه شي.

۱۶ که چېرې یو کس د خپلې خوښې نذرانه یا د نذر ورکولو په توګه د سلامتۍ نذرانه راوړي، نو د قربانۍ غوښه دې په هماغه ورځ چې وړاندې کیږي، وخوړل شي. خو څه چې پاتې شي، هغه دې په راتلونکې ورځ وخوړل شي. ۱۷ کومه غوښه چې د قربانۍ څخه تر درېمې ورځې پورې پاتې کیږي، باید وسوځول شي. ۱۸ که چېرې د سلامتۍ د نذرانې کومه غوښه په درېمه ورځ وخوړل شي، خدای به د هغه کس نذرانه قبوله نه کړي. دا به د هغه په نذرانه کې حساب نه شي، بلکې هغه به ناپاکه وګڼل شي. که څوک د هغې څخه لږه وخوري، نو د خپلو بدو سزا به وویني. ۱۹ که چېرې دا غوښه په یو ناپاکه شي باندې ولګیږي هغه باید ونه خوړل شي، بلکې باید وسوځول شي.

که څوک پاک وي، هغه کولای شي چې دا غوښه وخوري ۲۰ خو که چېرې څوک ناپاک وي او د سلامتۍ د نذرانې هغه غوښه چې څښتن ته وړاندې کیږي وخوري، نو هغه کس باید د خدای د قوم څخه وشړل شي. ۲۱ که چېرې یو کس یو ناپاکه شي ته لاس وروړي، که هغه انساني ناپاکي وي یا په مذهبي توګه یو ناپاکه حیوان وي او بیا د سلامتۍ د نذرانې هغه غوښه وخوري، نو هغه کس باید د خدای د قوم څخه وشړل شي.»

د وازګې او وینې خوړل حرام دي

۲۲ څښتن موسی ته وویل: ۲۳ «د اسراییلو قوم ته ووایه چې د غویانو، وریو او وزو وازګه مه خورئ. ۲۴ د یو حیوان وازګه چې په خپل مرګ مړ شوی وي یا یو وحشي حیوان وژلی وي، باید په هېڅ ونه خوړل شي، خو د هغه څخه د کوم بل مقصد دپاره کار اخیستلی شي. ۲۵ هرڅوک چې د یو داسې حیوان وازګه وخوري چې کېدای شي د یوې نذرانې په توګه څښتن ته په اور باندې تیاره شي، هغه باید د خدای د قوم څخه وشړل شي. ۲۶ هر چېرته چې اوسېږئ، باید د مرغۍ یا د حیوان وینه ونه خورئ. ۲۷ هرڅوک چې دا قانون مات کړي باید د خدای د قوم څخه وشړل شي.»

د کاهنانو برخه

۲۸ څښتن موسی ته وویل: ۲۹ «اسراییلیانو ته ووایه چې هرڅوک چې د سلامتۍ نذرانه وړاندې کوي، هغه دې څښتن ته د هغې یوه برخه د ځانګړي سوغات په توګه راوړي. ۳۰ هغه دې په خپل لاس هغه نذرانه راوړي چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي. هغه دې د حیوان سینه د وازګې سره پورته ونیسي، ترڅو دا وښایي چې هغه ماته وقف شوي دي. ۳۱ کاهن به وازګه د قربانۍ په ځای باندې وسوځوي، خو سینه به د کاهنانو شي. ۳۲ همدارنګه تاسو باید د خپلې سلامتۍ د نذرانې د حیوان شاتنۍ ښي پښه کاهن ته د ځانګړې اعانې په توګه ورکړئ. ۳۳ کاهن چې د سلامتۍ د نذرانې وینه او وازګه وړاندې کوي، هغه به شاتنۍ ښي پښه د خپلې برخې په توګه واخلي. ۳۴ د حیوان سینه یو ځانګړی سوغات دی او شاتنۍ ښي پښه یوه ځانګړې اعانه ده چې څښتن د اسراییلو د خلکو څخه اخیستې او کاهنانو ته یې ورکړې ده. په دې خاطر د اسراییلو خلک باید هغه د تل دپاره کاهنانو ته ورکړي.»

۳۵ دا د هغې نذرانې برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي چې هارون او د هغه زامنو ته په هغه ورځ ورکړل شوه چې هغوی د کاهنانو په توګه د څښتن د خدمت دپاره وټاکل شول. ۳۶ په هغه ورځ څښتن د اسراییلو قوم ته امر وکړ چې هغوی ته د نذرانې دا برخه ورکړي. دا یو داسې قانون دی چې د اسراییلو قوم باید د تل دپاره ورته غاړه کېږدي.

۳۷ دا اصول د دغو نذرانو دپاره دي لکه سوځېدونکې نذرانې، د غلې دانې نذرانې، د ګناه نذرانې، د تاوان نذرانې، د ټاکنې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې. ۳۸ په دښته کې د سینا په غره باندې څښتن موسی ته دا حکمونه ورکړل او په هماغه ورځ موسی د اسراییلو قوم ته وویل چې خپلې نذرانې راوړي.