د عیسی مسیح په هکله د لوقا انجیل

دوهم فصل

د عیسی زېږېدنه

(متي ۱:‌۱۸‌-‌۲۵)

۱په هغه وخت کې امپراتور اګوستوس د روم په ټوله امپراتورۍ کې د سرشمېرنې په خاطر یو فرمان جاري کړ. ۲دا لومړنۍ سرشمېرنه وه چې د سوریې د والي کرینوس په وخت کې وشوه. ۳هرڅوک خپل ښار ته لاړ چې خپل نوم ولیکي. ۴نو یوسف هم د جلیل د ناصرې د ښار څخه د یهودیې د ولایت د بیت‌لحم ښار ته چې د داود پاچا د زېږېدنې ځای ؤ لاړ، ځکه چې هغه د داود د کورنۍ څخه ؤ. ۵یوسف د مریم سره چې کوژدنه یې وه او امیدواره وه، د نوم لیکنې دپاره هلته لاړ. ۶او کله چې هغوی په بیت‌لحم کې وو د هغې د ماشوم د زېږېدلو وخت راورسېد. ۷هغې خپل لومړنی اولاد چې هلک ؤ، وزېږاوه. هغه یې په اورني کې تاو کړ او په آخور کې یې کېښود، ځکه چې په مسافرخانه کې د هغوی دپاره ځای نه ؤ.

شپنو ته د فرښتو زېری

۸په هغې سیمه کې څو شپانه وو چې په شاوخوا ځمکو کې اوسېدل او د شپې به یې په خپلو رمو باندې پام کاوه. ۹د څښتن فرښته هغوی ته ښکاره شوه او د څښتن د جلال رڼا په هغوی باندې وځلېدله. هغوی سخت ووېرېدل. ۱۰خو فرښتې هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ، ما تاسو ته یو زېری راوړی چې د ټولو خلکو دپاره به یوه لویه خوشحالي وي. ۱۱همدا نن د داود په ښار کې ستاسو دپاره یو خلاصوونکی زېږېدلی دی چې هغه مسیح او څښتن دی. ۱۲او ستاسو دپاره به دا نښه وي چې یو ماشوم به پیدا کړئ چې په اورني کې به تاو شوی وي او په آخور کې به پروت وي.» ۱۳ناڅاپه د هغې فرښتې سره یو لوی اسماني لښکر راښکاره شو چې د خدای دا ثنا یې ویله:

۱۴«خدای ته دې وي جلال په لوړو اسمانونو کې

او سوله او سلامتي دې وي په ځمکه باندې

په هغو خلکو باندې چې ترې راضي دی هغه»

۱۵کله چې فرښتې هغوی پرېښودل او بېرته اسمان ته لاړې، نو شپنو یو بل ته سره وویل: «راځئ چې بیت‌لحم ته لاړ شو او هغه څه چې پېښ شوي دي او څښتن مونږ د هغې څخه خبر کړي یو، ووینو.» ۱۶نو هغوی په منډه لاړل، مریم او یوسف یې پیدا کړل او ویې لیدل چې ماشوم په آخور کې پروت دی. ۱۷کله چې شپنو هغه ماشوم ولیده، نو څه چې یې د هغه په هکله اورېدلي وو، ټول یې خبر کړل. ۱۸هرچا چې د شپنو خبرې اورېدلې، نو حیران پاتې کېدل. ۱۹خو مریم دا ټول شیان په خپل زړه کې ساتل او د هغو په هکله یې ډېر فکر کاوه. ۲۰شپانه بېرته لاړل او څه چې یې اورېدلي او لیدلي وو د هغې دپاره یې د خدای لویي بیانوله او ثنا یې ویله، ځکه دا هغه څه وو چې فرښتې هغوی ته ویلي وو.

په عیسی باندې نوم ایښودل

۲۱په اتمه ورځ کله چې د ماشوم د سنتولو وخت راورسېد، نو په هغه یې عیسی نوم کېښود. دا هغه نوم ؤ چې مخکې له دې چې مریم امیدواره شي فرښتې ورباندې ایښی ؤ.

خدای ته د عیسی وقف کېدل

۲۲کله چې د موسی د شریعت له مخې د یوسف او مریم د پاکوالي د مراسمو وخت راورسېد، نو هغوی هغه ماشوم اورشلیم ته بوته چې څښتن ته یې وړاندې کړي. ۲۳لکه څنګه چې په شریعت کې لیکل شوي دي: «هر لومړنی نر ماشوم چې پیدا شي باید څښتن ته وقف شي.» ۲۴نو هغوی د شریعت له مخې قرباني وکړه یعنې یوه جوړه کوترې یا دوه ځوانې قمري‌ګانې.

۲۵په هغه وخت کې په اورشلیم کې د شمعون په نوم یو سړی اوسېده. هغه یو عادل او پرهېزګاره سړی ؤ او د اسراییلو د ژغورنې انتظار یې کاوه او روح القدس ورسره ؤ. ۲۶روح القدس شمعون ته دا په ښکاره ویلي وو چې ترڅو پورې د څښتن له خوا وعده شوی مسیح ونه وینې، ته به نه مړ کیږې. ۲۷شمعون د روح القدس په لارښوونه دننه د خدای کور ته راغی. کله چې د عیسی مور او پلار ماشوم هلته راوست ترڅو د هغه دپاره هغه څه وکړي چې د موسی شریعت یې غوښتنه کوله، ۲۸نو شمعون هغه ماشوم په غېږ کې واخیست او د خدای ثنا یې وویله:

۲۹«ای څښتن تعالی، اوس دې رخصت کړه

خپل خادم د دې نړۍ نه په سلامتۍ سره

لکه چې څنګه تا وعده کړې وه

۳۰ځکه چې ما ستا خلاصون ولیده په خپلو سترګو

۳۱هغه خلاصون چې تیار کړی دی تا

د ټولو خلکو په حضور کې

۳۲یوه رڼا چې به ښکاره کړي اراده ستا

غیریهودو ته

او ستا قوم اسراییل به کړي سرلوړی»

۳۳د ماشوم مور او پلار په هغو خبرو چې شمعون د هغه په هکله وکړې، حیران شول. ۳۴شمعون د هغوی دپاره د خیر دعا وکړه او د عیسی مور مریم ته یې وویل: «دا ماشوم په اسراییلو کې د ډېرو د بربادۍ او یا سرلوړۍ دپاره د خدای له خوا غوره شوی دی. هغه د خدای له خوا یوه نښه ده چې ډېر خلک به یې مخالفت وکړي ۳۵او په دې ډول به د ډېرو زړونو پټ خیالونه ښکاره شي. او ای مریمې، غم به لکه د تېرې تورې په شان ستا زړه هم سوری سوری کړي.»

۳۶هلته یوه پیغمبره وه چې حنا نومېدله او ډېره زړه وه، هغه د فنوییل لور وه او د اشیر د قبیلې څخه وه. هغه د واده څخه وروسته یوازې اووه کاله د خپل مېړه سره واوسېدله او له هغې وروسته یې مېړه مړ شو. ۳۷په هغه وخت کې هغه تر څلور‌اتیا کلونو پورې کونډه وه. هغه هېڅکله د خدای د کور څخه نه وتله، بلکې شپه او ورځ به یې په روژه نیولو او دعا کولو سره د خدای عبادت کاوه. ۳۸حنا په هماغه وخت کې یوسف او مریم ته راغله، د خدای شکر یې وویست او د هغو ټولو خلکو سره یې چې د اورشلیم د ازادۍ په تمه وو د هغه ماشوم په هکله خبرې وکړې.

عیسی په ناصرې کې لوی شو

۳۹کله چې یوسف او مریم هرڅه د شریعت له مخې سرته ورسول، نو بېرته خپل ښار ناصرې ته چې په جلیل کې ؤ، راستانه شول. ۴۰هغه ماشوم لوی او قوي شو، هغه د حکمت څخه ډک ؤ او د خدای فضل ورسره ؤ.

دولس کلن عیسی د خدای په کور کې

۴۱د عیسی مور او پلار به هر کال د فسحې د اختر دپاره اورشلیم ته تلل. ۴۲کله چې عیسی دولس کلن شو، نو هغوی د خپل دود او دستور له مخې د اختر دپاره اورشلیم ته لاړل. ۴۳کله چې د اختر ورځې پای ته ورسېدلې، هغوی بېرته خپل کور ته روان شول او عیسی چې لا کوچنی هلک ؤ په اورشلیم کې پاتې شو، خو د هغه مور او پلار ترې خبر نه وو. ۴۴هغوی ګومان کاوه چې عیسی د نورو مسافرو په ډله کې روان دی. هغوی ټوله ورځ سفر وکړ او بیا یې د خپلو خپلوانو او ملګرو په منځ کې د هغه په لټولو پیل وکړ. ۴۵کله یې چې هغه پیدا نه کړ، نو بېرته اورشلیم ته لاړل ترڅو هغه ولټوي. ۴۶درې ورځې وروسته یې هغه د خدای په کور کې پیدا کړ چې د دیني عالمانو سره ناست ؤ، هغوی ته یې غوږ نیولی ؤ او پوښتنې یې ترې کولې. ۴۷هرچا چې د عیسی خبرې اورېدلې، نو د هغه پوهې او ځوابونو ته حیران پاتې کېدل. ۴۸کله چې مور او پلار یې هغه ولیده، نو حیران شول او مور یې ورته وویل: «ګوره زویه، مونږ سره دې ولې داسې وکړل؟ ما او پلار دې په ډېرې اندېښنې سره ته لټولې.» ۴۹هغه ورته وویل: «تاسو ولې زه لټولم؟ ایا په دې نه پوهېدلئ چې زه باید د خپل پلار په کور کې واوسم؟» ۵۰خو هغوی د هغه د خبرې په مقصد پوه نه شول. ۵۱نو عیسی د هغوی سره بېرته ناصرې ته لاړ او د هغوی تابع ؤ. مور یې دا ټولې خبرې په خپل زړه کې ساتلې. ۵۲عیسی د قد او حکمت په لحاظ لویېده او د خدای او خلکو خوښېده.