د عیسی مسیح په هکله د لوقا انجیل

درېم فصل

د تعمید غسل ورکوونکي یحیی وعظ

(متي ۳:‌۱‌-‌۱۲ او مرقوس ۱:‌۱‌-‌۸ او یوحنا ۱:‌۱۹‌-‌۲۸)

۱د تیبریوس امپراتور د حکومت په پنځلسم کال کله چې پانتیاس پیلاتوس د یهودیې والي ؤ او هیرودیس د جلیل حاکم ؤ او د هغه ورور فیلیپوس د ایتوریې او ترخونیتس د سیمو حاکم او لیسانیوس د آبیلینې حاکم ؤ، ۲او حناس او قیافا لوی کاهنان وو، په هغه وخت کې د خدای کلام په دښته کې د زکریا په زوی یحیی باندې نازل شو. ۳نو یحیی د اردن د سیند شاوخوا ټوله سیمه کې ګرځېده او وعظ یې کاوه چې د خپلو ګناهونو د بخښنې په خاطر توبه وباسئ او د تعمید غسل واخلئ. ۴لکه څنګه چې د اشعیا پیغمبر په کتاب کې لیکل شوي دي:

یو څوک چیغې وهي دښته کې

کړئ تیاره د څښتن دپاره لاره

لاره کړئ سمه د هغه دپاره

۵ډکه به شي هره دره

هواره به شي هره غونډۍ او غر

کږې لارې به شي سمې

او شي به هوار کنډ او کپر ځایونه

۶بیا به وویني ټول انسانان د خدای خلاصون

۷یحیی هغو ګڼ شمېر خلکو ته چې د هغه په لاس د تعمید غسل اخیستلو ته راغلي وو، وویل: «ای د مارانو بچیانو! تاسو چا خبر کړئ چې د راتلونکي غضب څخه وتښتئ؟ ۸نو بیا داسې کارونه وکړئ، ترڅو دا وښایي چې تاسو د ګناهونو نه توبه ویستلې ده. د خپلو ځانونو سره داسې مه وایئ چې ابراهیم زمونږ پلار دی. ځکه چې زه درته وایم چې خدای کولای شي د دې تیږو څخه هم ابراهیم ته اولادونه پیدا کړي. ۹همدا‌اوس د ونو بېخونو ته تبر نیول شوی دی او هره ونه چې ښه مېوه نه نیسي، هغه به ووهل شي او په اور کې به واچول شي.»

۱۰خلکو د هغه څخه پوښتنه وکړه: «نو بیا مونږ څه وکړو؟» ۱۱هغه ځواب ورکړ: «څوک چې دوه کمیسونه لري، نو یو دې هغه چاته ورکړي چې نه یې لري او همدارنګه چا سره چې خواړه وي هغه دې هم د نورو سره ووېشي.» ۱۲مالیه ټولوونکي هم د تعمید د غسل اخیستلو دپاره راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ای استاذه! مونږ باید څه وکړو؟» ۱۳هغه ځواب ورکړ: «د ټاکل شوې اندازې څخه زیاته مالیه مه اخلئ.» ۱۴همدارنګه ځینو عسکرو هم ورڅخه پوښتنه وکړه: «او مونږ څه وکړو؟» هغوی ته یې وویل: «د چا څخه په زوره پیسې مه اخلئ او په هېچا باندې په دروغو تور مه لګوئ. په خپله تنخوا باندې قناعت وکړئ.»

۱۵خلکو انتظار کاوه او په خپلو زړونو کې یې د یحیی په هکله فکر کاوه چې هغه به مسیح وي که نه. ۱۶نو یحیی هغوی ټولو ته وویل: «زه تاسو ته په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو یو څوک راروان دی چې هغه زما څخه ډېر زورور دی. زه حتی د دې لایق هم نه یم چې د هغه د څپلیو تسمې خلاصې کړم. هغه به تاسو ته په روح القدس او په اور باندې د تعمید غسل درکوي. ۱۷هغه خپله ښاخۍ په لاس کې نیولې ده چې خپل درمند پاک کړي او غنم په خپل ګودام کې سره راټول کړي، خو بوس به په هغه اور کې سوځوي چې هېڅکله نه مړ کیږي.»

۱۸یحیی په ډېرو نورو طریقو خلک هڅول او هغوی ته یې زېری اوراوه. ۱۹خو یحیی هیرودیس والي د خپلې ورېندارې هیرودیا سره د ناروا اړیکو درلودلو او نورو ټولو بدو کارونو له امله ملامت کړ. ۲۰بیا زندان ته د یحیی په اچولو سره هیرودیس یو بل بد کار هم وکړ.

عیسی د تعمید غسل اخلي

(متي ۳:‌۱۳‌-‌۱۷ او مرقوس ۱:‌۹‌-‌۱۱)

۲۱کله چې ټولو خلکو ته د تعمید غسل ورکړل شو، نو عیسی ته هم د تعمید غسل ورکړل شو. کله چې هغه دعا کوله نو د اسمان دروازه پرانیستل شوه ۲۲او روح القدس په هغه باندې د کوترې په شکل رانازل شو او د اسمان څخه یو اواز راغی: «ته زما ګران زوی یې. زه ستا نه خوشحاله یم.»

د عیسی شجره

(متي ۱:‌۱‌-‌۱۷)

۲۳عیسی شاوخوا د دېرشو کالو په عمر ؤ چې خپل خدمت یې پیل کړ او خلکو ګومان کاوه چې هغه د یوسف زوی دی. یوسف د هالي زوی ؤ، ۲۴هالي د متات زوی ؤ، متات د لاوي زوی ؤ، لاوي د ملکي زوی ؤ، ملکي د ینا زوی ؤ، ینا د یوسف زوی ؤ، ۲۵یوسف د متاتیا زوی ؤ، متاتیا د عاموس زوی ؤ، عاموس د ناحوم زوی ؤ، ناحوم د حسلي زوی ؤ، حسلي د نجي زوی ؤ، ۲۶نجي د مات زوی ؤ، مات د متاتیا زوی ؤ، متاتیا د شمعي زوی ؤ، شمعي د یوسک زوی ؤ، یوسک د یوداه زوی ؤ، ۲۷یوداه د یوحنا زوی ؤ، یوحنا د ریسا زوی ؤ، ریسا د زروبابل زوی ؤ، زروبابل د شالتي‌ییل زوی ؤ، شالتي‌ییل د نیري زوی ؤ، ۲۸نیري د ملکي زوی ؤ، ملکي د آدي زوی ؤ، آدي د قوسام زوی ؤ، قوسام د ایلمودام زوی ؤ، ایلمودام د عیر زوی ؤ، ۲۹عیر د یوشع زوی ؤ، یوشع د ایلعازر زوی ؤ، ایلعازر د یوریم زوی ؤ، یوریم د متات زوی ؤ، متات د لاوي زوی ؤ، ۳۰لاوي د شمعون زوی ؤ، شمعون د یهودا زوی ؤ، یهودا د یوسف زوی ؤ، یوسف د یونان زوی ؤ، یونان د ایلیاقیم زوی ؤ، ۳۱ایلیاقیم د ملیا زوی ؤ، ملیا د مینان زوی ؤ، مینان د متاتا زوی ؤ، متاتا د ناتان زوی ؤ، ناتان د داود زوی ؤ، ۳۲داود د یسي زوی ؤ، یسي د عوبید زوی ؤ، عوبید د بوعز زوی ؤ، بوعز د شلمون زوی ؤ، شلمون د نحشون زوی ؤ، ۳۳نحشون د عمیناداب زوی ؤ، عمیناداب د ادمین زوی ؤ، ادمین د ارام زوی ؤ، آرام د حزرون زوی ؤ، حزرون د فارز زوی ؤ، فارز د یهودا زوی ؤ، ۳۴یهودا د یعقوب زوی ؤ، یعقوب د اسحاق زوی ؤ، اسحاق د ابراهیم زوی ؤ، ابراهیم د تارح زوی ؤ، تارح د ناحور زوی ؤ، ۳۵ناحور د سروج زوی ؤ، سروج د رعو زوی ؤ، رعو د فلج زوی ؤ، فلج د عابر زوی ؤ، عابر د صالح زوی ؤ، ۳۶صالح د قینان زوی ؤ، قینان د ارفکشاد زوی ؤ، ارفکشاد د سام زوی ؤ، سام د نوح زوی ؤ، نوح د لامک زوی ؤ، ۳۷لامک د متوشالح زوی ؤ، متوشالح د خنوخ زوی ؤ، خنوخ د یارد زوی ؤ، یارد د مهللییل زوی ؤ، مهللییل د قینان زوی ؤ، ۳۸قینان د انوش زوی ؤ، انوش د شیت زوی ؤ، شیت د آدم زوی ؤ، او آدم د خدای له طرفه ؤ.