Previous chapter

د عیسی مسیح په هکله د مرقوس انجیل

لومړی فصل

۱دا د خدای د زوی عیسی مسیح د زېري پیل دی. ۲هغه داسې پیل شو لکه څنګه چې د اشعیا نبي په کتاب کې لیکل شوي دي: «ګوره، زه به خپل استازی ستا څخه مخکې ولېږم چې ستا دپاره لاره تیاره کړي.

۳یو څوک چیغې وهي دښته کې

کړئ تیاره د څښتن دپاره لاره

لاره کړئ سمه د هغه دپاره»

د تعمید غسل ورکوونکي یحیی وعظ

(متي ۳:‌۱‌-‌۱۲ او لوقا ۳:‌۱‌-‌۱۸ او یوحنا ۱:‌۱۹‌-‌۲۸)

۴د تعمید ورکوونکی یحیی په دښته کې راښکاره شو او وعظ یې کاوه چې خلک باید د خپلو ګناهونو د بخښنې په خاطر توبه وباسي او د تعمید غسل واخلي. ۵د ټولې یهودیې خلک او د اورشلیم ټول اوسېدونکي یحیی ته راتلل. هغوی په خپلو ګناهونو باندې اقرار کاوه او د اردن په سیند کې یې د هغه په لاس د تعمید غسل اخیسته. ۶یحیی داسې کالي اغوستل چې د اوښ د وړیو څخه جوړ شوي وو او د څرمنې کمربند به یې له ملا تړلو او ملخان او ځنګلي شات به یې خوړل. ۷هغه اعلان کاوه او ویل به یې: «زما څخه وروسته چې کوم څوک راروان دی، هغه زما څخه ډېر زورور دی، زه د دې لایق هم نه یم چې ټیټ شم او د هغه د څپلیو تسمې خلاصې کړم. ۸زه تاسو ته په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو هغه به درته په روح القدس د تعمید غسل درکړي.»

د عیسی د تعمید غسل او د هغه ازمېښت

(متي ۳:‌۱۳ - ۴:‌۱۱ او لوقا ۳:‌۲۱‌-‌۲۲، ۴:‌۱‌-‌۱۳)

۹داسې وشول چې په هماغو ورځو کې عیسی د جلیل د ولایت د ناصرې د ښار څخه راغی او د اردن په سیند کې یې د یحیی په لاس د تعمید غسل واخیست. ۱۰کله چې عیسی د اوبو ‎څخه راووت، نو ویې لیدل چې ناڅاپه اسمان سوری شو او روح القدس د کوترې په شکل په هغه باندې رانازل شو ۱۱او له اسمان نه یو اواز راغی چې ویل یې: «ته زما ګران زوی یې، زه ستا څخه خوشحاله یم.» ۱۲سمدلاسه روح القدس هغه دښتې ته په تللو مجبور کړ. ۱۳هغه څلوېښت ورځې په دښته کې ؤ او شیطان د هغه ازمېښت کاوه. عیسی په هغه ځای کې ؤ چېرته چې ځنګلي ځناور وو او فرښتو د هغه خدمت کاوه.

عیسی څلورو ماهيګیرانو ته بلنه ورکوي

(متي ۴:‌۱۲‌-‌۲۲ او لوقا ۴:‌۱۴‌-‌۱۵، ۵:‌۱‌-‌۱۱)

۱۴کله چې یحیی په زندان کې واچول شو، نو عیسی جلیل ته لاړ او هلته یې د خدای زېری اعلاناوه ۱۵او ویل یې: «اوس هغه وخت رارسېدلی دی او د خدای پاچاهي رانژدې شوې ده. توبه وباسئ او په زېري باندې ایمان راوړئ.»

۱۶کله چې عیسی د جلیل د بحیرې په غاړه ګرځېده، نو شمعون او د هغه ورور اندریاس یې ولیدل. هغوی په بحیره کې جال اچاوه، ځکه چې هغوی ماهیګیران وو. ۱۷عیسی هغوی ته وویل: «ما پسې راځئ او زه به تاسو ته وښایم چې څنګه د ماهیانو په ځای انسانان ونیسئ.» ۱۸هغوی سمدلاسه خپل جالونه پرېښودل او هغه پسې روان شول. ۱۹کله چې عیسی لږ وړاندې لاړ، نو هغه د زبدي زوی یعقوب او د هغه ورور یوحنا ولیدل چې په کشتۍ کې ناست وو او خپل جالونه یې تیارول. ۲۰عیسی سمدلاسه هغوی ته نارې کړې او هغوی خپل پلار زبدي د مزدورانو سره په کشتۍ کې پرېښودل او عیسی پسې روان شول.

عیسی د یو سړي څخه پېریان وباسي

(لوقا ۴:‌۳۱‌-‌۳۷)

۲۱عیسی او شاګردان یې کپرناحوم ته لاړل او کله چې د سبت ورځ راورسېدله، نو عیسی کنیسې ته ننوت او هلته یې تعلیم ورکول پیل کړ. ۲۲خلک د عیسی په تعلیم حیران شول، ځکه چې هغه د شریعت د عالمانو په شان نه بلکې په پوره اختیار سره هغوی ته تعلیم ورکاوه.

۲۳ناڅاپه په کنیسه کې یو سړي چې پېریانو نیولی ؤ، په لوړ اواز چیغې ووهلې: ۲۴«ای ناصري عیسی، زمونږ سره څه کار لرې؟ ته راغلی یې چې مونږ تباه کړې؟ زه دې پېژنم چې ته څوک یې، ته د خدای سپېڅلی یې.» ۲۵عیسی پېري ته امر وکړ: «غلی شه او د دې سړي څخه راووځه.» ۲۶پېري هغه سړي ته سخت ټکان ورکړ او په چیغو چیغو د هغه څخه راووت. ۲۷ټول خلک دومره حیران شول چې یو له بله یې پوښتنه کوله: «دا څه دي؟ دا خو یو نوی تعلیم دی. هغه په پوره اختیار سره پېریانو ته امر کوي او هغوی یې مني.» ۲۸ډېر زر هغه د جلیل په ټوله سیمه کې مشهور شو.

عیسی ډېرو خلکو ته شفا ورکوي

(متي ۸:‌۱۴‌-‌۱۷ او لوقا ۴:‌۳۸‌-‌۴۱)

۲۹بیا عیسی د کنیسې څخه روان شو او د یعقوب او یوحنا سره یوځای د شمعون او اندریاس کور ته لاړل. ۳۰د شمعون خواښې تبې نیولې وه او په کټ کې پرته وه. څنګه چې عیسی هلته ورسېده، نو هغوی ورته سمدلاسه د هغې په هکله وویل. ۳۱عیسی ورغی، هغه یې له لاسه ونیوله او مرسته یې ورسره وکړه چې راپورته شي. نو هغه ښځه تبې پرېښودله او د هغوی خدمت یې پیل کړ.

۳۲کله چې لمر پرېوت او ماښام شو، نو خلکو خپل ټول ناروغان او هغه خلک چې پېریانو نیولي وو هغه ته راوستل. ۳۳د ښار ټول خلک د هغه کور مخې ته راټول شول. ۳۴عیسی ډېر ناروغان چې په ډول ډول ناروغیو اخته وو روغ کړل او ډېر پېریان یې وویستل. عیسی پېریان خبرو ته پرېنښودل، ځکه چې هغوی پوهېدل چې هغه څوک دی.

عیسی په جلیل کې وعظ کوي

(لوقا ۴:‌۴۲‌-‌۴۴)

۳۵سهار وختي چې لا تیاره وه، عیسی له خوبه راپاڅېد، د کور نه ووت او یو ګوښه ځای ته لاړ او هلته یې دعا کوله. ۳۶نو شمعون او د هغه ملګري لاړل چې هغه ولټوي، ۳۷او چې کله یې هغه پیدا کړ، نو ورته ویې ویل: «ټول خلک تا لټوي.» ۳۸عیسی هغوی ته وویل: «راځئ چې شاوخوا کلیو ته لاړ شو ترڅو هلته هم خپل پیغام ورسوم، ځکه چې زه د همدې کار دپاره راغلی یم.» ۳۹عیسی په ټول جلیل کې ګرځېده، د هغوی په کنیسو کې یې وعظ کاوه او پېریان یې ویستل.

عیسی یو جذامي ته شفا ورکوي

(متي ۸:‌۱‌-‌۴ او لوقا ۵:‌۱۲‌-‌۱۶)

۴۰یو سړی چې د جذام په ناروغۍ اخته ؤ، عیسی ته راغی، د هغه په مخکې په ګونډو شو او زاري یې ورته وکړه: «که چېرې ته وغواړې، نو کولای شې چې ما پاک او روغ کړې.» ۴۱د عیسی زړه ورباندې وسوځېد، خپل لاس یې وراوږد کړ او په هغه باندې یې کېښود او ورته ویې ویل: «هو، زه غواړم، پاک او روغ شه.» ۴۲نو سمدلاسه د هغه ‎څخه د جذام ناروغي لېرې شوه او هغه پاک شو. ۴۳بیا عیسی هغه زر رخصت کړ او سخت خبرداری یې ورکړ ۴۴او ورته ویې ویل: «ګوره، په دې هکله هېچا ته څه ونه وایې، خو لاړ شه او خپل ځان کاهن ته وروښایه او کومه قرباني چې موسی یې حکم کړی دی وړاندې کړه، د دې دپاره چې خلکو ته ثابته شي چې ته پاک او روغ شوی یې.» ۴۵خو هغه سړی ووت او څه چې شوي وو ټول خلک یې پرې خبر کړل. له دې امله عیسی نور نه شو کولای چې په ښکاره کوم ښار ته ننوځي بلکې د ښار نه دباندې په ګوښه ځایونو کې به پاتې کېده، خو بیاهم خلک به له هرځای څخه ورته راتلل.

Previous chapter