د عیسی مسیح په هکله د مرقوس انجیل

دوهم فصل

عیسی شل سړي ته بخښنه او شفا ورکوي

(متي ۹:‌۱‌-‌۹ او لوقا ۵:‌۱۷‌-‌۲۶)

۱څو ورځې وروسته کله چې عیسی بېرته کپرناحوم ته لاړ، نو خلک خبر شول چې هغه په کور کې دی. ۲هلته دومره زیات خلک راټول شول چې نور ځای نه ؤ، تر دې چې د کور د دروازې مخې ته هم ځای پاتې نه شو او عیسی هغوی ته د خدای د کلام وعظ کاوه. ۳په دې وخت کې څلورو کسانو یو شل سړی نیولی ؤ او عیسی ته یې راوست. ۴خو د ګڼې‌ګوڼې له امله یې ونه شو کولای چې عیسی ته ورنژدې شي، نو هغوی د هغې کوټې چت چې عیسی په کې ؤ، سوری کړ او د هغه سوري له لارې یې هغه شل سړی په بستره کې ورښکته کړ. ۵کله چې عیسی د هغوی ایمان ولیده، نو هغه شل سړي ته یې وویل: «زویه، ستا ګناهونه وبخښل شول.» ۶په هغه ځای کې د شریعت یو څو عالمان ناست وو، هغوی د خپل ځان سره وویل: ۷«دا سړی ولې داسې خبرې کوي؟ هغه کفر وایي. ایا بې له خدایه څوک کولای شي چې ګناهونه وبخښي؟» ۸عیسی سمدلاسه پوه شو چې د هغوی په زړه کې څه دي. نو هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې په خپلو زړونو کې داسې فکرونه کوئ؟ ۹کومه خبره اسانه ده چې دې شل سړي ته ووایم: ‹ستا ګناهونه وبخښل شول› یا دا چې ووایم: ‹پاڅېږه او خپله بستره واخله او وګرځه؟› ۱۰خو زه به تاسو ته ثابته کړم چې د انسان زوی د ځمکې په مخ دا اختیار لري چې ګناهونه وبخښي.» نو هغه شل سړي ته یې وویل: ۱۱«زه تاته وایم پاڅېږه، بستره دې واخله او کور ته لاړ شه.» ۱۲هغه پاڅېد او په داسې حال کې چې ټولو ورته کتل، زر یې خپله بستره واخیستله او روان شو. نو هغوی ټول حیران شول او د خدای ثنا یې وویله. هغوی وویل: «داسې کار مونږ هېڅکله نه ؤ لیدلی.»

عیسی یو مالیه ټولوونکي ته بلنه ورکوي

(متي ۹:‌۹‌-‌۱۳ او لوقا ۵:‌۲۷‌-‌۳۲)

۱۳عیسی یوځل بیا د بحیرې غاړې ته لاړ، ګڼ شمېر خلک ورته راغلل او هغه ورته تعلیم ورکول پیل کړ. ۱۴کله چې هغه په لاره روان ؤ نو د حلفي زوی لاوي یې ولیده چې د مالیې ټولولو په ځای کې ناست ؤ. عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.» نو لاوي راپاڅېد او په هغه پسې روان شو.

۱۵بیا عیسی د لاوي په کور کې مېلمه شو. ډېر مالیه ټولوونکي او نور ګناهکاران چې د عیسی پیروان شوي وو هم د عیسی او د هغه د شاګردانو سره دسترخوان ته ناست وو. ۱۶کله چې د شریعت ځینو عالمانو چې د فریسیانو د ډلې څخه وو ولیدل چې عیسی د مالیه ټولوونکو او نورو ګناهکارانو سره ډوډۍ خوري، نو د هغه شاګردانو ته یې وویل: «هغه ولې د مالیه ټولوونکو او ګناهکارانو سره ډوډۍ خوري؟» ۱۷عیسی دا خبره واورېدله او هغوی ته یې وویل: «روغ خلک ډاکتر ته اړتیا نه لري بلکې ناروغان ورته اړتیا لري. زه د دې دپاره نه یم راغلی چې پرهېزګاران راوبولم، بلکې ګناهکاران راوبولم.»

د روژې په هکله پوښتنه

(متي ۹:‌۱۴‌-‌۱۷ او لوقا ۵:‌۳۳‌-‌۳۹)

۱۸په یو وخت کې چې د یحیی شاګردانو او فریسیانو روژه نیولې وه، نو ځینې خلک عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: «ولې د یحیی شاګردان او د فریسیانو شاګردان روژه نیسي خو ستا شاګردان روژه نه نیسي؟» ۱۹عیسی ورته وویل: «ایا دا کېدای شي چې د زوم ملګري دې په داسې حال کې چې زوم ورسره وي روژه ونیسي؟ بې له شکه چې نه، ترڅو پورې چې زوم د هغوی سره وي، هغوی نه شي کولای چې روژه ونیسي. ۲۰خو داسې وخت به راشي چې زوم به د هغوی څخه بوتلل شي، نو په هغه وخت کې به هغوی روژه ونیسي. ۲۱هېڅوک په زړو کالیو باندې نوی پیوند نه لګوي. که داسې وکړي، نو هغه پیوند به د زړو کالیو څخه راوشلیږي او له مخکې څخه به هم یو لوی سوری په کې جوړ شي. ۲۲هېڅوک تازه شراب په زړو مشکونو کې نه اچوي. که چېرې داسې وکړي، نو شراب به هغه مشکونه وشلوي او شراب او مشکونه دواړه به له منځه لاړ شي. باید تازه شراب په نویو مشکونو کې واچول شي.»

د سبت د ورځې په هکله پوښتنه

(متي ۱۲:‌۱‌-‌۸ او لوقا ۶:‌۱‌-‌۵)

۲۳د سبت په یوه ورځ عیسی د غنمو په پټیو باندې تېرېده، نو شاګردانو یې د غنمو د وږو په شکولو پیل وکړ. ۲۴فریسیانو هغه ته وویل: «ګوره، ستا شاګردان ولې داسې کار کوي چې د سبت په ورځ روا نه دی؟» ۲۵عیسی ځواب ورکړ: «ایا تاسو دا نه دي لوستلي کله چې داود او د هغه ملګري وږي شوي وو او د خوراک دپاره ورسره څه نه وو، نو هغه څه وکړل؟ ۲۶هغه څنګه د لوی کاهن ابیاتار په زمانه کې د خدای کور ته ورننوت او هغه سپېڅلې ډوډۍ یې چې پرته له کاهنانو بل هېچا ته روا نه وه وخوړله او خپلو ملګرو ته یې هم ورکړه.» ۲۷بیا عیسی هغوی ته وویل: «د سبت ورځ د انسان دپاره پیدا شوې ده، نه انسان د سبت د ورځې دپاره. ۲۸ځکه چې د انسان زوی د سبت د ورځې خاوند هم دی.»