د عیسی مسیح په هکله د مرقوس انجیل

درېم فصل

عیسی د سبت په ورځ شفا ورکوي

(متي ۱۲:‌۹‌-‌۱۴ او لوقا ۶:‌۶‌-‌۱۱)

۱عیسی یوځل بیا کنیسې ته لاړ او هلته یو سړی ؤ چې لاس یې وچ شوی ؤ. ۲ځینو خلکو هڅه کوله ترڅو یو دلیل پیدا کړي چې په عیسی تور ولګوي، نو هغوی دې ته کتل چې هغه د سبت په ورځ هغه سړي ته شفا ورکوي او که نه. ۳نو عیسی هغه سړي ته چې لاس یې وچ شوی ؤ، وویل: «راپاڅېږه او د ټولو په مخکې ودرېږه.» ۴بیا هغه د خلکو څخه پوښتنه وکړه: «د سبت په ورځ نېکي کول روا دي که بدي کول؟ د چا د ژوند ژغورل روا دي که له منځه وړل؟» خو هغوی غلې پاتې شول. ۵عیسی په قهر سره هغوی ته وکتل او د هغوی په حال یې افسوس وکړ، ځکه چې زړونه یې سخت وو. بیا یې هغه سړي ته وویل: «خپل لاس وغزوه.» هغه لاس وغزاوه او لاس یې روغ شو. ۶بیا فریسیان د کنیسې څخه ووتل او سمدلاسه یې د هیرودیس د پلویانو سره یوه لاره جوړه کړه چې عیسی څنګه ووژني.

عیسی ته د شفا دپاره د ډېرو خلکو راتګ

۷عیسی د خپلو شاګردانو سره د بحیرې غاړې ته لاړ او زیات شمېر خلک ورپسې روان وو. هغوی د جلیل، یهودیې، ۸اورشلیم، ادومیې، د اردن د سیند د بلې غاړې له سیمو او د صور او صیدون له شاوخوا سیمو څخه راغلي وو. دا ټول خلک ځکه عیسی ته راغلل چې د هغه د کارونو څخه خبر شوي وو. ۹د خلکو د زیاتې ګڼې‌ګوڼې له امله عیسی خپلو شاګردانو ته وویل چې هغه ته کشتۍ تیاره کړي ترڅو خلک ورباندې زور رانه وړي. ۱۰ځکه چې هغه دومره ډېر ناروغان روغ کړي وو چې یو بل یې ټېله کول ترڅو هغه ته لاس وروړي. ۱۱کله چې به پېریانو عیسی ولیده، نو په پښو کې به یې پرېوتل او چیغې به یې وهلې: «ته د خدای زوی یې.» ۱۲خو عیسی پېریانو ته په کلکه حکم کاوه چې هېچا ته ونه وایي چې هغه څوک دی.

عیسی دولس رسولان ټاکي

(متي ۱۰:‌۱‌-‌۴ او لوقا ۶:‌۱۲‌-‌۱۶)

۱۳بیا عیسی غره ته لاړ او کوم کسان یې چې خوښ کړي وو هغه یې راوغوښتل او هغوی ورته راغلل. ۱۴عیسی دولس تنه وټاکل او هغوی یې د رسولانو په نوم یاد کړل چې د هغه سره به اوسي او هغوی به ولېږل شي چې وعظ وکړي ۱۵او دا واک او اختیار به ولري چې پېریان وباسي.

۱۶هغه دا دولس تنه وټاکل: شمعون چې عیسی ورباندې پطروس نوم کېښود، ۱۷د زبدي زوی یعقوب او د هغه ورور یوحنا چې په هغوی باندې یې د بوانیرګس نوم کېښود چې معنی یې ده د تندر زامن، ۱۸او اندریاس، فیلیپوس، بارتولما، متي، توما، د حلفي زوی یعقوب، تدي، شمعون سرتېری، ۱۹او یهودا اسخریوتي چې د عیسی سره یې خیانت وکړ.

عیسی او بعلزبول یعنې شیطان

(متي ۱۲:‌۲۲‌-‌۳۲ او لوقا ۱۱:‌۱۴‌-‌۲۳، ۱۲:‌۱۰)

۲۰وروسته عیسی خپل کور ته ننوت او یوځل بیا دومره زیات خلک راټول شول چې عیسی او شاګردانو یې د ډوډۍ خوړلو وخت هم نه درلود. ۲۱کله چې د عیسی خپلوان خبر شول نو، هغوی لاړل چې هغه د ځان سره بوځي، ځکه چې دوی ویل چې هغه لېونی شوی دی.

۲۲د شریعت کوم عالمان چې د اورشلیم څخه راغلي وو، ویل یې: «هغه د بعلزبول یعنې د پېریانو د مشر چې شیطان دی، د هغه په مرسته پېریان وباسي.» ۲۳نو عیسی خلک راوغوښتل او په مثالونو کې یې ورسره خبرې وکړې او ویې ویل: «شیطان څنګه شیطان ویستلی شي؟ ۲۴که په یوه پاچاهۍ کې بې‌اتفاقي راپیدا شي، نو هغه پاچاهي نه شي پاتې کېدلی. ۲۵که په یوه کورنۍ کې بې‌اتفاقي راپیدا شي، نو هغه کورنۍ نوره نه شي پاتې کېدلی. ۲۶که چېرې شیطان د خپل ځان په خلاف راپورته شي او د ځان سره بې‌اتفاقه شي، نو هغه نه شي پاتې کېدلی او قدرت یې له منځه ځي. ۲۷همدارنګه هېڅوک نه شي کولای چې د یو زورور سړي کور ته ورننوځي او د هغه د کور سامان لوټ کړي، ترڅو چې لومړی هغه سړی وتړي او بیا یې کور لوټ کړي.

۲۸په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د انسان هر ډول ګناه او حتی هر کفر یې چې ویلی وي هغه به وبخښل شي، ۲۹خو څوک چې د روح القدس په خلاف کفر ووایي هغه به هېڅکله ونه بخښل شي، بلکې د هغې ګناه به تل ترتله د هغه په غاړه وي.» ۳۰عیسی ځکه دا خبره وکړه چې هغوی ویل: «هغه پېریانو نیولی دی.»

د عیسی مور او ورونه

(متي ۱۲:‌۴۶‌-‌۵۰ او لوقا ۸:‌۱۹‌-‌۲۱)

۳۱بیا د عیسی مور او ورونه راغلل او د کور څخه دباندې ولاړ وو. هغوی یو څوک ورولېږه چې هغه ته غږ وکړي. ۳۲په دې وخت کې ګڼ شمېر خلک چې د عیسی چارچاپېره ناست وو، هغه ته وویل: «ستا مور او ورونه دباندې ولاړ دي او غواړي چې تا وویني.»

۳۳عیسی په ځواب کې وویل: «زما مور څوک ده او زما ورونه څوک دي؟» ۳۴عیسی هغو خلکو ته چې د هغه چارچاپېره ناست وو وکتل او ویې ویل: «زما مور او زما ورونه دا دي. ۳۵څوک چې د خدای د ارادې سره سم کار کوي هغه زما ورور، زما خور او زما مور ده.»