د عیسی مسیح په هکله د مرقوس انجیل

څلورم فصل

د بزګر مثال

(متي ۱۳:‌۱‌-‌۹ او لوقا ۸:‌۴‌-‌۸)

۱عیسی یوځل بیا د بحیرې په غاړه تعلیم ورکول پیل کړل. او دومره زیات خلک ورته راټول شوي وو چې هغه ترې کشتۍ ته وخوت او هلته کښېناست او ټول خلک د بحیرې په غاړه ولاړ وو. ۲هغه هغوی ته په مثالونو کې ډېر شیان ورزده کول. کله چې هغه تعلیم ورکاوه، نو هغوی ته یې وویل: ۳«واورئ، په یو وخت کې یو بزګر د تخم شیندلو دپاره خپل پټي ته لاړ. ۴کله چې هغه تخم شینده، نو یو څه تخم په لاره کې ولوېد. بیا مرغان راغلل او هغه یې وخوړ. ۵څه تخم په داسې ځمکه کې ولوېد چې تیږې یې لرلې، نو هغه تخم زر راشین شو، ځکه چې خاوره یې کمه وه. ۶خو کله چې لمر راوخوت، نو هغه بوټي وسوځېدل او وچ شول، ځکه چې ریښې یې ژورې نه وې. ۷څه تخم په اغزو کې ولوېد او کله چې اغزي لوی شول، نو بوټي یې لاندې کړل او حاصل یې ورنه کړ. ۸نور تخم په حاصلخیزه خاوره کې ولوېد او هغه راشین شو، لوی شو، حاصل یې ورکړ او دېرش چنده، شپېته چنده او سل چنده حاصل یې ورکړ.»

۹بیا عیسی وویل: «که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.»

د مثالونو مقصد

(متي ۱۳:‌۱۰‌-‌۱۷ او لوقا ۸:‌۹‌-‌۱۰)

۱۰کله چې عیسی یوازې شو، نو دولسو شاګردانو او نورو خلکو چې ورسره ملګري وو د هغه څخه پوښتنه وکړه چې د دې مثالونو مقصد څه دی. ۱۱عیسی ځواب ورکړ: «تاسو ته د خدای د پاچاهۍ پټ راز درکړل شوی دی، خو نورو ته هرڅه په مثالونو کې ویل کیږي، ۱۲ترڅو د خدای د کلام هغه لیکنه پوره شي چې وایي:

هغوی به تل ګوري خو څه به نه ویني. تل به اوري خو هېڅکله به پرې نه پوهیږي، ځکه که چېرې هغوی اورېدلی او لیدلی، نو د خدای خواته به راګرځېدلي وای او بخښل شوي به وای.»

د بزګر د مثال تشریح

(متي ۱۳:‌۱۸‌-‌۲۳ او لوقا ۸:‌۱۱‌-‌۱۵)

۱۳بیا عیسی هغوی ته وویل: «تاسو چې په دې مثال نه پوهېږئ، نو په نورو مثالونو به څنګه پوه شئ؟ ۱۴بزګر د خدای کلام خپروي. ۱۵ځینې خلک د هغه تخم په شان دي چې په لاره کې لویږي، څنګه چې کلام واوري، نو شیطان سمدلاسه راشي او کوم کلام چې د هغوی په زړونو کې کرل شوی دی هغه ترې یوسي. ۱۶ځینې خلک د هغه تخم په شان دي چې په هغه ځمکه کې کرل شوی چې تیږې لري، څنګه چې هغوی کلام واوري، نو په خوشحالۍ سره یې مني. ۱۷خو له دې امله چې کلام په هغوی کې ریښې نه وي نیولې، نو هغه د زیات وخت دپاره نه پاتې کیږي. نو کله چې د کلام له امله په هغوی باندې سختي راشي او یا وځوریږي، نو زر خپل ایمان له لاسه ورکړي. ۱۸نور خلک د هغه تخم په شان دي چې په اغزو کې کرل شوی وي. دا هغه خلک دي چې کلام اوري، ۱۹خو کله چې د ژوند اندېښنې، د شتمنۍ سره مینه او د نورو شیانو غوښتنې راپیدا شي، نو د کلام مخه نیسي او حاصل نه ورکوي. ۲۰نور خلک د هغه تخم په شان دي چې په ښې خاورې کې لوېدلي وي، هغوی کلام واوري او قبول یې کړي او هغوی دېرش چنده یا شپېته چنده یا سل چنده حاصل ورکوي.»

د څراغ مثال

(لوقا ۸:‌۱۶‌-‌۱۸)

۲۱بیا عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو څراغ د دې دپاره راوړئ چې هغه د کوم لوښي او یا یې د کټ لاندې کېږدئ؟ ایا هغه په څراغدان باندې نه ږدئ؟ ۲۲ځکه داسې پټ شی نشته چې ښکاره نه شي او نه داسې پټ راز شته چې ښکاره به نه شي. ۲۳که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.» ۲۴بیا یې هغوی ته وویل: «څه چې اورئ، نو د هغه په هکله پام کوئ. څنګه چې تاسو یې اورئ، په هماغه اندازه زیاته پوهه به درکړل شي او حتی د هغې نه زیاته به درکړل شي. ۲۵ځکه څوک چې زما تعلیم ته غوږ نیسي، نو هغه ته به نوره پوهه هم ورکړل شي، خو څوک چې ورته غوږ نه نیسي، نو هغه لږه پوهه چې لري هغه به هم ترې واخیستل شي.»

د تخم د راشنه کېدلو مثال

۲۶عیسی وویل: «د خدای پاچاهي داسې ده لکه چې یو بزګر په خپل پټي کې تخم وشیندي. ۲۷هغه د شپې ویده وي او د ورځې ویښ وي او تخم شین کیږي او وده کوي، خو هغه پرې نه پوهیږي چې دا تخم څنګه شین او لوی شو. ۲۸ځمکه په خپله بوټي شنه کوي او حاصل ورکوي. لومړی ډنډر نیسي، بیا وږی او بیا وږي دانې نیسي. ۲۹خو کله چې فصل پوخ شي نو بزګر ورپسې لور راواخلي ځکه چې د فصل د رېبلو وخت رارسېدلی وي.»

د شړشمو د تخم مثال

(متي ۱۳:‌۳۱‌-‌۳۲ او لوقا ۱۳:‌۱۸‌-‌۱۹)

۳۰عیسی وویل: «د خدای پاچاهي د څه شي سره پرتله کولای شو او یا د هغه دپاره کوم مثال ویلای شو؟ ۳۱د خدای پاچاهي د شړشمو د تخم په شان ده چې په ځمکه کې کرل کیږي او د ځمکې په مخ د ټولو تخمونو د دانو څخه ډېر وړوکی دی. ۳۲خو کله چې وکرل شي، نو هغه غټیږي او د ټولو بوټو څخه لوړ شي او څانګې یې دومره غټې شي چې مرغان کولای شي ځالې په کې جوړې کړي.»

۳۳عیسی به‎ په داسې ډېرو مثالونو سره خلکو ته خپل پیغام رساوه، ترڅو هغوی وکولای شي ورباندې پوه شي. ۳۴هغه به د خلکو سره بې له مثالونو خبرې نه کولې، خو کله چې به د خپلو شاګردانو سره یوازې ؤ، نو هغوی ته به یې هرڅه تشریح کول.

عیسی توفان ودروي

(متي ۸:‌۲۳‌-‌۲۷ او لوقا ۸:‌۲۲‌-‌۲۵)

۳۵د هماغې ورځې په ماښام عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «راځئ چې د بحیرې بلې غاړې ته لاړ شو.» ۳۶نو هغوی خلک پرېښودل، شاګردانو عیسی په هماغې کشتۍ کې چې ناست ؤ د ځان سره بوته. نورو خلکو هم کشتۍ ونیولې او د هغوی سره روان شول. ۳۷ناڅاپه یو سخت توفان راغی او څپو کشتۍ داسې ووهله چې نژدې وه ډوبه شي. ۳۸په دې وخت کې عیسی د کشتۍ په اخر کې خپل سر په بالښت باندې ایښی ؤ او ویده شوی ؤ. شاګردانو هغه راویښ کړ او ورته ویې ویل: «استاذه! ستا سره زمونږ غم نشته؟ مونږ ډوبیږو!» ۳۹هغه راپاڅېد او باد ته یې امر وکړ: «ارام شه.» او څپو ته یې وویل: «ودرېږئ.» نو باد ودرېده او کراره کراري شوه. ۴۰بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «تاسو ولې دومره وېرېږئ؟ ایا تاسو لا اوس هم ایمان نه لرئ؟» ۴۱هغوی سخت وېرېدلي وو او یو بل ته یې وویل: «دا لا څوک دی چې باد او څپې یې هم امر مني؟»