0:00 / 0:00

د عیسی مسیح په هکله د مرقوس انجیل

پنځم فصل

عیسی یو پېریاني سړي ته شفا ورکوي

(متي ۸:‌۲۸‌-‌۳۴ او لوقا ۸:‌۲۶‌-‌۳۹)

۱عیسی او شاګردان یې د بحیرې بلې غاړې ته د جدریان سیمې ته لاړل. ۲کله چې عیسی د کشتۍ څخه راښکته شو، نو هلته د یو پېریاني سړي سره چې د هدیرې څخه راوتلی ؤ، مخامخ شو. ۳هغه په هدیره کې اوسېده او هېچا نه شو کولای چې حتی هغه په زنځیرونو وتړي او را‌ایسار یې کړي. ۴ځکه چې څو څو ځلې یې د هغه په پښو او لاسونو کې ځولنې او زنځیرونه اچولي وو، خو هرځل یې زنځیرونه شکولي او ځولنې یې ماتې کړې وې او داسې قوي سړی نه ؤ چې هغه یې ارام کړی وای. ۵هغه به شپه او ورځ په قبرونو او غرونو کې ګرځېده او تل به یې چیغې وهلې او خپل ځان به یې په تیږو زخمي کاوه. ۶کله چې هغه عیسی د لېرې څخه ولیده، نو منډه یې کړه او د هغه په پښو کې پرېوت ۷او په لوړ اواز یې چیغې ووهلې: «ای عیسی، ای د خدای تعالی زویه! زما سره څه کار لرې؟ د خدای په خاطر ما مه په عذابوه.» ۸دا ځکه چې عیسی هغه ته ویلي وو: «ای پېریه، د دې سړي څخه راووځه.» ۹بیا عیسی د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ستا نوم څه دی؟» هغه ځواب ورکړ: «زما نوم لښکر دی، ځکه چې زمونږ شمېر زیات دی.» ۱۰هغه بیا عیسی ته ډېره زاري وکړه چې هغوی د هغې سیمې څخه ونه شړي.

۱۱په دې وخت کې هلته د غونډۍ په لمنه کې د خوګانو یوه لویه رمه څرېدله. ۱۲نو پېریانو عیسی ته زاري وکړه: «مونږ خوګانو ته ولېږه او اجازه راکړه چې په هغوی کې ورننوځو.» ۱۳عیسی هغوی ته اجازه ورکړه او پېریان د هغه سړي څخه ووتل او په خوګانو کې ورننوتل. ټوله رمه چې شاوخوا دوه زره خوګان وو، په منډه له کمره څخه ښکته بحیرې ته ولوېدله او ډوبه شوه. ۱۴د خوګانو ساتونکي وتښتېدل او دا خبر یې د ښار او شاوخوا کلیوالي سیمو خلکو ته ورساوه. خلک د ښار څخه ووتل ترڅو څه چې پېښ شوي وو، وویني. ۱۵کله چې هغوی عیسی ته راغلل او هغه لېونی چې ډېر پېریان په کې وو، ولیده چې کالي یې اغوستي وو او ذهن یې بېرته ښه شوی ؤ او هلته ناست ؤ، نو هغوی ووېرېدل. ۱۶کومو خلکو چې دا پېښه لیدلې وه او د هغه پېریانو نیولي سړي او خوګانو سره چې څه شوي وو هغه یې نورو خلکو ته وویل. ۱۷بیا هغو خلکو عیسی ته زارۍ وکړلې چې د دوی د سیمې څخه لاړ شي. ۱۸کله چې عیسی کشتۍ ته ورختلو نو هغه سړي چې مخکې پېریانو نیولی ؤ، عیسی ته زاري وکړه چې اجازه ورته ورکړي چې ورسره لاړ شي. ۱۹خو عیسی هغه ته اجازه ورنه کړه او ورته ویې ویل: «بېرته خپل کور او خپلې کورنۍ ته ورشه او هغوی ته ووایه چې څښتن ستا دپاره څومره لوی کار وکړ او څنګه یې په تا باندې رحم وکړ.» ۲۰نو هغه سړی لاړ او څه چې عیسی د هغه دپاره کړي وو د هغو په هکله یې د دکاپولس په سیمه کې ټول خلک خبر کړل او هغوی ټول حیران شول.

یوې ښځې ته شفا ورکول او د مړې انجلۍ راژوندي کول

(متي ۹:‌۱۸‌-‌۲۶ او لوقا ۸:‌۴۰‌-‌۵۶)

۲۱کله چې عیسی یوځل بیا په کشتۍ کې د بحیرې بلې غاړې ته پورې وت، نو هلته د بحیرې په غاړه ګڼ شمېر خلک ورڅخه راتاو شول. ۲۲بیا د کنیسې یو مشر چې یایروس نومېده راغی او کله چې هغه عیسی ولیده نو په پښو کې یې پرېوت، ۲۳ډېره زاري یې ورته وکړه او ویې ویل: «زما کوچنۍ لور د مرګ په حال کې ده. مهرباني وکړه راشه او خپل لاس په هغې باندې کېږده چې روغه شي او ژوندۍ پاتې شي.» ۲۴نو عیسی د هغه سره لاړ.

ګڼ شمېر خلک ورسره روان شول او د هرې خوا څخه ورباندې خلک راټول شول. ۲۵په هغوی کې یوه ښځه وه چې د دولسو کالو راهیسې د وینې بهېدلو په ناروغۍ اخته وه. ۲۶هغه د ډېرو ډاکترانو له لاسه په تکلیف شوې وه او هرڅه چې هغې لرل هغه یې ولګول، خو د دې په ځای چې ښه شي هغه نوره هم بدېدله. ۲۷هغې د عیسی په هکله د خلکو خبرې اورېدلې وې، نو په ګڼه‌ګوڼه کې د شا له خوا راغله او د عیسی چپنې ته یې لاس وروړ. ۲۸هغې د خپل ځان سره ویل: «که زه یوازې د هغه کالیو ته هم لاس وروړم، نو روغه به شم.» ۲۹څنګه چې هغې د هغه کالیو ته لاس وروړ، نو سمدلاسه یې وینه ودرېدله او په ځان پوهه شوه چې ناروغي یې ښه شوې ده. ۳۰په هماغه شېبه کې عیسی پوه شو چې د هغه څخه یو قوت راووت. هغه د خلکو ګڼې‌ګوڼې ته مخ راواړاوه او ویې ویل: «چا زما کالیو ته لاس وروړ؟» ۳۱شاګردانو یې ورته وویل: «ته وینې چې خلک څنګه ستا شاوخوا ته راټول شوي دي او بیاهم وایې چې چا راته لاس راوړ؟» ۳۲خو عیسی شاوخوا وکتل چې وګوري دا کار چا کړی دی. ۳۳خو هغه ښځه پوه شوه چې څه ورباندې شوي دي، نو له وېرې رپېدله، راغله او د هغه پښو ته پرېوتله او ټول حال یې ورته ووایه. ۳۴عیسی هغې ته وویل: «لورې، ته خپل ایمان روغه کړې. په خیر لاړه شه او د تل دپاره د دې ناروغۍ څخه خلاصه شې.»

۳۵عیسی لا خبرې کولې چې د کنیسې د مشر یایروس د کور نه څو کسان راغلل او ویې ویل: «ستا لور مړه شوه. نور ولې استاذ ته تکلیف ورکوې؟» ۳۶عیسی د هغوی خبرو ته غوږ ونه نیوه او د کنیسې مشر ته یې وویل: «مه وېرېږه، یوازې ایمان ولره.» ۳۷بیا هغه له پطروس، یعقوب او د یعقوب ورور یوحنا پرته بل چاته اجازه ورنه کړه چې د هغه سره لاړ شي. ۳۸کله چې هغوی د کنیسې د مشر کور ته ورسېدل، عیسی د ویرجنو خلکو یوه ډله ولیدله او ویې لیدل چې په چیغو چیغو یې ژړا او انګولا کوله. ۳۹نو عیسی دننه ورغی او هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې دا شورماشور جوړ کړی او ژړاګانې کوئ؟ انجلۍ مړه نه ده بلکې ویده ده.» ۴۰خو هغوی ورپورې وخندل. عیسی هغوی ټول له کوره وویستل او د انجلۍ مور او پلار او خپل درې شاګردان یې د ځان سره کړل او هغې کوټې ته ورننوتل چې انجلۍ په کې پرته وه. ۴۱عیسی انجلۍ له لاسه ونیوله او ورته ویې ویل: «طلیتا قومي» چې معنی یې ده «ای انجلۍ، تاته وایم راپاڅېږه.» ۴۲انجلۍ سمدلاسه راپاڅېدله او روانه شوه. هغه دولس کلنه وه. په دې کار هغوی ډېر حیران شول. ۴۳خو عیسی هغوی ته په کلکه امر وکړ چې له دې نه باید هېڅوک خبر نه شي او هغوی ته یې وویل: «هغې ته څه شی ورکړئ چې ویې خوري.»