کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ عیسی یوځل بیا کنیسې ته لاړ او هلته یو سړی ؤ چې لاس یې وچ شوی ؤ. ۲ ځینو خلکو هڅه کوله ترڅو یو دلیل پیدا کړي چې په عیسی تور ولګوي، نو هغوی دې ته کتل چې هغه د سبت په ورځ هغه سړي ته شفا ورکوي او که نه. ۳ نو عیسی هغه سړي ته چې لاس یې وچ شوی ؤ، وویل: «راپاڅېږه او د ټولو په مخکې ودرېږه.» ۴ بیا هغه د خلکو څخه پوښتنه وکړه: «د سبت په ورځ نېکي کول روا دي که بدي کول؟ د چا د ژوند ژغورل روا دي که له منځه وړل؟» خو هغوی غلې پاتې شول. ۵ عیسی په قهر سره هغوی ته وکتل او د هغوی په حال یې افسوس وکړ، ځکه چې زړونه یې سخت وو. بیا یې هغه سړي ته وویل: «خپل لاس وغزوه.» هغه لاس وغزاوه او لاس یې روغ شو. ۶ بیا فریسیان د کنیسې څخه ووتل او سمدلاسه یې د هیرودیس د پلویانو سره یوه لاره جوړه کړه چې عیسی څنګه ووژني.
۷ عیسی د خپلو شاګردانو سره د بحیرې غاړې ته لاړ او زیات شمېر خلک ورپسې روان وو. هغوی د جلیل، یهودیې، ۸ اورشلیم، ادومیې، د اردن د سیند د بلې غاړې له سیمو او د صور او صیدون له شاوخوا سیمو څخه راغلي وو. دا ټول خلک ځکه عیسی ته راغلل چې د هغه د کارونو څخه خبر شوي وو. ۹ د خلکو د زیاتې ګڼېګوڼې له امله عیسی خپلو شاګردانو ته وویل چې هغه ته کشتۍ تیاره کړي ترڅو خلک ورباندې زور رانه وړي. ۱۰ ځکه چې هغه دومره ډېر ناروغان روغ کړي وو چې یو بل یې ټېله کول ترڅو هغه ته لاس وروړي. ۱۱ کله چې به پېریانو عیسی ولیده، نو په پښو کې به یې پرېوتل او چیغې به یې وهلې: «ته د خدای زوی یې.» ۱۲ خو عیسی پېریانو ته په کلکه حکم کاوه چې هېچا ته ونه وایي چې هغه څوک دی.
۱۳ بیا عیسی غره ته لاړ او کوم کسان یې چې خوښ کړي وو هغه یې راوغوښتل او هغوی ورته راغلل. ۱۴ عیسی دولس تنه وټاکل او هغوی یې د رسولانو په نوم یاد کړل چې د هغه سره به اوسي او هغوی به ولېږل شي چې وعظ وکړي ۱۵ او دا واک او اختیار به ولري چې پېریان وباسي.
۱۶ هغه دا دولس تنه وټاکل: شمعون چې عیسی ورباندې پطروس نوم کېښود، ۱۷ د زبدي زوی یعقوب او د هغه ورور یوحنا چې په هغوی باندې یې د بوانیرګس نوم کېښود چې معنی یې ده د تندر زامن، ۱۸ او اندریاس، فیلیپوس، بارتولما، متي، توما، د حلفي زوی یعقوب، تدي، شمعون سرتېری، ۱۹ او یهودا اسخریوتي چې د عیسی سره یې خیانت وکړ.
۲۰ وروسته عیسی خپل کور ته ننوت او یوځل بیا دومره زیات خلک راټول شول چې عیسی او شاګردانو یې د ډوډۍ خوړلو وخت هم نه درلود. ۲۱ کله چې د عیسی خپلوان خبر شول نو، هغوی لاړل چې هغه د ځان سره بوځي، ځکه چې دوی ویل چې هغه لېونی شوی دی.
۲۲ د شریعت کوم عالمان چې د اورشلیم څخه راغلي وو، ویل یې: «هغه د بعلزبول یعنې د پېریانو د مشر چې شیطان دی، د هغه په مرسته پېریان وباسي.» ۲۳ نو عیسی خلک راوغوښتل او په مثالونو کې یې ورسره خبرې وکړې او ویې ویل: «شیطان څنګه شیطان ویستلی شي؟ ۲۴ که په یوه پاچاهۍ کې بېاتفاقي راپیدا شي، نو هغه پاچاهي نه شي پاتې کېدلی. ۲۵ که په یوه کورنۍ کې بېاتفاقي راپیدا شي، نو هغه کورنۍ نوره نه شي پاتې کېدلی. ۲۶ که چېرې شیطان د خپل ځان په خلاف راپورته شي او د ځان سره بېاتفاقه شي، نو هغه نه شي پاتې کېدلی او قدرت یې له منځه ځي. ۲۷ همدارنګه هېڅوک نه شي کولای چې د یو زورور سړي کور ته ورننوځي او د هغه د کور سامان لوټ کړي، ترڅو چې لومړی هغه سړی وتړي او بیا یې کور لوټ کړي.
۲۸ په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د انسان هر ډول ګناه او حتی هر کفر یې چې ویلی وي هغه به وبخښل شي، ۲۹ خو څوک چې د روح القدس په خلاف کفر ووایي هغه به هېڅکله ونه بخښل شي، بلکې د هغې ګناه به تل ترتله د هغه په غاړه وي.» ۳۰ عیسی ځکه دا خبره وکړه چې هغوی ویل: «هغه پېریانو نیولی دی.»
۳۱ بیا د عیسی مور او ورونه راغلل او د کور څخه دباندې ولاړ وو. هغوی یو څوک ورولېږه چې هغه ته غږ وکړي. ۳۲ په دې وخت کې ګڼ شمېر خلک چې د عیسی چارچاپېره ناست وو، هغه ته وویل: «ستا مور او ورونه دباندې ولاړ دي او غواړي چې تا وویني.»
۳۳ عیسی په ځواب کې وویل: «زما مور څوک ده او زما ورونه څوک دي؟» ۳۴ عیسی هغو خلکو ته چې د هغه چارچاپېره ناست وو وکتل او ویې ویل: «زما مور او زما ورونه دا دي. ۳۵ څوک چې د خدای د ارادې سره سم کار کوي هغه زما ورور، زما خور او زما مور ده.»