0:00 / 0:00

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

لسم باب

د طلاق په باب کښې تعليم

۱ عيسىٰ د هغه ځائ نه بيا روان شو نو يهوديه او اُردن د سيند پورې غاړې ته لاړو، او ډېر خلق بيا ترې راچاپيره شُو. او د خپل عادت په مطابق هغۀ بيا هغوئ ته تعليم شروع کړو. ۲ نو ځينې فريسيان راغلل او ترې د آزمېښت په طور يې دا تپوس وکړو، ”ولې يو سړى له دا روا دى چې خپله ښځه طلاقه کړى؟“ ۳ هغۀ په جواب کښې ترې تپوس وکړو چې، ”موسىٰ تاسو ته څۀ حُکم کړے وو؟“ ۴ هغوئ جواب ورکړو چې، ”موسىٰ سړى ته دا اجازت ورکړے دے چې طلاق نامه دې وليکى او ښځه دې پرېږدى.“ ۵ عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا حُکم هغۀ ستاسو د زړۀ د سختوالى په وجه وليکلو. ۶ خو د دُنيا د شروع نه ”خُدائ پاک هغوئ نر او ښځه پېدا کړل.“ ۷ ”په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى. ۸ او دا دواړه به يو بدن شى.“ نو بيا نور دوئ دوه نه خو يو بدن وى. ۹ نو په دې وجه څوک چې خُدائ پاک يو ځائ کړى دى نو بنى آدم دې يې نۀ جدا کوى.“ ۱۰ نو بيا چې دوئ کور ته ننوتل نو مريدانو ترې په دې حقله تپوس وکړو. ۱۱ هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”هر څوک چې خپله ښځه طلاقه کړى او د بلې سره وادۀ وکړى نو هغه د اولنۍ ښځې خلاف زنا کوى. ۱۲ او دغه شان کۀ يوه ښځه خاوند له طلاق ورکړى او بل سره وادۀ وکړى نو هغه هم زنا کوى.“

ماشومانو له برکت ورکول

۱۳ بيا خلقو د دې دپاره عيسىٰ له ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى خو مريدانو هغوئ ورټل. ۱۴ خو کله چې عيسىٰ دا وليدل نو خفه شو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده. ۱۵ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر څوک چې د خُدائ پاک بادشاهى د ماشوم په شان قبوله نۀ کړى هغه به په کښې هيڅکله هم ورداخل نۀ شى.“ ۱۶ هغۀ هغوئ په غېږ کښې اوچت کړل، په سر يې ورله لاس کېښودو او برکت يې ورکړو.

دولتمند سړے

۱۷ عيسىٰ بيا په سفر روانېدو چې يو سړى رامنډه کړه او د هغۀ په وړاندې په ګوډو شو او تپوس يې وکړو، ”اے نېکه اُستاذه. زۀ داسې څۀ وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“ ۱۸ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ما ته نېک ولې وائې؟ د خُدائ پاک نه بغېر بل هيڅوک نېک نشته. ۱۹ تا ته د خُدائ پاک حُکمونه معلوم دى چې، قتل مۀ کوه، زنا مۀ کوه، غلا مۀ کوه، د دروغو ګواهى مۀ کوه، ټګى مۀ کوه او د خپل مور پلار عزت کوه.“ ۲۰ هغۀ جواب ورکړو، ”اُستاذه. ما د ځوانۍ نه په دې هر څۀ عمل کړے دے.“ ۲۱ بيا عيسىٰ هغۀ ته وکتل، په هغۀ يې مينه راغله او ورته يې فرمائيل چې، ”په تا کښې د يو څيز کمے دے، لاړ شه خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“ ۲۲ کله چې هغۀ دا خبره واورېده نو خفه زهير لاړو ځکه چې هغه ډېر مالداره سړے وو. ۲۳ عيسىٰ ګېرچاپېره خپلو مريدانو ته وکتل او ورته يې وفرمائيل، ”د يو مالداره دپاره د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے.“ ۲۴ مريدان د هغۀ په دې خبره حق حېران شول خو عيسىٰ په دوېم ځل وفرمائيل، ”بچو، د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے. ۲۵ د يو مالداره سړى په نسبت د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل د يو اوښ دپاره د ستنې په سورى کښې تېرېدل آسان دى.“ ۲۶ هغوئ د مخکښې نه هم زيات حق حېران شول او يو بل ته يې ووئيل، ”نو بيا به څوک خلاصون ومومى؟“ ۲۷ عيسىٰ هغوئ ته وکتل او وې فرمائيل، ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.“ ۲۸ بيا پطروس وئيل شروع کړل، ”ګوره، مونږ خو د دې دپاره هر څۀ پرېښى دى چې تا پسې روان شو.“ ۲۹ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې چا چې زما او زما د زيرى د خاطره کور، وروڼه، خوېندې، مور پلار، اولاد يا زمکه پرېښى وى، ۳۰ نو چې هغوئ ته به په دې دُنيا کښې يو په سل اجر ورکړے شى، کورونه، وروڼه، خوېندې، ميندې، اولاد او زمکه، او ورسره ربړېدل، او په آخرت کښې به د تل ژوندون بيا مومى. ۳۱ خو ډېر اول به آخر کړے شى او آخر به اول کړے شى.“

په درېم ځل د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ او د بيا ژوندى کېدو په باب کښې پېشګوئې کول

۳۲ دوئ د يروشلم په لار روان وُو او عيسىٰ ترې وړاندې وو. او مريدان حېران شوى وُو او څوک چې ورپسې روان وُو هغوئ يرېدل. هغۀ هغه دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وضاحت وکړو چې هغۀ ته څۀ پېښېدونکى دى. ۳۳ هغۀ ورته وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او اِبن آدم به مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرې د مرګ حُکم وکړى او غېر‌يهوديانو ته به يې حواله کړى. ۳۴ په هغۀ پورې به ملنډې وکړے شى او توکاڼى به پرې وتُوکلے شى، په کوړو به ووهلے شى او قتل به يې کړى، خو درې ورځې پس به هغه بيا ژوندے پاڅى.“

د يوحنا او يعقوب عرض

۳۵ د زبدى زامن يعقوب او يوحنا هغۀ له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه مونږ چې ستا نه څۀ هم غواړو هغه زمونږ دپاره وکړه.“ ۳۶ هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ غواړئ چې زۀ يې درله وکړم؟“ ۳۷ هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ له دا اجازت راکړه چې مونږ هم ستا په لويئ کښې تا سره، يو ستا ښى لاس ته او بل ګس لاس ته يو ځائ کښېنو.“ ۳۸ عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو چې څۀ غواړئ په هغې نۀ پوهېږئ. کوم د مصيبتونو کنډول به چې زۀ څښم ولې تاسو به هغه وڅښلے شئ؟ يا به هغه بپتسمه واخستلے شئ چې به پرې زما بپتسمه کيږى؟“ ۳۹ هغوئ جواب ورکړو چې، ”آو، مونږ يې څښلے شُو.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ، او په کومه بپتسمه چې به زما بپتسمه کيږى، په هغې به ستاسو بپتسمه هم وشى. ۴۰ خو دا زما په اختيار کښې نۀ دى چې خپل ښى او ګس لاس ته څوک کښېنوم، خو دا د هغه چا دے د چا دپاره چې دا تيار کړے شوے دے.“ ۴۱ هر کله چې نورو لسو دا واورېدل نو هغوئ يعقوب او يوحنا ته غصه شول. ۴۲ عيسىٰ هغوئ ځان ته راوبلل او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ته پته ده چې د قومونو حکمرانان په خپلو خلقو باندې رُعب اچوى او د هغوئ لوئ آفسران په هغوئ باندې د خپل اختيار غلط استعمال کوى. ۴۳ خو ستاسو دپاره داسې نۀ دى. په تاسو کښې چې څوک مشرى غواړى هغه دې ستاسو خادِم شى. ۴۴ او هر هغه څوک چې په تاسو کښې مشر کېدل غواړى هغه دې په خپله خوښه د ټولو خادِم شى. ۴۵ ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“

د ړوند برتماۍ بينا کول

۴۶ خو هغوئ يريحو ته راغلل او کله چې عيسىٰ او د هغۀ مريدان د ښاريې نه ووتل نو ګڼ خلق ورپسې وُو، نو يو ړوند فقير د تمائ زوئ برتماۍ څوک چې د لارې په غاړه ناست وو، ۴۷ نو کله چې هغه په دې خبر شو چې دا عيسىٰ ناصرى دے نو هغۀ چغې کړې، ”اے عيسىٰ د داؤد زويه، په ما رحم وکړه.“ ۴۸ ډېرو خلقو ورته په سختۍ ووئيل چې، ”چپ شه،“ خو هغۀ لا نورې هم چغې زياتې کړې، ”اے د داؤد زويه. په ما رحم وکړه.“ ۴۹ عيسىٰ ودرېدلو او وې فرمائيل، ”دے دلته راولئ.“ نو هغوئ هغه ړوند سړے راوستو او ورته يې ووئيل، ”پاڅه، زړَور شه، هغه دې غواړى.“ ۵۰ په دې هغۀ خپله چُوغه وغورزوله، سمدستى پورته شو او عيسىٰ له راغلو. ۵۱ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې ستا دپاره وکړم؟“ هغه ړوند سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه، زۀ بيا خپل نظر غواړم.“ ۵۲ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”لاړ شه، خپل ايمان تۀ روغ کړې،“ نو سمدستى هغه بينا شو او عيسىٰ پسې روان شو.