0:00 / 0:00

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

يوولسم باب

په يروشلم کښې د حضرت عيسىٰ کاميابه استقبال

۱ هغوئ چې يروشلم ته رانزدې شول او چې بيتِ‌فګے او بيتِ‌عنياه ته د زيتُونو غرۀ ته ورسېدل نو عيسىٰ خپل دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل، ۲ ”دې مخامخ کلى ته ورشئ. نو چې څنګه ورننوځئ نو تاسو به يو کوچاڼے تړلے ومومئ چې تر اوسه پرې هيچا لا سورلى نۀ ده کړې. هغه پرانيزئ او دلته يې راولئ. ۳ کۀ څوک درنه تپوس وکړى چې دا څۀ کوئ؟ نو ورته ووايئ چې زمونږ د مالِک دا په کار ده او هغه به يې سمدستى دلته واپس راولېږى.“ ۴ هغوئ لاړل او د دروازې نه بهر يې په کوڅه کښې هغه کوچاڼے تړلے وموندلو. هغوئ هغه پرانستو، ۵ او په ولاړو خلقو کښې ځينو ورته ووئيل چې، ”دا څۀ کوئ؟ تاسو دا کوچاڼے ولې پرانيزئ؟“ ۶ نو هغوئ هغه جواب ورکړو څۀ چې ورته عيسىٰ فرمائيلى وُو، نو بيا يې هغوئ پرېښودل چې بو يې ځى. ۷ نو هغوئ عيسىٰ له کوچاڼے راوستو او خپلې جامې يې پرې واچولې او هغه پرې سور شو. ۸ او ډېرو خلقو ورته په لارو کښې خپلې جامې وغوړولې او نورو د پټو نه څانګې پرېکړلې او ورته يې خورې کړلې. ۹ او څومره خلق چې مخکښې تلل او هغه چې وروستو راتلل، نو بيا څوک چې د هغۀ نه وړاندې تلل او څوک چې ورپسې روان وُو هغوئ چغې ويستلې چې، ”اُمبارکى د هغه چا چې د مالِک خُدائ په نوم راځى. ۱۰ زمونږ د پلار نيکۀ داؤد راتلونکې بادشاهى دې مبارکه وى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“ ۱۱ هغه يروشلم ښار ته راغلو او د خُدائ کور ته ورننوتو او ګېرچاپېره يې وکتل، خو ماښام ناوخته هغه د دولسو مريدانو سره بيتِ‌عنياه ته لاړو.

د اينځر په ونې لعنت کول

۱۲ په بله ورځ چې هغوئ د بيتِ‌عنياه نه ووتل نو عيسىٰ اوږے شوے وو. ۱۳ او د لرې نه يې چې د اينځر يوه ونه وليده نو ورغلو چې هغه په کښې څۀ پېدا کړى. خو کله چې هغه ورغے نو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل ځکه چې دا د اينځرو موسم نۀ وو. ۱۴ هغه ونې ته يې وفرمائيل چې، ”بيا به هيڅوک هم هيڅکله ستا نه مېوه ونۀ خورى.“ او د هغۀ مريدانو دا واورېدل.

د خُدائ پاک د کور پاکول

۱۵ کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله وشړل. او هغه د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې. ۱۶ او د خُدائ د کور په دربار کښې هغۀ د تجارت د څيزونو وړل راوړل نۀ پرېښودل. ۱۷ نو بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو او وې فرمائيل، ”ولې صحيفې دا نۀ وائى چې، زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى؟ خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“ ۱۸ مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو چې دا واورېدل نو کوشش يې کولو چې هغه په څۀ چل هلاک کړى خو هغوئ يرېدل ځکه چې ټول خلق د هغۀ د تعليم نه ډېر متاثره وُو.

د اينځر د وچې شوې ونې سبق

۱۹ او چې ماښام شو نو عيسىٰ او د هغۀ مريدان د ښار نه بهر ووتل. ۲۰ بله ورځ سحر وختى چې هغوئ په لاره تېرېدل نو هغوئ وليدل چې هغه د اينځر ونه له بېخ نه اوچه شوې ده. ۲۱ پطروس هغه خبره راياده کړه کومه چې عيسىٰ پرون د اينځر ونې ته کړې وه نو هغۀ ووئيل، ”اُستاذه، وګوره د اينځر په کومه ونه چې تا لعنت کړے وو هغه اوچه شوې ده.“ ۲۲ عيسىٰ ورته جواب ورکړو چې، ”په خُدائ پاک ايمان ساتئ. ۲۳ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک دې غر ته ووائى چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، او په زړۀ کښې يې شک نۀ وى او ايمان ساتى، نو هر څۀ چې وائى هغه به د هغۀ دپاره وشى. ۲۴ ځکه زۀ تاسو ته وايم، تاسو چې د څۀ دپاره هم دُعا کوئ نو ايمان ساتئ چې دا تاسو حاصل کړو نو هغه به ستاسو شى. ۲۵‏-۲۶ او هر کله چې تاسو دُعا ته ودرېږئ نو کۀ ستاسو په زړۀ کښې د چا خلاف خبرې وى، نو هغه معاف کړئ، د دې دپاره چې ستاسو آسمانى پلار به ستاسو نافرمانى معاف کړى.“

د حضرت عيسىٰ د اختيار په حقله سوال

۲۷ هغوئ يو ځل بيا يروشلم ته راغلل او کله چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې ګرځېدو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورته راغلل، ۲۸ او ورته وې وئيل، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې؟ او دا اختيار تا له چا درکړے دے چې تۀ داسې کوه؟“ ۲۹ عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو يې جواب راکړئ نو زۀ به هم تاسو ته دا وښايم چې په کوم اختيار زۀ دا کارونه کوم. ۳۰ د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د لورى وه او کۀ د انسان نه؟ جواب راکړئ.“ ۳۱ په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”مونږ څۀ ووايو؟ کۀ چرې مونږ ووايو چې له آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟ ۳۲ او کۀ مونږ وايو چې د انسانانو نه، نو بيا به څۀ وشى؟“ دوئ د خلقو نه يرېدل ځکه چې د ټولو خلقو دا ايمان وو چې يحيىٰ نبى وو. ۳۳ نو ځکه هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ خبر نۀ يُو.“ او عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”بيا به زۀ هم درته ونۀ وايم چې زۀ په کوم اختيار دا کارونه کوم.“