0:00 / 0:00

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

څوارلسم باب

د حضرت عيسىٰ د قتلولو سازش

۱ د فسح او د پتيرې روټۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې او مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو داسې طريقه لټوله چې عيسىٰ په پټه ونيسى او وې وژنى. ۲ هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځو کښې نۀ وى، هسې نه چې په خلقو کښې بلوا جوړه شى.“

په بيتِ‌عنياه کښې د حضرت عيسىٰ په سر عطر اچول

۳ عيسىٰ د شمعون جذامى په کور کښې په بيتِ‌عنياه کښې وو. کله چې هغه روټۍ ته کښېناستو، نو يوه ښځه راغله او ډېر قيمتى خالص عطر يې د مرمرو په عطردان کښې راوړل. هغې د عطردان سر مات کړو او د هغۀ په سر يې عطر واچول. ۴ په حاضر مجلس کښې ځينې کسانو په غصه کښې ووئيل چې، ”دا قيمتى عطر ولې ضائع شول؟ ۵ ځکه چې دا عطر خو به په څۀ دپاسه د درېو سوو دينارو خرڅ شوے وے او پېسې به يې خوارانو له ورکړے شوے وے.“ نو هغوئ هغې ته غصه وکړه. ۶ خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”دا پرېږدئ، تاسو دا ښځه ولې تنګوئ؟ هغې زما ډېر ښۀ خِدمت وکړو. ۷ ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى او هر کله چې تاسو غواړئ د هغوئ مدد کولے شئ خو زۀ به درسره تل نۀ يم. ۸ هغې نه چې څۀ کېدے شول، هغه يې وکړل. هغې د ښخولو نه وړاندې زما په بدن عطر واچول. ۹ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر چرته چې په دُنيا کښې دا زېرے خوريږى نو څۀ چې هغې وکړل نو دا به هم په کښې ياديږى.“

د يهوداه اِسکريوتى په حضرت عيسىٰ مُخبرى کولو ته راضى کېدل

۱۰ نو بيا يهوداه اِسکريوتى چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو، مشرانو اِمامانو له لاړو چې د عيسىٰ مخبرى وکړى. ۱۱ چې هغوئ د هغۀ د غرض نه خبر شول نو هغوئ ډېر خوشحاله شول او د هغۀ سره يې د پېسو ورکولو وعده وکړه. د هغه وخت نه پس هغه د مخبرۍ د موقعې په تلاش کښې وو.

مريدانو سره فسح خوړل

۱۲ د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ چې هغوئ د فسح ګډورے قربانولو، د عيسىٰ مريدانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“ ۱۳ نو هغۀ خپل دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل، ”ښار ته لاړ شئ، يو سړے به ووينئ چې د اوبو منګے به وړى، په هغۀ پسې لاړ شئ، ۱۴ او هغه چې کوم کور ته ننوځى نو د هغه کور مالِک له دا پېغام ورکړئ چې، اُستاذ وائى چې زما او زما د مريدانو دپاره د فسح د خوراک دپاره د مېلمستيا کومه کوټه مقرره شوې ده؟ ۱۵ هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوې بالاخانه وښائى، زمونږ دپاره هلته د فسح تيارے وکړئ.“ ۱۶ بيا مريدان روان شول او چې ښار ته دننه شول نو هغوئ هر څۀ هغه شان وموندل څنګه چې هغۀ ورته فرمائيلى وُو، نو هغوئ د فسح د خوراک تيارے وکړلو. ۱۷ کله چې ماښام شو نو هغه د دولسو مريدانو سره راغلو. ۱۸ څۀ وخت چې هغوئ روټۍ ته کښېناستل نو عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ درته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى، هغه څوک چې ما سره روټۍ خورى.“ ۱۹ په ډيرې پرېشانۍ سره هغوئ يو يو ورته ووئيل، ”رښتيا زۀ خو به نۀ يم؟“ ۲۰ هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”په تاسو دولسو کښې هغه يو دے څوک چې ما سره په دې تالى کښې لاس ښکته کوى. ۲۱ د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم مُخبرى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو دا به ډېره ښۀ وه.“

د عشاء ربانۍ مقررول

۲۲ د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه. په هغوئ يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، دا زما بدن دے.“ ۲۳ بيا هغۀ يوه پيالۍ راواخسته او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او هغوئ له يې ورکړه او هغوئ ټولو ترې وڅښل. ۲۴ او بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو دپاره توئيږى. ۲۵ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې يې تازه ونۀ څښم.“ ۲۶ د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.

د پطروس د اِنکار پېشګوئې

۲۷ او عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ټول به تيندک وخورئ ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”زۀ به شپون ووهم او ګډې به يې خورې ورې شى.“ ۲۸ خو هر کله چې زۀ بيا ژوندے پاڅولے شم نو زۀ به ستاسو نه وړاندې ګليل ته لاړ شم.“ ۲۹ پطروس جواب ورکړو، ”کۀ چرې دوئ ټول تيندک وخورى، خو زۀ به هيچرې تيندک ونۀ خورم.“ ۳۰ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن په هم دې شپه د دوېم چرګ بانګ وئيلو نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“ ۳۱ خو هغۀ په دې خبره زور ورکړو، ”کۀ زۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرې اِنکارى نۀ شم.“ او هغوئ ټولو هم دغه شان ووئيل.

په ګيتسمنى کښې دُعا کول

۳۲ کله چې هغوئ ګيتسمنى نومې ځائ ته ورسېدل نو عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”ترڅو چې زۀ دُعا کوم تاسو دلته کښېنئ.“ ۳۳ او هغۀ بيا د ځان سره پطروس، يعقوب او يوحنا بوتلل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله. ۳۴ او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”زما زړۀ د غمه چوى او مرګ ته نزدې شوے يم. دلته ايسار شئ او ما سره بېدار اوسئ.“ ۳۵ بيا هغه يو څو قدمه لاړو، او په زمکه پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وغوښتله، ”کۀ دا کېدے شى نو دا سخت وخت دې له ما نه لرې کړے شى.“ ۳۶ هغۀ وفرمائيل، ”ابا،“ يعنې پلاره، ”ستا دپاره هر څۀ ممکن دى. دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، خو زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“ ۳۷ هغه واپس راغلو او هغوئ يې اودۀ وموندل. نو هغۀ پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه، اودۀ يې څۀ؟ ولې تاسو ما سره يوه ګينټه قدرې هم بېدار نۀ شوئ پاتې کېدے؟ ۳۸ بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“ ۳۹ يو ځل بيا هغه لاړو او هم هغه شان دُعا يې وغوښته. ۴۰ چې يو ځل بيا هغه واپس راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل ځکه چې د هغوئ سترګې درنې شوې وې، او هغوئ په دې نۀ پوهېدل چې هغۀ ته څۀ جواب ورکړى. ۴۱ درېم ځل هغه راغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ بس، هغه وخت راغلو چې اِبن آدم د ګناهګارانو لاسونو ته وسپارلے شى. ۴۲ پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مُخبر نزدې راغلے دے.“

په حضرت عيسىٰ جاسوسى او د هغۀ ګرفتارى

۴۳ عيسىٰ چې لا خبرې کولې نو سمدستى يهوداه چې په دولسو مريدانو کښې يو وو راغلو، او هغۀ سره ډېر خلق چې تُورې او کوتکې په لاس وُو راښکاره شول. هغوئ مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو رالېږلى وُو. ۴۴ جاسوس هغوئ ته دا نښه ښودلې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ او د ځان سره يې په حفاظت بوځئ.“ ۴۵ کله چې دے هغه ځائ ته راورسېدو نو هغه سمدستى وروړاندې شو او عيسىٰ ته يې ووئيل، ”اُستاذه.“ او ښکل يې کړو. ۴۶ بيا هغوئ عيسىٰ ونيولو او ګرفتار يې کړو. ۴۷ په هغه خلقو کښې چې ولاړ وُو يو کس خپله تُوره راوويستله او د مشر اِمام په نوکر يې ګزار وکړو او د هغۀ غوږ يې پرې کړو. ۴۸ بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ؟ ۴۹ زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې ورکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو. خو دا ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“ ۵۰ نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل. ۵۱ څوک چې ورسره وُو په هغوئ کښې يو ځوان وو چې د کتان د څادر نه يې لنګ وهلے وو. هغوئ د نيولو کوشش وکړو، ۵۲ خو هغۀ د کتان څادر پرېښودلو او لغړ وتښتېدلو.

د حضرت عيسىٰ د جرګې په مخکښې پېشى

۵۳ بيا هغوئ عيسىٰ د مشر اِمام کور ته بوتلو چرته چې مشران اِمامان، د شرعې عالمان او اولسى مشران راټول وُو. ۵۴ پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو او اور ته يې ځان تودولو. ۵۵ مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش کولو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى خو داسې ګواهى يې پېدا نۀ کړے شوه. ۵۶ ډېرو د هغۀ په خلاف د دروغو ګواهى وکړله خو د هغوئ بيان د يو بل سره سمون نۀ خوړلو. ۵۷ نو بيا ځينې کسان پاڅېدل او د هغۀ په خلاف يې داسې د دروغو ګواهى وکړه چې، ۵۸ ”مونږ د دۀ نه دا اورېدلى دى چې، زۀ به دا د خُدائ کور ورانوم چې بنى آدمو ودان کړے دے او په درېو ورځو کښې به بل داسې ودان کړم چې هغه به د بنى آدم په لاسونو نۀ وى جوړ شوے.“ ۵۹ خو په هم دې خبره د هغوئ په ګواهۍ کښې يو والے نۀ وو. ۶۰ نو بيا مشر اِمام د هغوئ په وړاندې پاڅېدو او عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”ولې تا سره جواب نشته؟ دا اِلزامونه د څۀ دى چې هغوئ ستا خلاف ګواهى ورکوى؟“ ۶۱ خو هغه چپ پاتې شو او هيڅ جواب يې ورنۀ کړو. بيا مشر اِمام ترې تپوس وکړو، ”ولې تۀ مسيح، د مبارک ذات زوئ يې څۀ؟“ ۶۲ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ يم، او تاسو به اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته سره د اختيار ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“ ۶۳ په دې وينا مشر اِمام خپله چُوغه وشلوله او وې وئيل چې، ”دے خو کُفر وائى. د دې ګستاخۍ نه پس هم د نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ ۶۴ تاسو په خپله دا کُفر واورېدو ستاسو فېصله څۀ ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”دے مجرم دے او د مرګ جوګه دے.“ ۶۵ بيا ځينو په هغۀ وتُوکل او سترګې يې ورته پټې کړې او په سوکونو يې وهلو او جر يې ورپسې وويستلو، ”وايه کنه تۀ چا ووهلې.“ او سپاهيانو هم هغه د بوتلو په وخت کښې په څپېړو ووهلو.

د پطروس اِنکار کول

۶۶ په دې دوران کښې پطروس لا هغه شان په صحن کښې وو. د مشر اِمام يوه خِدمتګاره په هغه لاره تېرېدله. ۶۷ کله چې هغې پطروس اور ته په تودېدو وليدو، نو هغې هغۀ ته وکتل او وې وئيل، ”تۀ خو هم د دې عيسىٰ ناصرى سره وې.“ ۶۸ خو هغه منکر شو او وې وئيل، ”ما ته هيڅ پته نشته، چې دا تۀ لا څۀ وے.“ بيا هغه بهر ډيوډۍ ته لاړو په هم دې وخت چرګ بانګ ووئيلو. ۶۹ او هغې خِدمتګارې هغه هلته بيا وليدو او ولاړو خلقو ته يې ووئيل، ”دے د هغۀ ملګرے دے.“ ۷۰ خو هغه بيا منکر شو. لږه شېبه وروستو څوک چې هلته ولاړ وُو پطروس ته يې بيا ووئيل، ”بې‌شکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې تۀ هم د ګليل يې.“ ۷۱ په دې هغه په ښيرو سر شو او په قسم سره يې ووئيل، ”تاسو چې د کوم سړى ذکر کوئ زۀ هغه نۀ پېژنم.“ ۷۲ بيا چرګ په دوېم ځل بانګ ووئيلو او پطروس ته راياد شُو چې عيسىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د چرګ د دوه ځله بانګ وئيلو نه وړاندې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ نو هغه بيا ډېر خفه شو او په ژړا شو.