0:00 / 0:00
Next chapter

د عیسی مسیح په هکله د مرقوس انجیل

شپاړسم فصل

د عیسی بیا راژوندي کېدل

(متي ۲۸:‌۱‌-‌۸ او لوقا ۲۴:‌۱‌-‌۱۲ او یوحنا ۲۰:‌۱‌-‌۱۰)

۱ کله چې د سبت ورځ تېره شوه، مریم مجدلیې او د یعقوب مور مریم او سالومې خوشبویه تېل واخیستل او لاړلې چې د عیسی په مړي باندې یې واچوي. ۲ د یکشنبې په ورځ سهار د لمر راختلو نه وروسته هغوی قبر ته ورغلې. ۳ هغوی په خپلو کې یو بل ته وویل: «مونږ ته به د قبر د خولې څخه تیږه څوک ورغړوي؟» ۴ خو کله چې هغوی وکتل، نو ویې لیدل چې هغه تیږه چې ډېره غټه وه شاته رغړېدلې وه. ۵ کله چې هغوی قبر ته ورننوتلې، نو هلته یې یو ځوان سړی ولیده چې سپین کالي یې اغوستي وو او د قبر ښي خواته ناست ؤ. نو هغوی ووېرېدلې. ۶ خو هغه وویل: «مه وېرېږئ، زه پوهېږم چې تاسو ناصري عیسی لټوئ چې په صلیب باندې ځوړند شوی ؤ. هغه دلته نشته، هغه راژوندی شوی دی. ګورئ، دا هغه ځای دی چې د هغه مړی په کې ایښودل شوی ؤ. ۷ اوس لاړې شئ او د هغه شاګردانو او پطروس ته ووایئ چې هغه ستاسو څخه مخکې جلیل ته روان دی. لکه څنګه چې هغه خپله تاسو ته ویلي وو، تاسو به هغه هلته ووینئ.»

۸ هغوی د قبر څخه راووتلې او وتښتېدلې، ځکه چې د ډېرې وېرې لړزېدلې او وارخطا شوې وې. هغوی هېچا ته څه ونه ویل، ځکه چې وېرېدلې وې.

عیسی مریم مجدلیې ته ښکاره کیږي

(متي ۲۸:‌۹‌-‌۱۰ او یوحنا ۲۰:‌۱۱‌-‌۱۸)

[ ۹ کله چې عیسی د یکشنبې په ورځ سهار وختي د مړو نه راژوندی شو، نو لومړی مریم مجدلیې ته چې هغه ورڅخه اووه پېریان ویستلي وو ښکاره شو. ۱۰ هغه لاړه او څه چې پېښ شوي وو هغه یې د عیسی نژدې ملګرو ته چې ویر او ژړاګانې یې کولې، وویل. ۱۱ کله چې هغوی واورېدل چې عیسی ژوندی شوی دی او مریم لیدلی دی، نو باور یې ورباندې ونه کړ.

عیسی دوو شاګردانو ته ښکاره کیږي

(لوقا ۲۴:‌۱۳‌-‌۳۵)

۱۲ له هغې وروسته عیسی په بله څېره کې خپلو دوو شاګردانو ته چې د اورشلیم څخه کلي ته روان وو، ښکاره شو. ۱۳ هغوی بېرته لاړل او نور شاګردان یې خبر کړل، خو هغوی یې په خبره باندې باور ونه کړ.

عیسی خپلو یوولسو شاګردانو ته ښکاره کیږي

(متي ۲۸:‌۱۶‌-‌۲۰ او لوقا ۲۴:‌۳۶‌-‌۴۹ او یوحنا ۲۰:‌۱۹‌-‌۲۳ او د رسولانو عملونه ۱:‌۶‌-‌۸)

۱۴ وروسته بیا عیسی خپل ځان یوولسو شاګردانو ته چې ډوډۍ ته ناست وو، ورښکاره کړ. هغوی یې د بې‌ایمانۍ او سختو زړونو د لرلو په خاطر ورټل، ځکه چې هغوی د هغو خلکو په خبرو یقین ونه کړ چې هغه یې د راژوندي کېدلو څخه وروسته لیدلی ؤ. ۱۵ نو هغوی ته یې وویل: «په ټوله نړۍ کې وګرځئ او دا زېری ټولو ته ورسوئ. ۱۶ هرڅوک چې ایمان راوړي او د تعمید غسل واخلي نو هغه به خلاصون ومومي، خو څوک چې ایمان رانه وړي نو هغه به محکوم کړای شي. ۱۷ څوک چې ایمان راوړي، نو هغوی ته به دا نښه ورکړل شي چې زما په نوم به پېریان وباسي او په نویو ژبو به خبرې کوي، ۱۸ هغوی به ماران نیسي او که زهر وخوري، نو زیان به ورته نه رسیږي او کله چې په ناروغانو باندې خپل لاسونه ږدي، نو هغوی به ښه کیږي.»

اسمان ته د عیسی ختل

(لوقا ۲۴:‌۵۰‌-‌۵۳ او د رسولانو عملونه ۱:‌۹‌-‌۱۱)

۱۹ د هغوی سره د خبرو کولو نه وروسته څښتن عیسی اسمان ته پورته یووړل شو او د خدای ښي لاس ته کښېناست. ۲۰ بیا شاګردان لاړل او په هرځای کې یې وعظ کاوه او څښتن ورسره مرسته کوله او د معجزو په ښودلو یې دا ثابته کړه چې د هغوی پیغام رښتینی دی.]

Next chapter