0:00 / 0:00

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

لسم باب

دَ عيسىٰ مسيح دولس مُريدان

مرقوس ۳ :  ۱۳ ـ ۱۹، لُوقا ۶ :  ۱۲ ـ ۱۶

۱بيا عيسىٰ خپل دولس مُريدان راوغوښتل اَؤ هغوئ له ئے دَ ناپاکو رُوحونو لرے کولو اَؤ دَ هر قِسم رنځُورانو اَؤ کمزورتيا روغولو اِختيار ورکړو. ۲دَ هغه دولسو رسُولانو نومُونه دا دى، ړُومبے شمعُون چه پطروس ورته وائى اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس، دَ زبدى زوئے يعقوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا، ۳فيليپوس اَؤ برتلمائ، توما اَؤ متى محصولچى، دَ حلفى زوئے يعقوب اَؤ تدى، ۴شمعُون ننګيالے اَؤ يهوداه اِسکريوتى، يعنے هغه سړے چه په عيسىٰ ئے مُخبرى وکړله.

رسولانو ته هدايت

مرقوس ۶ :  ۷ ـ ۱۳، لُوقا ۹ :  ۱ ـ ۶

۵عيسىٰ دا دولس کسان دَ دے هداياتو سره وليږل چه ”دَ غير يهودى قومُونو په لورى مه ځئ اَؤ دَ سامريانو يوے ښاريئے ته هم مه ننوزئ، ۶خو دَ اِسرائيلو دَ کورنئ ورکو شوو ګدو ته لاړ شئ. ۷اَؤ په تلو تلو کښے دا پيغام ورکوئ چه دَ آسمان بادشاهى نزدے راغلے ده. ۸رنځُوران جوړوئ، مړى ژوندى کوئ، جُزاميان پاکوئ اَؤ پيريان وباسئ. تاسو ويړيا ومُونده، ويړيا ئے ورکوئ. ۹سرهٔ زر یا سپین زر یا تانبه ځان سره په خپلے همیانئ کښے مه وړئ. ۱۰دَ لارے توښه مه آخلئ، مه دوه قميصُونه آخلئ، نۀ نور پيزار، نۀ اَمسا، ځکه چه مزدُور دَ خپلے مزدورئ حقدار دے. ۱۱هر کله چه تاسو يو ښار يا کلى ته ورشئ نو دَ داسے سړى کره ورځئ چه دَ ورتلو لائق وي، اَؤ هلته تر هغے ايساريږئ تر څو چه رُخصت شوى نۀ يئ. ۱۲کُوم کور ته چه تاسو ننوزئ، دَ هغوئ سلامتى غواړئ. ۱۳که هغه دَ دے لائق وى نو ستاسو خير به ورورسى، اَؤ که لائق نۀ وى نو ستاسو خير به بيرته تاسو ته راوګرزى. ۱۴خو که چرے څوک تاسو قبول نۀ کړى اَؤ غوږ درته کيږنۀ دى نو هر کله چه تاسو دَ هغه کور يا ښار نه بهر وزئ نو دَ خپلو پښو نه دُوړه وڅنډئ. ۱۵زَۀ تاسو ته دا وايم چه په ورځ دَ قيامت به دَ صدوم اَؤ دَ عموره دَ ملک حال دَ دے ښار دَ حال نه ښۀ وى.

دَ راتلُونکى عذاب په حقله

مرقوس ۱۳ :  ۹ ـ ۱۳، لُوقا ۲۱ :  ۱۲ ـ ۱۷

۱۶ګورئ! زَۀ تاسو لکه دَ ګډو په شان شرمخانو ته آستوم. دَ مارانو په شان هوښيار اَؤ دَ کونترو په شان بے آزاره اوسئ. ۱۷خبردار اوسئ چه دوئ به تاسو عدالتُونو ته حواله کوى اَؤ په خپلو عبادت خانو کښے به مُونږ په کروړو وهى، ۱۸اَؤ زما دَ خاطره به تاسو حاکمانو اَؤ بادشاهانو ته پش کوى چه دَ هغوئ اَؤ غيرو قومُونو دَ پاره شاهِدان شئ. ۱۹خو هر کله چه تاسو ونيولے شئ نو دَ دے انديښنه مه کوئ چه تاسو به څۀ اَؤ څنګه ووايئ. چه وخت راشى نو هغه خبرے به په خپله ستاسو خُلے له راشى چه تاسو ته ئے ضرورت وى. ۲۰ځکه چه دغه به تاسو په خپله خبرے کوُونکى نۀ يئ بلکه ستاسو دَ آسمانى پلار رُوح به په تاسو کښے خبرے کوى. ۲۱ورور به دَ ورور دَ مرګ مُخبر شى اَؤ پلار به دَ زوى، اَؤ اَؤلاد به دَ مور پلار نه خلاف شى اَؤ وبه ئے وژنى. ۲۲ټول به زما دَ نُوم په سبب تاسو سره کينه کوى خو هغه سړے چه تر آخره صبر وکړى هغه به بچ شى. ۲۳کله چه تاسو په يو ښار کښے وربړيږئ نو بل ته هجرت وکړئ. زَۀ رښتيا درته وايم چه دَ دے نه آګاهو چه تاسو دَ بنى اِسرائيل په ټولو ښارُونو کښے وګرزئ چه اِبن آدم به راشى.

۲۴شاګرد دَ خپل اُستاد نه لوئے نۀ وى اَؤ نۀ غلام دَ خپل مالک نه. ۲۵دَ شاګرد دَ پاره دا کافى ده چه دَ اُستاد په شان شى اَؤ خادم دَ خپل مالک په شان. که چرے دَ کور مالک ته بعلزبُول وئيلے شوے دے نو دَ هغۀ دَ کور خلقو ته به ولے نۀ وائى؟

دَ چا نه ويريدل

لُوقا ۱۲ :  ۲ ـ ۷

۲۶نو دَ هغوئ نه ويره مۀ کوئ. داسے پټ شے نِشته چه ښکاره به نۀ شى اَؤ نۀ داسے پټ څيز چه هغه به ونۀ پيژندے شى. ۲۷څۀ چه زَۀ تاسو ته په تيارۀ کښے ووايم نو تاسو ئے په رڼا کښے وايئ. څۀ چه تاسو ته په غوږ کښے ووئيلے شى هغه تاسو دَ کوټے په سر په چغو وايئ. ۲۸دَ هغه چا نه مه ويريږئ څوک چه وجُود وژنى خو رُوح نۀ شى وژلے، بلکه دَ هغه چا نه ويريږئ څوک چه دَ رُوح اَؤ دَ بدن دواړو په دوزخ کښے دَ بربادولو توان لرى. ۲۹آيا دوه چڼچڼے په يوه پيسه نۀ خرڅيږى څۀ؟ خو بيا هم ستاسو دَ پلار دَ رضا نه بغير يوه هم په مزکه نۀ راپريوزى. ۳۰اَؤ څو پورے چه ستاسو تعلق دے ستاسو دَ سر ويښتۀ هم شمارلى شوى دى. ۳۱پس هيڅ ويره مۀ کوئ، تاسو دَ بے شميره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.

دَ خلقو په مخکښے دَ مسيح اِقرار کول

لُوقا ۱۲ :  ۸ ـ ۹

۳۲هر څوک چه دَ خلقو په وړاندے زما اِقرار وکړى، زَۀ به په آسمان کښے دَ خپل پلار په وړاندے دَ هغۀ اِقرار وکړم. ۳۳اَؤ هر څوک چه دَ خلقو په وړاندے زما نه اِنکار وکړى، زَۀ به په آسمان کښے دَ خپل پلار په وړاندے دَ هغۀ نه اِنکار وکړم.

اَمن نه خو تُوره

لُوقا ۱۲ :  ۵۱ ـ ۵۳، ۱۴ :  ۲۶ ـ ۲۷

۳۴تاسو دا خيال هيڅ کله مه کوئ چه زَۀ دُنيا ته دَ اَمن راوړلو دَ پاره راغلے يم، زَۀ دَ اَمن راؤړلو دَ پاره نۀ يم راغلے خو دَ تُورے دَ پاره. ۳۵زَۀ دے ته راغلے يم چه سړے دَ خپل پلار خلاف شى، لُور دَ مور اَؤ اِنږور دَ خواښے. ۳۶اَؤ دَ سړى دُښمنان به دَ هغۀ دَ کور خلق وى.

۳۷داسے يو سړے هم زما لائق نۀ دے څوک چه دَ مور پلار سره زما نه زياته مينه ساتى اَؤ هغه سړے هم زما لائق نۀ دے څوک چه زما نه زياته مينه دَ خپل زوئے اَؤ لُور سره کوى. ۳۸داسے سړے زما لائق نۀ دے څوک چه خپله سولئ نۀ پورته کوى اَؤ زما په قدم نۀ ځى. ۳۹څوک چه ځان ساتى هغه به ژوند بائيلى، اَؤ څوک چه زما دَ پاره ژوند بائيلى، هغه به ژوند بيا مُومى.

اَجر

مرقوس ۹ :  ۴۱

۴۰څوک چه تاسو قبلوى هغه ما قبلوى، اَؤ څوک چه ما قبلوى هغه زما راليږُونکے قبلوى. ۴۱هر هغه څوک چه يو نبى دَ نبى په نُوم قبُول کړى هغه به دَ نبى اَجر مُومى، اَؤ هر هغه څوک چه يو صادِق دَ صادِق په نُوم قبُول کړى، هغۀ ته به دَ صادِق اَجر ورکړے کيږي. ۴۲هر هغه څوک که يو کنډول قدرے يخے اوبۀ دے ورکوټو ته زما دَ مُريدئ په وجه ورکړى، نو زَۀ درته دا وايم چه هغه سړے به بے اَجره پاتے نۀ شى.“