0:00 / 0:00

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

نهم باب

دَ يو شل سړى جوړول

مرقُوس ۲ :  ۱ ـ ۱۲، لُوقا ۵ :  ۱۷ ـ ۲۶

۱نو عيسىٰ په کشتئ کښے کښيناستو اَؤ پورے وتو اَؤ خپل ښار ته راغے. ۲ورله څۀ کسانو يو شل سړے په کټ کښے راؤړو. دَ هغوئ عقيده چه ئے وليده نو عيسىٰ هغه سړى ته ووئيل چه ”زويه! خاطر جمع کړه، ستا ګُناهونه معاف شُو.“

۳په دے ځنے دَ شرعے عالمانو دَ ځان سره ووئيل چه ”دا ئے څۀ کُفر وغرَوو.“

۴عيسىٰ په دے پوهه وو چه دَ دوئ په زړۀ کښے څۀ تير شول اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تاسو داسے بد فکرونه ولے کوئ؟ ۵آيا دا آسانه خبره ده چه څوک ووائى چه ګُناهونه دِ معاف اَؤ وبخښلے شُو اَؤ که دا ووائى چه پاڅه اَؤ وګرزه؟ ۶دَ دے دَ پاره چه ستاسو زړۀ ته پريوزى چه اِبن آدم ته په دُنيا کښے دَ ګُناهونو دَ بخښنے ورکولو اِختيار شته،“ نو هغه شل سړى ته ئے مخ راواړوو اَؤ وئے وئيل چه ”پاڅه! کټ دِ واخله اَؤ کور ته ځه!“

۷دے سره سړے پاڅيدو اَؤ کور ته لاړو. ۸خلق په دے ننداره هيبت واخستل اَؤ بنى آدمو ته په داسے اِختيار ورکولو ئے دَ خدائے ثنا ووئيله.

دَ متى بلل

مرقُوس ۲ :  ۱۳ ـ ۱۷، لُوقا ۵ :  ۲۷ ـ ۳۲

۹څنګه چه عيسىٰ له دے ځايه وړاندے تير شو نو عيسىٰ متى نُومے يو سړے دَ محصول په څوکئ کښے ناست وليدو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل چه ”ما پسے راځه.“

متى پاڅيدو اَؤ په هغۀ پسے روان شو. ۱۰څۀ وخت چه عيسىٰ دَ متى په کور کښے ډوډئ ته ناست وو نو ډير محصُولچيان اَؤ بد کاران دَ هغۀ دَ مُريدانو اَؤ هغۀ سره ناست وُو. ۱۱فريسيانو چه دا وليدل نو دَ هغۀ مُريدانو ته ئے ووئيل چه ”دا ستاسو اُستاذ دَ محصُولچيانو اَؤ بدکارانو سره يو ځائے په ډوډئ ولے کښينى؟“

۱۲عيسىٰ چه دا واؤريدل نو وئے وئيل چه ”روغو خلقو ته دَ طبيب حاجت نۀ وى خو رنځورانو ته وى. ۱۳لاړ شئ اَؤ دَ دے خبرے په معنىٰ ځان پوهه کړئ :  ”ما ته دَ رحم حاجت دے، نۀ چه دَ قربانئ.“ زَۀ دَ دے دَ پاره نۀ يم راغلے چه صادقان وبلم بلکه ګُناه ګاران.“

دَ روژے په بابت تپوس

مرقُوس ۲ :  ۱۸ ـ ۲۲، لُوقا ۵ :  ۳۳ ـ ۳۹

۱۴بيا دَ يحيىٰ مُريدان راغلل اَؤ دا عرض ئے وکړو چه ”څۀ وجه ده چه مُونږ اَؤ فريسيان خو روژے نيسو اَؤ ستا حواريان ئے نۀ نيسى؟“

۱۵عيسىٰ جواب ورکړو چه ”تاسو چرته جنجيان دَ وادۀ دَ زلمى په موجُودګئ کښے په ژړا ليدلى دى څۀ؟ يو وخت به راشى چه دَ وادۀ زلمے به دَ دوئ نه بيل کړے شى اَؤ بيا به هغه وخت دوئ روژه نيسى. ۱۶په زړه چُوغه باندے څوک نوے پيوند نۀ لګوى ځکه چه دا پيوند چُوغه نوره هم شلوى اَؤ نور لوئے سُورے په کښے جوړ شى. ۱۷اَؤ نۀ څوک نوى شراب په زړو مشکُونو کښے اچوى، اَؤ که نه، نو مشکُونه وشليږى اَؤ شراب توئيږى اَؤ مشکُونه برباديږى. بلکه نوى شراب په نوو مشکُونو کښے اچولے کيږي اَؤ دغه شان دواړه بچ کيږي.“

دَ عبادت خانے دَ مشر لُور اَؤ هغه ښځه چه دَ عيسىٰ جامو له ئے لاس وروړو

مرقُوس ۵ :  ۲۱ ـ ۴۳، لُوقا ۸ :  ۴۰ ـ ۵۶

۱۸عيسىٰ لا دا خبرے کولے چه يو سردار راغے اَؤ په سجده ورته پريوتو اَؤ وئے وئيل چه ”اوس اوس مے لُور مړه شوه، خو راشه اَؤ خپل لاس پرے کيږده اَؤ هغه به ژوندئ شى.“

۱۹عيسىٰ پاڅيدو، ورسره روان شو اَؤ مُريدان ورپسے روان شول. ۲۰نو بيا يوه ښځه چه دَ دولسو کالو راسے ئے وينه نۀ بنديده، دَ شا دَ طرفه راغله اَؤ هغه ئے دَ لمنے نه ونيولو. ۲۱ځکه چه دَ هغے دا باور وو چه ”که زَۀ تش دَ هغۀ چُوغے له لاس وروړم، نو جوړه به شم.“

۲۲خو عيسىٰ مخ ورواړَ وو اَؤ هغه ئے وليده اَؤ ورته ئے ووئيل، ”زما لُورے! خاطر جمع کړه، ستا عقيدے تۀ روغه کړے.“ اَؤ هم هغه وخت هغه روغه شوه. ۲۳کله چه عيسىٰ دَ سردار کورته راغے اَؤ شپيلئ غږوُونکى اَؤ شور کوُونکى ډير خلق ئے ناقلاره وليدل، ۲۴نو هغۀ ووئيل چه ”په ډډه شئ، جينئ مړه نۀ ده، هغه اُودۀ ده.“ اَؤ هغوئ ور پورے خندا وکړه. ۲۵خو څۀ وخت چه ټول خلق بهر کړے شول نو هغه کوټے ته ننوتو اَؤ جينئ ئے دَ لاسه ونيوه اَؤ هغه پاڅيده. ۲۶دا قيصه په ټول مُلک کښے خوره شوه.

دَ دوؤ ړاندو سړو جوړول

۲۷کله چه عيسىٰ وړاندے لاړو نو دوه ړاندۀ ورپسے شول اَؤ دا چغے ئے وهلے، ”ائے دَ داؤد زويه! په مُونږ رحم وکړه!“

۲۸اَؤ څۀ وخت چه هغه کورته دَ ننه شو نو هغوئ ورله راغلل اَؤ عيسىٰ تپوس ترے وکړو، ”آيا ستاسو دا يقين دے چه زَۀ دا طاقت لرم چه تاسو چه څۀ غواړئ هغه زَۀ کولے شم؟“ هغوئ ووئيل چه ”هو مالکه!“

۲۹بيا هغۀ دَ هغوئ سترګو له لاس وروړو اَؤ وئے وئيل چه ”څنګه چه ستاسو عقيده ده، دغسے دِ وشى.“ ۳۰اَؤ دَ هغوئ سترګے بينا شوے. عيسىٰ په ټينګه هغوئ ته ووئيل، ”ګورئ چه څوک دَ دے په حقله څۀ وانۀ ورى.“ ۳۱خو هغوئ چه بهر ووتل نو په ټول مُلک کښے ئے دَ هغه په باب کښے دا خبره خوره کړه.

دَ يو چاړا سړى جوړول

۳۲هغوئ په وتو کښے وُو چه يو سړے عيسىٰ له راوستے شو چه په ژبه چاړا وو اَؤ پيرے پرے ناست وو. ۳۳پيرے ئے ترے وشړلو، نو هغۀ خبرے وکړلے. موجُودو خلقو په حيرانتيا ووئيل چه ”دَ بنى اِسرائيلو په وطن کښے داسے کله هم نۀ دى شوى!“

۳۴خو فريسيانو ووئيل چه ”دَ پيريانو دَ سردار په مدد دَئے پيريان وباسى.“

په خلقو باندے دَ عيسىٰ مسيح زړۀ وسوځيدلو

۳۵دغه شان عيسىٰ په ټولو کلو اَؤ ښارُونو وګرزيدو اَؤ دَ هغوئ په عبادت خانو کښے ئے تعليم ورکاوو اَؤ دَ بادشاهئ زيرے ئے آؤروو اَؤ هر رنځ اَؤ هره کمزورتيا ئے جوړوَله. ۳۶دَ هغه خلقو په ليدو ئے زړۀ وسوځيدولو ځکه چه هغوئ دَ بے شپُونکى ګډو په شان خوارۀ وارۀ اَؤ پريشانه وُو. ۳۷هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”فصل ډير دے خو مزدُوران لږ دى. ۳۸دَ دے دَ پاره تاسو دَ فصل مالک ته سوال وکړئ چه هغه دَ فصل ريبلو مزدُوران راواستوى.“