0:00 / 0:00

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

څوارلسم باب

دَ يحيىٰ بپتسمه ور کوُونکى مرګ

مرقوس ۶ :  ۱۴ ـ ۲۹، لُوقا ۹ :  ۷ ـ ۹

۱هم په دغه ورځو کښے هيروديس چه دَ ګليل حاکم وو، دَ هغۀ غوږُونو ته چه دَ عيسىٰ شُهرت ورسيدو، ۲نو هغۀ ټولو نوکرانو ته ووئيل چه ”دا بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ دے. هغه بيا راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره دَ مُعجزو طاقت هم دے.“ ۳هيروديس دَ خپل ورور فيليپوس دَ ښځے هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، زولنئ ئے ور اچولے وے اَؤ په قيد خانه کښے ئے غورزولے وو. ۴ځکه چه يحيىٰ هغۀ ته وئيلى وُو چه ”دَ دے ساتل په تا حرام دى.“ ۵هيروديس به هغه مړ کړے وو خو دَ خلقو نه ويريدلو ځکه چه خلقو هغه نبى ګڼلو. ۶خو هيروديس دَ سالګرے په ورځ دَ هيرودياس لُور دَ ميلمنو په وړاندے داسے وګډيده اَؤ هيروديس دومره زيات خوشحال شو ۷چه هغۀ سوګند وخوړو چه ”څۀ چه تۀ وغواړے، زَۀ به ئے درکړم.“ ۸دَ مور په لمسه هغے ووئيل چه ”دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ سر ما ته په تالى کښے راؤړه.“ ۹بادشاه چه دا واؤريدل نو غمژن شو، خو دَ خپل سوګند اَؤ ميلمنو په وجه هغۀ دا حُکم وکړو چه دا سوال دِ پُوره کړے شى. ۱۰اَؤ سړى ئے واستول اَؤ دَ يحيىٰ سر ئے په قيد خانه کښے پرے کړو. ۱۱سر ئے په تالى کښے ايښے راؤړو اؤ جينئ ته ئے پيش کړو اَؤ هغے خپلے مور ته يوړو. ۱۲بيا دَ يحيىٰ مُريدان راغلل اَؤ دَ هغۀ تن ئے يوړو اَؤ ښخ ئے کړو. اَؤ هغوئ لاړل اَؤ عيسىٰ ته ئے حال ووے.

پينځۀ زرو سړو له ډوډئ ورکول

مرقوس ۶ :  ۳۰ ـ ۴۴، لُوقا ۹ :  ۱۰ ـ ۱۷، يوحنا ۶ :  ۱ ـ ۱۴

۱۳عيسىٰ چه دا قِصه واؤريده نو په يوه کِشتئ کښے يواځے يو خوشى ځائے ته لاړو. خو خلق خبر شو اَؤ په دَۀ پسے دَ ښارُونو نه دَ وچے په لاره پياده لاړل. ۱۴هغه چه غاړے ته راورسيدو نو يوه لويه ګڼه ئے وليده، زړۀ ئے پرے وسوزيدلو اَؤ چه څوک په کښے رنځُوران وُو هغه ئے روغ کړل. ۱۵ناوخته دَ هغۀ مُريدان راغلل اَؤ وئے وئيل، ”دا خوشے ځائے دے اَؤ ورځ تيره ده، خلق کلو ته رُخصت کړه چه ځان له خوراک واخلى.“

۱۶هغۀ جواب ورکړو، ”دَ دوئ دتلو حاجت نِشته، تاسو دَ ځانه دوئ ته دَ خوراک څۀ ورکړئ.“ ۱۷هغوئ ووئيل چه ”مُونږ سره خو ټولے ټالے پينځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان دى.“ ۱۸هغۀ ووئيل، ”دا ما ته راکړئ.“ ۱۹بيا هغۀ خلقو ته ووئيل چه په واښو باندے کښينئ. بيا هغۀ دا پينځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان واخستل، آسمان پلو ئے وکتل، دُعا اَؤ برکت ئے وغوښتو اَؤ ډوډئ ئے ماتے کړے اَؤ هغه ئے مريدانو ته ورکړے اَؤ مُريدانو هغه په خلقو تقسيم کړے. ۲۰هغو ښه په مړه ګيډه خوراک وکړو اَؤ څۀ ترے پاتے هم شوے چه هغه هغوئ راټولے کړے نو دولس لوئے ټوکرئ ترے ډکے شوے. ۲۱خوا اَؤ شا پينځۀ زره سړو دغه ډوډئ خوړلے وه چه ښځے اَؤ ماشُومان په کښے شمار نۀ وُو.

په اوبو باندے ګرزيدل

مرقوس ۶ :  ۴۵ ـ ۵۲، يوحنا ۶ :  ۱۵ ـ ۲۱

۲۲بيا عيسىٰ مُريدان کِشتئ ته وخيژول اَؤ ورته ئے ووئيل چه دَ درياب پورے غاړے ته لاړ شئ. ۲۳اَؤ چه خلق ئے رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته لاړو چه يواځے دُعا وکړى، اَؤ ښۀ تر ناوخته پورے هغه هلته يواځے وو. ۲۴کشتئ هغه وخت دَ غاړے نه څو فرلانګه وړاندے تلے وه اَؤ دَ مُخالف باد اَؤ درياب دَ څپو له کبله سرګردانه وه.

۲۵دَ شپے څلورم پهر کښے دَ درياب دَ اوبو دَ پاسه عيسىٰ هغوئ ته پياده روان شو. ۲۶هر کله چه حواريانو دَئے دَ اوبو دَ پاسه روان وليدو نو هغوئ ويريدل اَؤ چغے ئے کړے، ”دا خو پيرے دے!“

۲۷عيسىٰ ورته سمدستى ووئيل چه ”مه ويريږئ! دا زَۀ يم چه ويره ونۀ کړئ.“

۲۸پطروس عيسىٰ ته ووئيل چه ”مالکه! که چرے دا ته ئے نو ما له حُکم راکړه چه زَۀ هم دَ اوبو دَ پاسه درشم.“

۲۹عيسىٰ ووئيل چه ”راځه!“ پطروس دَ کِشتئ نه کُوز شو اَؤ دَ اوبو دَ پاسه دَ عيسىٰ په لور روان شو. ۳۰خو هر کله چه هغۀ دَ طوفان زور وليدلو نو هغه ويريدو، اَؤ چه ډوبيدو نو چغے ئے کړے چه ”مالکه! ما بچ کړه.“

۳۱عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراُوږد کړو اَؤ هغه ئے دَ لاسه ونيوو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”ستا عقيده څومره کمزورے ده! شک دِ ولے وکړو؟“

۳۲بيا هغوئ په کِشتئ کښے سوارۀ شول اَؤ طوفان ودريدلو. ۳۳په کشتئ کښے ناست سړى ورته په سجده شول اَؤ وئے وئيل، ”بے شکه! چه تۀ دَ خُدائے زوئے يئے.“

دَ ګِنيسريت په علاقه کښے رنځُوران جوړول

مرقوس ۶ :  ۵۳ ـ ۵۶

۳۴اَؤ دغسے هغوئ پورے غاړے ته لاړل اَؤ دَ ګِنيسريت علاقے ته ورسيدل. ۳۵دَ هغه ځائے خلقو عيسىٰ وپيژندو اَؤ ګير چاپيره خلق ئے خبر کړل اَؤ ټول رنځُوران ئے ورته راوستل. ۳۶اَؤ هغۀ ته ئے سوال وکړو چه دوئ ته دا قدر اِجازت ورکړه چه ستا دَ چُوغے لمنے ته لاس وروړى، اَؤ هر چا چه لاس وروړو، هغه بيخى روغ شول.