0:00 / 0:00

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

پنځلسم باب

دَ مشرانو رسمُونه

مرقوس ۷ :  ۱ ـ ۱۳

۱بيا دَ فريسيانو اَؤ شرعے دَ عالمانو يوه ډله دَ بيتُ المُقدس نه عيسىٰ ته راغله اَؤ دا سوال ئے راؤړو چه ۲”ستا مُريدان ولے پخوانى رسمُونه ماتوى اَؤ دوئ دَ ډوډئ نه وړاندے خپل لاسُونه څنګه چه وينځل په کار دى نۀ وينځى؟“ ۳هغۀ ورته په جواب کښے ووئيل چه ”دا تاسو څۀ کوئ چه دَ خپلو رواياتو دَ خاطره دَ خُدائے حُکم ماتوئ؟ ۴ځکه چه خُدائے وئيلى دى چه :  ”دَ خپل پلار اَؤ مور عزت کوئ،“ اَؤ ”هغه څوک چه خپل پلار اَؤ مور ته بد رد وائی هغه دِ قتل شی.“ ۵خو تاسو وايئ چه که څوک پلار یا مور ته ووائى چه دَ کُوم څيز په وجه له ما نه تاسو ته فائده رسيده هغه دَ خُدائے شکرانه شوه، ۶نو پس دَ هغے نه هغه دَ خپل مور اَؤ پلار په عزت پړ نۀ دے. دغه شان تاسو دَ خُدائے قانُون دَ خپلو رواياتو په خاطر منسُوخ کړو. ۷تاسو څومره مُنافقان يئ! يشعياه چه ستاسو په حقله دا پيشن ګوئى کوله، نو هغه رښتُونے وو : 

۸دا خلق تش په خُلۀ زما عزت کوى

خو زړۀ ئے رانه ډير لرے دے.

۹دوئ بے فائدے زما عبادت کوى،

ځکه چه دوئ خلقو ته دَ بنى آدمو حکمُونه

دَ تعليم په ډول ورکوى.“

هغه څيزُونه چه اِنسان پليتوى

مرقوس۷ :  ۱۴ ـ ۲۳

۱۰هغۀ خلقو ته غږ وکړو اَؤ وئے وئيل چه ”زما خبره واورئ اَؤ ځان پرے پوهه کړئ. ۱۱سړے په دے نه پليتيږي چه څۀ شے دَ هغۀ په خُلۀ ننوزى، بلکه په دے چه څۀ دَ خُلے نه وزى.“

۱۲بيا مُريدان عيسىٰ له راغلل اَؤ وئے وئيل چه ”ته خبر ئے چه فريسيانو ستا دا خبرے بدے ګڼلے دى؟“

۱۳هغۀ جواب ورکړو چه ”کُوم بُوټے چه زما آسمانى پلار لګولے نۀ وى هغه به دَ بيخه وويستے شى. ۱۴دوئ يواځے پريږدئ. دا ړاندۀ لارښودُونکى دى، اَؤ که چرے يو ړُوند بل ړُوند ته لار ښيئ نو دواړه به په کنده کښے پريوزى.“

۱۵بيا پطروس ووئيل چه ”مُونږ په دے مِثال پوهه کړه.“ ۱۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”آيا تاسو هم لا تر اوسه دَ نورو غوندے ناپوهه يئ؟ ۱۷آيا تاسو ته دا نۀ ده معلُومه چه کُوم څيز چه په خُلۀ ننوزى، ګيډے ته لاړ شى اَؤ هغه دَ حاجت په لارے بهر وزى؟ ۱۸خو څۀ چه دَ خُلے نه راوزى هغه دَ زړۀ نه راځى اَؤ دغه څيز بنى آدم پليتوى. ۱۹ځکه چه وران خيالُونه، قتل، زِنا، حرامکارى، غلا، دَ دروغو ګواهى اَؤ کُفر دَ زړۀ نه راوزى. ۲۰اَؤ دا هغه څيزُونه دى چه بنى آدم پليتوى، خو په ناوينځلو لاسُونو خوراک کول بنى آدم نۀ پليتيږي.“

دَ کنعانى ښځے عقيده

مرقوس ۷ :  ۲۴ ـ ۳۰

۲۱بيا عيسىٰ هغه ځائے پريښودو اَؤ دَ صور اَؤ دَ صيدا علاقے ته راغے ۲۲اَؤ دَ هغے علاقے يوه کنعانى ښځه بهر راووتله اَؤ په چغو ئے ووئيل، ”اَئے مالکه! په ما رحم وکړه! اَئے دَ داؤد زويه! زما لُور پيريانو سخته نيولے ده.“

۲۳خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. دَ هغۀ مُريدان راغلل اَؤ زارى ئے وکړه چه ”دا ښځه لرے کړه ځکه چه په مُونږ پسے بے واره چغے وباسى.“ ۲۴عيسىٰ جواب ورکړو ”زَۀ تش دَ اِسرائيل دَ خاندان دَ ورکو شوو ګډو دَ پاره راليږلے شوے يم.“ ۲۵خو هغه ښځه راغله، دَ دَۀ په پښو پريوته اَؤ چغے ئے کړے، ”مالکه! زما مدد وکړه!“ ۲۶عيسىٰ په جواب کښے ووئيل، ”دا مُناسب نۀ دى چه دَ ماشُومانو برخه ډوډئ دِ څوک واخلى اَؤ سپو ته دِ ئے واچوى.“ ۲۷هغے جواب ورکړو چه ”رښتيا دى مالکه! خو بيا هم سپى هغه ټکړے خورى کُومے چه دَ مالکانو دَ دسترخوان نه غورزيږي.“ ۲۸نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چه ”اَئے ښځے! ستا څومره لويه عقيده ده! چه څنګه تۀ غواړے، دغسے دِ وشى.“ اَؤ هم په هغه ساعت دَ هغے لُور جوړه شوه.

دَ ډيرو خلقو جوړول

۲۹دَ دغه ځايه چه عيسىٰ روان شو نو دَ ګليل درياب په غاړه غرُونو ته وختو اَؤ چه هلته کښيناستو ۳۰نو ډير خلق ورته راغلل چه ورسره ګُډ، کاڼۀ، ړانده، شل اَؤ ډير رنځُوران وُو. دوئ هغه خلق دَ دَۀ په پښو کښے کيښودل اَؤ هغۀ هغوى جوړ کړل. ۳۱هغه خلق په دے ډير حيران شول چه چاړاګانو خبرے وکړلے، مات ګُډ خلق روغ شول اَؤ ګرزيدل اَؤ ړاندۀ بينا شول اَؤ ټولو په دے دَ اِسرائيل دَ خُدائے لوئى بيان کړه.

څلورو زرو خلقو له ډوډئ ورکول

مرقوس ۸ :  ۱ ـ ۱۰

۳۲عيسىٰ خپل مُريدان راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زما په دے خلقو زړۀ سوځى، دوئ دَ دريو ورځو راسے ما سره دى اَؤ هيڅ ئے نۀ دى خوړلى. زَۀ دوئ نهر رُخصتول نۀ غواړم، کيدے شى چه دوئ په لارے دَ کمزورتيا نه پريوزى.“ ۳۳مُريدانو جواب ورکړو چه ”په دے بيابان کښے به دومره خلقو له مُونږ ډوډئ دَ کُومه راؤړو؟“

۳۴عيسىٰ ورته ووئيل چه ”تاسو سره څومره ډوډئ دى؟“

هغوئ ځواب ورکړو چه ”اُووۀ ډوډئ اَؤ يو څو واړۀ کبان.“

۳۵نو هغۀ خلقو ته ووئيل چه په مزکه کښينئ. ۳۶هغه اُووۀ ډوډئ اَؤ کبان ئے راواخستل، بيا ئے دَ خُدائے شکر ووے، ډوډئ ئے ماتے کړے اَؤ مُريدانو ته ئے ورکړے، اَؤ مُريدانو په خلقو وويشلے. ۳۷ټولو ځانُونه ښۀ ماړۀ کړل. اَؤ چه څۀ ټُکړے ترے پاتے شوے نو هغه ئے راټولے کړے. هغه دومره وے چه اُووۀ ټوکرئ ترے ډکے شوے. ۳۸دَ بچو اَؤ ښځو نه علاوه څلورو زرو کسانو هغه ډوډئ خوړلے وه.

۳۹هغۀ بيا خلق رُخصت کړل، کِشتئ ته وختلو اَؤ دَ مګدن علاقے ته لاړو.