0:00 / 0:00

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

شپاړسم باب

دَ نخښو غوښتل

مرقوس ۸ :  ۱۱ ـ ۱۳، لُوقا ۱۲ :  ۵۴ ـ ۵۶

۱فريسيان اَؤ صدُوقيان عيسىٰ ته راغلل اَؤ دَ آزميښت په طور ئے ورته ووئيل چه ”مُونږ ته يوه نخښه وښيه.“ ۲هغۀ جواب ورکړو چه ”تاسو دَ نماښام په وخت وايئ چه موسم به ښۀ شى ځکه چه آسمان سُور دے، ۳اَؤ دَ سحر په وخت وايئ چه نن به سيلئ راشى ځکه چه آسمان سُور اَؤ دُوند دے. تاسو دَ آسمان دَ مخ تميز کولے شئ خو دَ زمانو په نخښو نۀ پوهيږئ. ۴دا يوه ګُمراه پيړئ ده چه لا اوس هم مُعجزے غواړى. دوئ ته به صرف يوه مُعجزه ورکړے کيږى چه هغه به دَ يُونس وى.“

هغه ترے بيا روان شو اَؤ هغوئ ئے پريښول.

دَ فريسيانو اَؤ صُدوقيانو خمبيره

مرقوس ۸ :  ۱۴ ـ ۲۱

۵چه بلے غاړے ته پورے وتل نو دَ مُريدانو نه ئے ډوډئ راؤړل هير شوى وُو. ۶نو کله چه عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”دَ فريسيانو اَؤ دَ صدُوقيانو دَ خمبيرے نه ځان ساتئ،“ ۷هغوئ په خپل مينځ کښے دا بحث شروع کړو چه ”دا ځکه چه مُونږ ډوډئ نۀ ده راوړے.“

۸عيسىٰ دَ هغوئ دَ زړُونو په حال پوهه وُو، نو ځکه ئے ورته ووئيل، ”تاسو دَ ډوډئ فکر ولے آخستى يئ؟ اَئے بے عقيدے خلقو! ۹تاسو لا تر اوسه نۀ ئے پوهه؟ آيا تاسو ته هغه پينځۀ ډوډئ اَؤ پينځۀ زره کسان ياد نۀ دى، اَؤ تاسو څومره ډکے ټوکرئ ترے اُوچتے کړے؟ ۱۰بيا هغه اُووۀ ډوډئ دَ څلورو زرو کسانو دَ پاره، اَؤ څومره ډکے ټوکرئ تاسو ته ترے پاتے وے؟ ۱۱تاسو څرنګ په دے خبره پوهه نۀ شوئ چه ما دَ ډوډئ ذکر نۀ کاوو؟ ما درته وئيلى وُو چه دَ فريسيانو اَؤ صدُوقيانو دَ خمبيرے نه به ځان ساتئ.“

۱۲بيا هغوئ مطلب ته ورسيدل چه دَ ډوډئ دَ خمبيرے نه ځان ساتل نه، بلکه دَ فريسيانو اَؤ صدُوقيانو دَ تعليم نه ځان ساتل دى.

دَ پطروس دَ عيسىٰ اِقرار کول

مرقوس ۸ :  ۲۷ ـ ۳۰، لُوقا ۹ :  ۱۸ ـ ۲۱

۱۳هر کله چه هغوئ دَ قيصريه فيليپئ علاقے ته راغلل نو عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو نه تپوس وکړو چه ”خلق څۀ وائى چه اِبن آدم څوک دے؟“ ۱۴هغوئ جواب ورکړو، ”ځنے وائى چه بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ، ځنے اِلياس، ځنے يرمياه اَؤ يا دَ نبيانو نه بل څوک.“ ۱۵هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو څۀ وايئ، چه زَۀ څوک يم؟“ ۱۶شمعُون پطروس جواب ورکړو، ”تۀ دَ ژوندى خُدائے زوئے مسيح ئے.“ ۱۷بيا عيسىٰ ووئيل، ”اَئے دَ يوحنا زويه شمعُونه! تۀ بے شکه بختور يے. تا دا خبره دَ فانى اِنسان نه نۀ ده زده کړے بلکه زما آسمانى پلار دا ستا په زړۀ کښے اچولے ده. ۱۸خو زَۀ تا ته دا وايم چه تۀ پطروس ئے، چه معنىٰ ئے ګټ دے، چه زَۀ به خپل جماعت په دے ګټ آبادوم، اَؤ مرګ به په دے هيڅ کله غالبيدے نۀ شى. ۱۹زَۀ به تا له دَ آسمان دَ بادشاهئ کُنجيانےدرکړم، هر څۀ چه تۀ په مزکه تړے هغه به په آسمان کښے وتړلے شى، اَؤ هر څۀ چه تۀ په مزکه پرانزے هغه به په آسمان کښے پرانستلے شى.“

۲۰بيا هغۀ خپلو مُريدانو ته په ټينګه ووئيل چه ”هيچا ته دا مۀ وايئ چه مسيح زَۀ يم.“

دَ عيسىٰ دَ مرګ اَؤ دَ بيا ژوندى کيدلو په بابت پيشن ګوئى

مرقوس ۸ :  ۳۱ ـ ۹ :  ۱، لُوقا ۹ :  ۲۲ ـ ۲۷

۲۱دَ هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مُريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چه ”ضرورى دى چه زَۀ به بيتُ المُقدس ته ځم اَؤ هلته به دَ مشرانو اَؤ دَ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے دَ عالمانو له لاسه ډير آزارولے شم اَؤ ووژلے شم اَؤ په دريمه ورځ به بيا پاڅولے شم.“ ۲۲بيا پطروس هغه دَ مټ نه ونيوو اَؤ ملامت ئے کړو اَؤ وئے وئيل چه ”خُدائے دِ نۀ کړى مالکه! په تا دِ داسے هيڅ کله هم ونۀ شى.“ ۲۳بيا عيسىٰ مخ ورواړوو اَؤ پطروس ته ئے ووئيل، ”لرے شه شيطانه! تۀ زما دَ لارے خنډ ئے، تۀ دَ بنى آدمو غوندے سوچ کوے، دَ خُدائے په رنګ نه.“ ۲۴بيا عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”څوک په ما پسے راتلل غواړى، هغه دِ دَ خپل ځان نه مُنکر شى، خپله سولئ دِ په خپله راواخلى اَؤ ما پسے دِ راځى. ۲۵څوک چه ځان بچ کوى هغه به ئے ورک کړى، خو که څوک زما دَ خاطره ځان ورک کړى هغه به خپل ژوندُون بيا مُومى. ۲۶که يو سړے دَ خپل ژوندُون په بدل کښے ټول جهان ومُومى نو څۀ ئے ومُوندل؟ اَؤ دَ خپل ژوندُون دوباره مُوندلو دَ پاره هغه کُومه بيعه ورکولے شى؟ ۲۷ځکه چه اِبن آدم به دَ خپل پلار په لوئى کښے دَ خپلو فرښتو په ملګرتيا کښے راځى اَؤ بيا به هغه هر چا ته دَ خپل کړى عمل بدل ورکوى. ۲۸زَۀ تاسو ته دا وايم چه په دے ځائے کښے داسے کسان شته چه هغوئ به تر هغے نۀ مرى تر څو چه هغوئ اِبن آدم خپلے بادشاهئ ته په راتلو ونۀ وينى.“