0:00 / 0:00

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

اُووۀ ويشتم باب

دَ عيسىٰ دَ پيلاطوس والى ته بوتلل

مرقوس ۱۵ :  ۱، لُوقا ۲۳ :  ۱ ـ ۲، يوحنا ۱۸ :  ۲۸ ـ ۳۲

۱چه صبا شو نو مشران کاهنان اَؤ دَ قوم مشران را يو ځائے شول اَؤ دَ عيسىٰ دَ مرګ صلاح ئے وکړه. ۲بيا ئے هغۀ ته زولنئ واچولے اَؤ روان ئے کړو چه رُومى والى پيلاطوس ته ئے حواله کړى.

دَ يهوداه اسکريوتى مرګ

اَعمال دَ رسولانو ۱ :  ۱۸ ـ ۱۹

۳کله چه يهوداه مُخبر ته پته ولګيده چه په عيسىٰ باندے جُرم ثابت شوے دے نو هغه پيښمانه شو اَؤ هغۀ دَ سپينو زرو ديرش سکے ئے مشرانو کاهنانو اَؤ قومى مشرانو ته واپس کړے. ۴هغۀ ووئيل، ”ما ګُناه کړے ده چه يو بے ګُناه سړے مے تر مرګه رارسولے دے.“ خو هغوئ ووئيل چه ”زمُونږ پرے څۀ؟ ته پوهه شه اَؤ کار دِ پوه شه.“

۵نو هغۀ سکے دَ خُدائے په کور کښے په مزکه وغورزولے اَؤ دَ هغوئ نه روان شو، اَؤ لاړو اَؤ ځان ئے پانسى کړو.

۶مشرانو کاهنانو پيسے راپورته کړے اَؤ وئے وئيل چه ”دا پيسے دَ خُدائے دَ کور په خزانه کښے اچول روا نۀ دى ځکه چه دا دَ خُون بيعه ده.“ ۷نو صلاح ئے وکړه اَؤ دَ کُلال مزکه ئے پرے واخسته چه دَ مُسافرو قبرستان پرے جوړ کړى. ۸تر نن ورځے پورے هغه مزکه دَ خُون پټے ياديږى.

۹دغه شان دَ يرمياه نبى پيشن ګوئى تر سره شوه چه ”هغوئ ديرش دَ سپينو زرو سکے واخستلے چه دَ هغۀ په بنى اِسرائيلو کښے دَ قيمتى تن دَ سر بيعه وه، ۱۰اَؤ هغه پيسے ئے دَ کُلال په مزکه ورکړے، لکه چه رب ما ته حُکم راکړے دے.“

دَ پيلاطوس والى په عيسىٰ باندے جرح

مرقوس ۱۵ :  ۲ ـ ۵، لُوقا ۲۳ :  ۳ ـ ۵، يوحنا ۱۸ :  ۳۳ ـ ۳۸

۱۱بيا ئے عيسىٰ والى ته راوستو اَؤ چه هغه هلته ودريدو نو والى ترے تپوس وکړو چه ”آيا تۀ دَ يهوديانو بادشاه ئے څۀ؟“

عيسىٰ ووئيل چه ”دا ستا وينا ده.“ ۱۲اَؤ کُوم اِلزام چه په هغۀ باندے مشرانو کاهنانو اَؤ اولسى مشرانو لګولے وو دَ هغے ئے هيڅ جواب ورنۀ کړو.

۱۳بيا پيلاطوس ورته ووئيل چه ”آيا دا ټولے ګواهئ چه ستا په خلاف کيږى نۀ آورے څۀ؟“

۱۴خو هغۀ په جواب کښے دَ يو ټکى نه هم اِنکار ونۀ کړو اَؤ والى په دے ډير حيران شو.

عيسىٰ ته دَ مرګ سزا

مرقوس ۱۵ :  ۶ ـ ۱۵، لُوقا ۲۳ :  ۱۳ ـ ۲۵، يوحنا ۱۸ :  ۳۹ ـ ۱۹ :  ۱۶

۱۵دَ اختر په ورځ دَ والى دا دستور وو چه دَ خلقو دَ خوښے يو قيدى به ئے آزادَوو. ۱۶په دغه وخت کښے برابا نُومے يو بدنام سړے په قيد کښے وو. ۱۷کله چه خلق راغونډ شول نو پيلاطوس ورته ووئيل چه ”ستاسو په خوښه زَۀ څوک آزاد کړم، برابا يا عيسىٰ چه ورته مسيح وئيلے شى؟“ ۱۸ځکه چه هغۀ ته پته وه چه هغوئ عيسىٰ دَ حسد په وجه راګير کړے وو.

۱۹پيلاطوس لا په تخت ناست وو چه دَ خپلے ښځے له طرفه ورته پيغام راغے چه ”دے بے ګُناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائے ځکه چه بيګاه په ما په دے وجه په خُوب کښے ډير مصيبت تير شو.“ ۲۰تر دے وخته مشرانو کاهنانو اَؤ نورو مشرانو خلقو دے ته لمسولے وو چه دَ برابا آزادى وغواړى اَؤ دَ عيسىٰ قتل؟ ۲۱کله چه والى تپوس وکړو چه ”په دواړو کښے څوک آزادول غواړئ؟“ هغوئ ووئيل، ”برابا.“

۲۲پيلاطوس ورته ووئيل چه ”بيا دَ عيسىٰ چه مسيح ياديږى سره څۀ سلُوک وکړم؟“ ټولو په يو آواز ووئيل چه ”په سولئ ئے کړه!“

۲۳پيلاطوس ووئيل چه ”ولے؟ په څۀ ګناه؟“ خو هغوئ نورے چغے کړے چه ”په سولئ ئے کړه!“

۲۴پيلاطوس پوه شو چه زَۀ هيڅ نۀ شم کولے اَؤ فساد جوړيږى، نو هغۀ اوبۀ راوخستے، دَ ټولو خلقو په وړاندے ئے خپل لاسُونه ووينځل اَؤ وئے وئيل چه ”زما لاسُونه دَ دے سړى دَ خُون نه پاک دى، ستاسو کار دے هر څۀ چه کوئ.“ ۲۵ټولو خلقو په يو آواز چغے کړے چه ”دَ دَۀ خُون دِ زمُونږ اَؤ زمُونږ دَ اَؤلاد په غاړه وى.“

۲۶نو هغۀ بيا برابا آزاد کړو اَؤ عيسىٰ ئے په ګروړو ووهلو اَؤ په سولئ کولو ته ئے ورکړو.

دَ سپاهيانو په عيسىٰ پورے ټوقے کول

مرقوس ۱۵ :  ۱۶ ـ ۲۰، يوحنا ۱۹ :  ۲ ـ ۳

۲۷دَ والى سپاهيانو بيا عيسىٰ قلا ته بوتلو اَؤ ټوله پلټن ئے ترے راچاپيره کړه. ۲۸جامے ئے ترے وويستے اَؤ تکه سره چُوغه ئے پرے واچوله. ۲۹اَؤ دَ ازغو تاج ئے جوړ کړو اَؤ ورته ئے په سر کړو اَؤ يو بينت ئے په ښى لاس کښے ورکړو، بيا دَ هغۀ په مخکښے په زنګُنونو شول اَؤ ټوقے ئے ورپورےکولے چه ”اَئے دَ يهوديانو بادشاه! سلام.“ ۳۰هغوئ په هغۀ وتُوکل اَؤ بينت ئے ترے واخستو اَؤ په سر سر ئے پرے ووهلو. ۳۱اَؤ چه ټوقے ئے بس کړے نو چُوغه ئے ترے وويستله اَؤ خپلے جامے ئے ورواغوستے. بيا ئے هغه بهر په سولئ کولو له بوتلو.

دَ عيسىٰ مسيح په سولئ کول

مرقوس ۱۵ :  ۲۱ ـ ۳۲، لُوقا ۲۳ :  ۲۶ ـ ۴۳، يوحنا ۱۹ :  ۱۷ ـ ۲۷

۳۲په لاره ئے شمعُون نُومے کرينى سړے وليدو اَؤ په بيګار ئے ونيولو چه دَ عيسىٰ سولئ يوسى. ۳۳اَؤ بيا ګولګتا نُومے ځائے ته ورغلل چه معنىٰ ئے دَ کپرئ ځائے دے. ۳۴هلته ئے عيسىٰ ته دَ تريخى سره ګډ کړى شراب دَ څښلو دَ پاره ورکړل، خو چه وئے څکل نو وئے نۀ څښل. ۳۵اَؤ چه کله ئے دَئے په سولئ وخيژولو نو دَ هغۀ جامے ئے په خپلو کښے په هسک وويشلے. ۳۶نو بيا ئے هلته څوکئ ته کښيناستل. ۳۷دَ هغۀ دَ سر دَ پاسه ئے دا ليکلے تقصير نامه آويزانده کړه چه، دا دَ يهوديانو بادشاه عيسىٰ دے. ۳۸دوه ډاکوان هم ورسره په سولئ شوى وُو، يو ئے په ښى لاس وو اَؤ بل ګس.

۳۹په لارے تيريدُونکو به عيسىٰ ته کنځل کول اَؤ سرُونه به ئے خوزول اَؤ چغے به ئے وهلے، ۴۰”تۀ به دَ خُدائے کور ورانوے اَؤ بيا به ئے په دريو ورځو کښے جوړَوے، اوس دَ دے سولئ نه راکُوز شه اَؤ ځان بچ کړه که تۀ په رښتيا دَ خُدائے زوئے يئے!“

۴۱دغه شان مشرانو کاهنانو، دَ شرعے عالمانو اَؤ مشرانو هم ورپورے ملنډے کولے، ۴۲اَؤ وئيل ئے چه ”هغۀ نور خلق بچ کړل خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. بے شکه که دَئے دَ اِسرائيلو بادشاه دے نو اوس دِ دَ دے سولئ نه راکُوز شى، نو بيا به پرے مُونږ ايمان راؤړُو. ۴۳دَ دَۀ په خُدائے باور وو، اوس دِ خُدائے بچ کړى که چرے هغه ئے غواړى، ځکه چه دَۀ دا دعوىٰ کړے وه چه زَۀ دَ خُدائے زوئے يم.“

۴۴تر دے چه دَ دَۀ سره په سولئ شوو ډاکوانو هم په دَۀ پورے ملنډے کولے.

دَ عيسىٰ مسيح مرګ

مرقوس ۱۵ :  ۳۳ ـ ۴۱، لُوقا ۲۳ :  ۴۴ ـ ۴۹، يوحنا ۱۹ :  ۲۸ ـ ۳۰

۴۵دَ غرمے نه پس تر کُوز ماسپښين پورے په ټول ملک کښے توره تيارۀ شوه. ۴۶اَؤ په کُوز ماسپښين عيسىٰ په اُوچت آواز نعرے کړے، ”ايلى! ايلى! لما شبقتنى!“ يعنے ”اَئے زما خدايه! اَئے زما خدايه! زَۀ دِ ولے پريښودلم؟“

۴۷په ولاړو خلقو کښے چه ځنو دا واؤريدل نو وئے وئيل چه ”دَئے اوس اِلياس ته نعرے وهى.“ ۴۸په هغوئ کښے يو سمدستى منډه کړه اَؤ يو اِسفنج ئے واخستو په سرکه کښے ئے ډُوب کړو اَؤ دَ نل په سر کښے ئے دَ هغۀ په شُونډو کيښودو. ۴۹خو نورو ووئيل چه ”تماشه کوئ چه اِلياس دَ دَۀ خلاصولو له راځى اَؤ که نه.“

۵۰عيسىٰ بيا يوه اُوچته چغه کړه اَؤ ساه ئے ورکړه.

۵۱هغه وخت دَ خُدائے دَ کور پړده دَ يو سر نه تر بل سره په مينځ وشليده. اَؤ زلزله راغله، ګټان وچاؤدل، ۵۲اَؤ قبرُونه وسپړدے شول اَؤ دَ خُدائے ډير پاکان دَ خوبه رابيدار شول. ۵۳اَؤ دَ عيسىٰ دَ پاڅيدلو نه پس هغوئ ټول دَ قبرُونو نه راووتل، بيتُ المُقدس ته ننوتل اَؤ ډيرو خلقو ئے ننداره وکړه. ۵۴کله چه صوبه دار اَؤ دَ هغۀ سړو چه دَ عيسىٰ څوکئ ئے کوله زلزله اَؤ دا ټول واقعات وليدل نو په هغوئ هيبت راغے اَؤ وئے وئيل، ”بے شکه چه دا سړے دَ خُدائے زوئے وو.“ ۵۵ډيرے ښځے هم هلته موجُودے وے اَؤ دَ لرے نه ئے تماشه کوله. هغوئ دَ ګليل نه په عيسىٰ پسے خدمت ته راغلے وے. ۵۶په هغوئ کښے يوه مريم مګدلينى وه اَؤ بله دَ يعقُوب اَؤ دَ يُوسف مور مريم، اَؤ دَ زبدى دَ زامنو مور وه.

دَ عيسىٰ مسيح ښخول

مرقوس ۱۵ :  ۴۲ ـ ۴۷، لُوقا ۲۳ :  ۵۰ ـ ۵۶، يوحنا ۱۹ :  ۳۸ ـ ۴۲

۵۷کله چه ماښام شو نو دَ اريميتيه يو موړ سړے چه يُوسف نُوم ئے وو اَؤ دَ عيسىٰ مُريد وو، راغے. ۵۸هغه پيلاطوس ته ورغے اَؤ دَ عيسىٰ لاش ئے ترے وغوښتو اَؤ پيلاطوس حُکم وکړو چه ور دِ کړے شى. ۵۹يُوسف هغه لاش يوړو اَؤ په صفا مهينه لټه کښے ئے ونغښتو، ۶۰اَؤ دَ خپل ځان دَ پاره په يو ګټ کښے کنستے شوى نوى قبر کښے ئے کيښودو اَؤ يو لوئے کاڼے ئے دروازے ته راورغړولو اَؤ لاړو. ۶۱خو مريم مګدلينى اَؤ هغه بله مريم دواړه ئے قبر ته مخامخ ناستے وے.

دَ قبر څوکيداران

۶۲په بله ورځ چه دَ سبت ورځ وه مشران کاهنان اَؤ نور فريسيان په جمع پيلاطوس ته راغلل، ۶۳اَؤ وئے وئيل چه ”صاحبه! مُونږ ته ياد دى چه هغه فريبى چه لا ژوندے وو نو ئے وئيلى وُو چه زَۀ به په دريمه ورځ پورته کړے شم. ۶۴آيا تۀ به دا حُکم وکړے چه تر دريو ورځو دِ دغه قبر څوکئ کيږى؟ هسے نۀ چه دَ هغۀ مُريدان راشى، لاش ئے په غلا وباسى اَؤ بيا خلقو ته وائى چه هغه پورته کړے شوے دے، اَؤ آخرى فريب به ئے دَ وړُومبى فريب نه ډير بد وى.“ ۶۵پيلاطوس ورته ووئيل چه ”ستاسو خپل څوکيداران شته. ځئ، څنګه مو چه خوښه وى نو هغه شان څوکئ ئے کوئ.“ ۶۶نو هغوئ لاړل، قبر ئے په قبضه کښے کړو اَؤ په کاڼو ئے مهرُونه ولګول اَؤ څوکيداران ئے پرے مقرر کړل.