0:00 / 0:00
Next chapter

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

اَتۀ ويشتم باب

دَ عيسىٰ مسيح بيا ژوندے کيدل

مرقوس ۱۶ :  ۱ ـ ۱۰، لُوقا ۲۴ :  ۱ ـ ۱۲، يوحنا ۲۰ :  ۱ ـ ۱۰

۱دَ سبت ورځ تيره شوه اَؤ دَ اِتوار دَ ورځے سحر کيدُونکے وو چه مريم مګدلينى اَؤ هغه بله مريم دَ قبر ليدو ته راغلے. ۲ناڅاپه يوه سخته زلزله راغله، دَ آسمان نه دَ رب يوه فرښته راکُوزه شوه، کاڼى له راغله اَؤ هغه ئے ورغړولو اَؤ په خپله پرے کښيناسته. ۳دَ هغۀ مخ دَ آسمان دَ بريښنا په شان ځليدو اَؤ جامے ئے لکه دَ واؤرو سپينے وے. ۴څوکيداران ئے په ليدو دَ ويرے نه ورَپيدل اَؤ لکه دَ مړو پريوتل.

۵فرښتے بيا ښځو ته ووئيل چه ”تاسو دَ هيڅ نه مه ويريږئ، ما ته پته ده چه تاسو عيسىٰ ګورئ څوک چه په سولئ شوے وو. ۶هغه دلته نشته، هغه بيا پورته کړے شوے دے لکه چه هغۀ وئيلى وُو. راشئ، هغه ځائے وګورئ چرته چه هغه پروت وو. ۷نو بيا زر لاړے شئ اَؤ دَ هغۀ مُريدان خبر کړئ چه له مړو نه پاڅولے شوے دے اَؤ ستاسو نه وړُومبے ګليل ته روان دے، تاسو به ئے هلته ووينئ. ما تاسو ته دغسے وئيلى دى.“

۸هغوئ دَ مقبرے نه په هيبت اَؤ خوشحالئ لاړے اَؤ دؤ ئے کړل چه مُريدان خبر کړى.

۹ناڅاپى عيسىٰ په لاره پرے پيښ شو اَؤ په هغوئ ئے سلام واچولو. هغوئ ورغلے اَؤ دَ هغۀ پښے ئے ونيولے اَؤ سجده ئے ورته وکړه. ۱۰بيا عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”ويريږئ مه، لاړے شئ اَؤ زما وروڼو ته دا پيغام ورکړئ چه هغوئ دِ ګليل ته لاړ شى، ما به هلته ووينى.“

دَ څوکيدارانو خبر راوړل

۱۱ښځے په خپله لار تللے چه ځنے څوکيداران ښار ته ننوتل اَؤ مشرانو کاهنانو ته ئے ټوله قيصه تيره کړه. ۱۲بيا هغوئ مشران راغونډ کړل اَؤ صلاح ئے وکړه. اَؤ مشرانو کاهنانو سپاهيانو ته ډيرے بډے ورکړے. ۱۳اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تاسو دا ووايئ چه دَ شپے چه مُونږ اُودۀ شُو نو دَ هغۀ مُريدان راغلل اَؤ دَ هغۀ لاش ئے پټ کړو.“ ۱۴اَؤ ورسره ئے دا هم ووئيل چه که ”دا خبر دَ والى غوږ ته ورسيدو نو مُونږ به دَ هغۀ سره جوړ وکړُو اَؤ تاسو ته به هيڅ نقصان نۀ درکوى.“

۱۵نو هغوئ پيسے واخستے اَؤ څۀ چه ورته وئيلى شوى وُو هم هغه شان ئے وکړل. دغه قيصه تر نن ورځے په يهوديانو کښے خوره ده.

مُريدانو ته حُکم ورکول

مرقوس ۱۶ :  ۱۴ ـ ۱۸، لُوقا ۲۴ :  ۳۶ ـ ۴۹، يوحنا ۲۰ :  ۱۹ ـ ۲۳، اَعمال دَ رسولانو ۱ :  ۶ ـ ۸

۱۶يوولس مُريدان دَ ګليل هغه غر ته روان شول چه عيسىٰ ورسره دَ ليدو دَ پاره مقرر کړے وو. ۱۷کله چه هغوئ هغه وليدو نو ورته په سجده شول مګر ځنے شکمن وُو. ۱۸بيا عيسىٰ ورغے اَؤ خبرے ئے ورسره وکړے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ آسمان اَؤ دَ مزکے ټول واک ما ته راکړے شوے دے. ۱۹ځکه تاسو په مزکه خوارۀ شئ اَؤ ټول قومُونه زما مُريدان کړئ اَؤ دَ پلار، دَ زوئے اَؤ دَ رُوحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. ۲۰اَؤ دا تعليم ورکوئ چه په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چه ما تاسو ته حُکم کړے دے. اَؤ دا يقين لرئ چه زَۀ به تل تاسو سره يم، تر آخره وخته پورے.“

Next chapter