Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د اسراییلو په خلاف د څښتن دعوې ته غوږ ونیسئ.
ای څښتنه، راپورته شه او خپله دعوه دې راوړاندې کړه. پرېږده چې غرونه او غونډۍ ستا خبرې واوري.
۲ ای غرونو، ای د ځمکې ابدي بنیادونو، د څښتن دعوې ته غوږ ونیسئ! څښتن د خپل قوم په وړاندې دعوه لري. هغه په اسراییلو باندې تور لګوي.
۳ څښتن وایي: «ای زما قومه، ما ستاسو سره څه کړي دي؟ په تاسو باندې ما کوم بار اچولی دی؟ ماته ځواب راکړئ. ۴ ما تاسو د مصر نه راوویستلئ او د غلامۍ نه مې ازاد کړلئ. ما موسی، هارون او مریم درولېږل چې ستاسو لارښوونه وکړي. ۵ ای زما قومه، در په یاد کړئ چې د موآب پاچا بالاق ستاسو په هکله څه بد پلان درلود او د بعور زوی بلعام ورته څنګه ځواب ورکړ. در په یاد کړئ چې د شطیم د کمپ نه د جلجاله تر کمپ پورې په لاره کې څه شوي وو. دا هرڅه در په یاد کړئ، نو تاسو به پوه شئ چې ما ستاسو د ژغورلو دپاره په وفادارۍ سره کارونه کړي دي.»
۶ کله چې زه څښتن ته د عبادت دپاره راځم، نو د ځان سره د اسمانونو خدای ته څه شی راوړم؟ ایا ښه خوسیان راولم چې د سوځېدونکو نذرانو په توګه ورته وړاندې شي؟ ۷ که چېرې هغه ته په زرګونو پسونه راولم او یا ورته د زیتونو د تېلو نهخلاصېدونکې ویالې راولم، ایا هغه به ورباندې خوشحاله شي؟ یا د خپلو ګناهونو په بدل کې ورته خپل لومړنی اولاد وړاندې کړم؟
۸ نه، څښتن تاسو ته ویلي دي چې نېکي کول څه شی دی. هغه چې زمونږ نه څه غواړي هغه دا دي: د انصاف نه کار واخلو، تلپاتې مینه وکړو او په عاجزۍ سره د خپل خدای په لاره لاړ شو.
۹ که تاسو هوښیار یئ، نو د څښتن څخه ووېرېږئ. هغه د اورشلیم په ښار باندې غږ کوي: «ای هغو خلکو چې په ښار کې راټول شوي یئ، غوږ ونیسئ! ۱۰ د بدکارو خلکو په کورونو کې داسې خزانې دي چې په بېایمانۍ سره یې لاسته راوړي دي. هغوی د سپکو وزنونو څخه کار اخلي چې زه د داسې کار نه کرکه کوم. ۱۱ هغه خلک څنګه وبخښم چې د غلطو ترازوګانو او سپکو وزنونو نه کار اخلي؟ ۱۲ ستاسو شتمن خلک د غریبانو نه ګټه اخلي او ټول خلک غولوونکي او دروغجن دي.
۱۳ نو ما لا د مخکې نه ستاسو د ګناهونو له امله ستاسو په تباه کولو او بربادولو پیل کړی دی. ۱۴ تاسو به خوراک کوئ، خو مړېږئ به نه او بیا به هم وږي یئ. هرڅه چې ذخیره کوئ، هغه به ساتلي نه شئ. هرڅه چې ساتئ، زه به هغه په جنګ کې له منځه وړم. ۱۵ تاسو به غلې دانې کرئ، خو فصل به یې ونه رېبئ. د زیتونو نه به تېل وباسئ، خو کار به ورڅخه نه شئ اخیستلی. تاسو به شراب جوړوئ، خو هغه به هېڅکله ونه څښئ. ۱۶ داسې به کیږي، ځکه چې تاسو د عمري پاچا او د هغه د زوی اخاب د بدو کارونو او د هغوی د رسمونو او رواجونو څخه پیروي کوئ، نو زه به په تاسو باندې تباهي راولم او هرڅوک به درته په سپکه سترګه ګوري. په هرځای کې به خلک درباندې ملنډې وهي.»