Next chapter

د میکاه نبي کتاب

اووم فصل

د اسراییلو بدبختي

۱ افسوس دې وي زما په حال! ځکه زه د هغه وږي کس په شان یم چې د فصل د راټولېدو نه وروسته په ونو کې ورته مېوه او په تاکونو کې ورته انګور نه پیدا کیږي. ځکه چې انګور او خوندور او پاخه انځران پاتې شوي نه دي. ۲ ټول خدای ته وفادار خلک ورک شوي دي او هېڅ یو صادق سړی د ځمکې په مخ نه دی پاتې. هرڅوک د دې موقعې په انتظار کې دی چې قتل وکړي او هرڅوک خپل خلک په دام کې راګېروي. ۳ هغوی ټول په بدو کارونو کې ماهران دي. مامورین او قاضیان رشوتونه اخلي. د غټو او قدرمندو خلکو چې هرڅه زړه غواړي، هغوی ته یې وایي او هغوی په ګډه سره دسیسې جوړوي. ۴ حتی د هغوی ډېر ښه خلک هم لکه د اغزو په شان او ایمانداره خلک یې لکه د کرکڼو په شان دي.

هغه ورځ رارسېدلې ده چې خدای به هغو خلکو ته سزا ورکوي، لکه څنګه یې چې هغوی د خپلو پهره‌دارانو یعنې پیغمبرانو په وسیله خبر کړي وو. اوس هغوی وارخطا دي. ۵ په خپل ګاونډي باندې اعتبار مه کوه او حتی په خپل دوست باندې هم یقین مه کوه. حتی خپلې ګرانې ښځې ته هم چې کومه خبره کوې، نو په هغې کې احتیاط کوه. ۶ په دې زمانه کې زوی خپل پلار ته په سپکه سترګه ګوري، لور د خپلې مور سره مخالفت کوي او انږور د خپلې خواښې سره ناندرۍ وهي. د یو سړي د خپلې کورنۍ غړي د هغه دښمنان شي.

۷ خو زه به څښتن ته سترګې په لاره یم. زه به خدای ته په صبر سره انتظار کوم چې هغه به مې وژغوري. زما خدای به زما دعا قبوله کړي.

څښتن د اسراییلو قوم ته خلاصون ورکوي

۸ ای زمونږ دښمنانو، بېځایه په مونږ باندې مه خوشحالېږئ. ځکه کله چې مونږ ولوېږو، نو بېرته به راپورته شو. کله چې مونږ په تیاره کې یو، نو څښتن به زمونږ دپاره رڼا وي. ۹ مونږ د څښتن په وړاندې ګناه کړې ده، نو مونږ باید تر یو وخته پورې د هغه قهر وزغمو. خو وروسته به هغه زمونږ دفاع وکړي او زمونږ دښمنانو ته به د هغو بدیو په سبب چې زمونږ سره یې کړي دي، سزا ورکړي. هغه به مونږ د تیارې نه رڼا ته راولي او مونږ به د هغه عدالت ووینو. ۱۰ نو زمونږ دښمنان به دا وګوري او رسوا به شي، یعنې هغو دښمنانو چې مونږ ته به یې پېغور راکاوه او پوښتنه به یې کوله: «چېرته دی ستاسو څښتن خدای؟» مونږ به وګورو چې هغوی به د ماتې سره مخامخ شي او د خټو په شان به په کوڅو کې تر‌پښو لاندې شي.

۱۱ ای د اورشلیم خلکو، ستاسو د ښار د دېوالونو د بیا جوړونې وخت راروان دی. په هغه وخت کې به ستاسو سیمه پراخه شي. ۱۲ ستاسو خلک به د هرځای نه بېرته تاسو ته راشي یعنې په ختیځ کې د آشور نه، په جنوب کې د مصر د ښارونو نه، د فرات د سیمې نه او د لېرې لېرې بحیرو او غرونو څخه. ۱۳ خو نور هېوادونه به د هغې د اوسېدونکو د بدکارۍ له امله په دښته باندې بدله شي.

د اسراییلو سره د څښتن خواخوږي

۱۴ ای څښتنه، د خپل قوم شپون اوسه یعنې هغه قوم چې تا د خپل ځان دپاره غوره کړی دی. که څه هم هغوی په ځنګل کې یوازې اوسیږي، خو شاوخوا ته یې حاصلخېزه ځمکه ده. پرېږده چې هغوی لاړ شي او د باشان او جلعاد په شنو څړځایونو کې د پخوا زمانو په شان وڅریږي.

۱۵ څښتن وایي: «زه به هغوی ته خپلې معجزې وښایم لکه څنګه چې ما په هغه وخت کې وښودلې چې کله مې تاسو د مصر نه راویستلئ. ۱۶ نور قومونه به دا وګوري او د هغه ټول قوت سره سره چې دوی یې لري، وبه شرمیږي. هغوی به له وېرې خپله خوله پټه کړي او څه به نه اوري. ۱۷ هغوی به لکه د مارانو په شان په خاورو کې په سینه باندې ښوییږي او خاورې به څټي. هغوی به د خپلو جنګي کلاګانو نه راوځي او رپیږي به. هغوی به له وېرې ما څښتن ته چې ستاسو خدای یم راوګرځي.»

۱۸ ای څښتنه، ستا په شان بل خدای نشته. ته د خپلو هغو خلکو ګناهونه او سرکښي بخښې چې د جلاوطنۍ نه وروسته ژوندي پاتې شوي دي. ستا قهر به د تل دپاره نه وي، خو ته مونږ ته د خپلې تلپاتې مینې په ښودلو باندې خوشحالېږې. ۱۹ ته به یوځل بیا په مونږ باندې مهربانه شې. ته به زمونږ ګناهونه تر‌پښو لاندې کړې او هغه به د بحیرې تل ته وروغورځوې! ۲۰ ته به خپله وفاداري او تلپاتې مینه مونږ ته یعنې د ابراهیم او یعقوب اولادې ته وروښایې، لکه څنګه چې دې په پخوا زمانو کې زمونږ د نیکونو سره وعده کړې وه.

Next chapter