د حضرت ناحوم نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

د نينوه تباه کېدل

۱اے نينوه، يو حمله کوونکے ستا خلاف راروان دے. د قلعې څوکيدارى کوه، د لار څوکيدارى کوه، خپل ځان په حفاظت کړه، خپل ټول قوت استعمال کړه. ۲اګر کۀ تباه کوونکو هغوئ تباه کړى دى او د هغوئ د انګورو باغونه يې وران ويجاړ کړى دى خو مالِک خُدائ به د يهوداه شان او شوکت بيا قائم کړى لکه د اِسرائيل د شان او شوکت په شان. ۳د فوجيانو ډالونه سرۀ دى، جنګيالو يې سرې جامې اغوستې دى. په جنګى ګاډو لګېدلې اوسپنې ځلېدې په هغه ورځ چې دوئ تيار وُو، او د دِيار نېزې يې په هوا کښې خوځولې. ۴جنګى ګاډۍ د طوفان غوندې په کوڅو کښې تېريږى، په چوکونو کښې مخکښې او وروستو ځى راځى. هغوئ لکه د چراغونو په شان پړقيږى، هغوئ لکه د برېښنا په شان په تېزه تېريږى. ۵بادشاه خپلو آفسرانو ته چغې وهى، هغوئ په خپل رفتار کښې په لار تيندک خورى. د ښار دېوال ته په تېزه ورخلاص دى چې ځان ته د حملې مورچې تيارى کړى. ۶د سيند دروازې کولاو کړے شوې دى، او محل په راغورزېدو دے. ۷د هغې مَلِکه بربنډه بوتلے شوه. د دې غلامانې جينکۍ لکه د ګوګوشتکو په شان ژړا کوى او هغوئ خپلې سينې وهى. ۸نينوه لکه د تالاب په شان دے او د دې اوبۀ روانې دى. ”ايسار شئ، ايسار شئ،“ هغوئ چغې وهى، خو هيڅ څوک شا ته نۀ ګورى. ۹سپين زر لوټ کړئ. سرۀ زر لوټ کړئ. د دې د ذخيرې څۀ حد نشته، او د دې د ټولو خزانو دولت ډېر زيات دے. ۱۰هغه لوټ کړے شوه، خالى کړے شوه، ورانه ويجاړه شوه. زړونه کمزورى شول، پښې بې‌دمه شوې، بدنونه په رپېدو شول، هر مخ زېړ شو. ۱۱اوس نينوه هغه د زمرو غار چرته دے، هغه ځائ چرته چې هغوئ خپلو بچو له خوراک ورکولو، چرته چې زمرى او زمرۍ، او د دې بچى بغېر د څۀ ويرى نه ګرځېدل؟ ۱۲زمرى د خپلو بچو دپاره کافى ښکار وکړو او د خپلې زمرۍ دپاره د هغۀ ښکار په مرۍ غلے شو، خپل غار يې د ښکار د غوښې نه ډک کړو. ۱۳زۀ ستاسو خِلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستاسو جنګى ګاډۍ وسوزوم، او تُوره به ستاسو ځوانان زمرى ووژنى. زۀ به تاسو ته په زمکه ښکار پرې نۀ ږدم. ستاسو د پېغام ورکوونکو آوازونه به نور نۀ اورېدلے کيږى.