0:00 / 0:00

د حضرت نحمياه کِتاب

لسم باب

۱ کومو کسانو چې دستخطونه وکړل هغوئ دا وُو: د حکلياه زوئ نحمياه حکمران. صدقياه، ۲‏-۸ شراياه، عزرياه، يرمياه، فشحور، امرياه، مُلکياه، حطوش، شبنياه، ملوک، حارِم، مريموت، عبدياه، دانيال، جِنتون، باروک، مسلام، ابياه، ميامين، معزياه، بِلجى او سمعياه. ۹‏-۱۳ ليويان: د ازنياه زوئ يشوَع، د حنداد د قبيلې بِنوئى، قدمى‌اېل، شبنياه، هودياه، قليتاه، فلاياه، حنان، ميکا، رِحوب، حسبياه، زکور، سربياه، شبنياه، هودياه، بانى او بنينو. ۱۴‏-۲۷ د خلقو مشران: پرعوس، پخت موآب، عيلام، زتُو، بانى، بُنى، عزجاد، ببى، ادونياه، بِګوئ، عدين، اطير، حزقياه، عزور، هودياه، حاشوم، بِضى، خاريف، عنتوت، نوبى، مګفيعاس، مسلام، حزير، مشيزب‌ايل، صدوق، يدوع، فلطياه، حنان، عناياه، هوسيع، حننياه، حسوب، هلوحيس، فليحا، سوبيق، رحُوم، حسبناه، معسياه، اخياه، حنان، عنان، ملوک، حارِم او بعنه.

د لوظ ليک

۲۸ مونږ يعنې بنى اِسرائيلو، اِمامانو، ليويانو، څوکيدارانو، سندرغاړو، د خُدائ پاک د کور خِدمتګارانو او هغه نورو ټولو خلقو د خُدائ پاک د قانون د تابعدارۍ په بنياد خپل ځانونه د پردى مُلک د هغه خلقو نه جدا کړى وُو کوم چې زمونږ په مُلک کښې اوسېدل. مونږ د خپلو ښځو او د هغه ټولو بچو سره د کومو عُمر چې پوهېدو ته رسېدلے دے، ۲۹ مونږ د خپلو مشرانو سره په يو قسم کولو کښې شريک شُو او ومو وئيل چې مونږ کۀ قسم مات کړو نو په مونږ دې لعنت وى او دا چې مونږ به د خُدائ پاک د قانون په مطابق خپل ژوند تېروو، هم هغه قانون کوم چې خُدائ پاک د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه راکړے وو، چې مونږ به هغه هر څۀ منو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې حُکم راکوى، او چې مونږ به د هغۀ ټول قانون او اصُول منو. ۳۰ مونږ دا وعده وکړه چې د هغه مُلک د غېرو قومونو خلقو له به خپلې لوڼه نۀ ورکوو او د هغوئ لوڼه به خپلو زامنو ته نۀ وادۀ کوُو. ۳۱ کۀ د پردى مُلک خلق څۀ غله يا بل هر څيز هم د سبت يا په بله هره مقدسه ورځ په مونږ باندې د خرڅولو دپاره راوړى، نو مونږ به يې د هغوئ نه نۀ اخلو. په هر اوؤم کال به مونږ زمکه نۀ کرو او ټول قرضونه به معاف کوُو. ۳۲ زمونږ هر يو کس به هر کال پينځۀ ګرامه سپين زر د خُدائ پاک د کور د خرچې دپاره په چنده کښې ورکوى. ۳۳ مونږ به د خُدائ پاک د کور د عبادت دپاره د دې څيزونو بندوبست کوُو، مقدسه روټۍ، د هرې ورځې د غلې نذرانه، هغه ځناور چې هره ورځ د قربانۍ په توګه سوزولے شى، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې د اختر او د نورو اخترونو دپاره مقدسې نذرانې، د بنى اِسرائيلو د ګناه کفارې دپاره نذرانې او هغه بل هر يو څيز چې د خُدائ پاک په کور کښې يې ضرورت وى. ۳۴ زمونږ خلق، اِمامان او ليويان به هر کال پچه اچوى چې دا معلومه کړى چې کومه يوه ډله د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په قربان‌ګاه باندې د سوزولو دپاره لرګو بندوبست کوى او دا به د قانون په مطابق وى. ۳۵ مونږ به هر کال د خپل وړومبى رېبلے شوى فصل او زمونږ په ونو کښې د وړومبى پېدا شوې مېوې يوه نذرانه د مالِک خُدائ کور ته وړُو. ۳۶ زمونږ د هر يو کس وړومبے پېدا شوے زوئ به اِمامانو له د خُدائ پاک کور ته بوځُو او هلته به يې د خُدائ پاک د ښودلى شوى قانون په مطابق خُدائ پاک ته وقف کوُو. زمونږ د هر يو کس د غواګانو وړومبے پېدا شوے سخے او زمونږ د هر يو کس وړومبے پېدا شوے ګډُورے يا د چېلۍ بچے به هم وقف کيږى. ۳۷ مونږ به هر کال اِمامانو له د خُدائ پاک کور ته د وړومبى رېبلى شوى فصل نه جوړې شوې پېړې او د انګورو د ميو خپلې نورې نذرانې، د زيتُونو تېل او هر قِسم مېوې هم وړُو. او مونږ به هغه هر څۀ نه لسمه حِصه ليويانو له راؤړو څۀ چې زمونږ په پټو کښې شوى دى، ځکه چې هغوئ زمونږ په کلو کښې د دې څيزونو د راټولو ذمه وار دى. ۳۸ کله چې لسمه حِصه راټولولے شى نو د هارون د اولاد اِمامان به ليويانو سره وى. او د هغه ټولې راټولې شوې لسمې حِصې نه به ليويان لسمه حِصه د خُدائ پاک د کور ګودامونو ته يوسى. ۳۹ بنى اِسرائيل او ليويان به د فصل، ميو او د زيتُونو تېلو برخې هغه ګودامونو ته يوسى چرته چې د خُدائ پاک د کور سامان کېښودلے شى او چرته چې اِمامان، د دروازو څوکيداران او سندرغاړى حاضر وى. مونږ به زمونږ د خُدائ پاک د کور نه مخ نۀ اړوُو.