0:00 / 0:00

د حضرت نحمياه کِتاب

يوولسم باب

په يروشلم کښې اوسېدونکى خلق

۱ مشران په يروشلم کښې دېره شول او باقى خلقو پچه واچوله چې د هر لسم خاندان نه يو خاندان خوښ کړى چې لاړ شى او د يروشلم په مقدس ښار کښې اوسيږى، خو هغه نور په خپلو ښارونو کښې اوسېدل. ۲ خلقو د هغه ټولو خلقو دپاره برکت وغوښتو چې کوم په رضاکارانه توګه په يروشلم کښې اوسېدل. ۳ د يهوداه په ښارونو کښې بنى اِسرائيل، اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور کاريګران او د سليمان د نوکرانو اولاد په خپلو ښارونو کښې په خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل. دا د يهوداه صُوبې د مشرانو ښاريانو تفصيل دے کوم چې په يروشلم کښې اوسېدل: ۴ د يهوداه قبيلې کسان دا دى: د زکرياه نمسے او د عُزياه زوئ عتاياه. د هغۀ په آباواجداد کښې امرياه، سفطياه او محلل‌اېل شامل وُو، چې د يهوداه زوئ د فارص اولاد وو. ۵ او هم د کولحوزه نمسے او د باروک زوئ معسياه. د هغۀ په آباواجداد کښې حزاياه، عداياه، يويريب او زکرياه شامل وُو، چې د يهوداه د زوئ سيله اولاد وو. ۶ د فارص د اولاد څلور سوه او اتۀ شپېتۀ ښۀ تکړه سړى په يروشلم کښې اوسېدل. ۷ د بنيامين د قبيلې کسان دا دى: د يوئيد نمسے او د مسلام زوئ سلو وو. د هغۀ په نورو آباواجداد کښې فداياه، قولاياه، معسياه، ايتى‌اېل او يشعياه شامل وُو. ۸ د سلو نزدې خپلوان جبى او سلى وُو. ټول نهۀ سوه او اتۀويشت بنيامينيان په يروشلم کښې اوسېدل. ۹ د زِکرى زوئ يوايل د هغوئ مشر وو، د هسينوآه زوئ يهوداه په ښار کښې دوېم مشر آفسر وو. ۱۰ اِمامان: د يويريب زوئ يدعياه او يکين. ۱۱ شراياه زوئ د خِلقياه، زوئ د مسلام، زوئ د صدوق، زوئ د مرايوت، زوئ د اخيطوب، څوک چې د خُدائ پاک د کور مشر اِمام وو. ۱۲ د دې قبيلې ټولو اتۀ سوه او دوويشتو کسانو د خُدائ پاک په کور کښې خِدمت کولو. د فللياه نمسے او د يروحام زوئ عداياه. د هغۀ په آباواجداد کښې امصى، زکرياه، فشحور او مُلکياه شامل وُو. ۱۳ د هغۀ د قبيلې ټول دوه سوه او دوه څلوېښت کسان د کورَنو مشران وُو. د اخزائى نمسے او د عزراېل زوئ امشى. د هغۀ په آباواجداد کښې اِمير او مسلموت شامل وُو. ۱۴ د هغۀ د قبيلې يو سل او اتۀويشت کسان ښۀ تکړه فوجيان وُو. د هغوئ مشر زبدى‌اېل وو چې د هجدوليم زوئ وو. ۱۵ ليويان: د عزريقام نمسے او د حسوب زوئ سمعياه. د هغۀ په آباواجداد کښې حسبياه او بُنى شامل وُو. ۱۶ سبتى او يوزبد، د خُدائ پاک د کور نه د بهر کار مشران وُو. ۱۷ د زبدى نمسے او د ميکا زوئ متنياه چې د آسف د اولاد نه وو. هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د عبادت په وخت کښې د حمد‌و‌ثناء رهنمائى کوله. او بقبوقياه په متنياه پسې دوېم سړ‌ے وو. د جلال نمسے او د سموع زوئ عبدا د يدوتون د اولاد نه وو. ۱۸ د يروشلم په مقدس ښار کښې ټول دوه سوه او څلور اتيا ليويان اوسېدل. ۱۹ د خُدائ پاک د کور څوکيداران: عقوب، طلمون او د هغوئ خپلوان، ټول يو سل او دوه اويا کسان وُو. ۲۰ نور بنى اِسرائيليان او پاتې اِمامان او ليويان د يهوداه په ښارونو کښې په خپلو خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل. ۲۱ د خُدائ پاک د کور خِدمتګاران د يروشلم په هغه برخه کښې اوسېدل چې نوم يې عوفل وو او هغوئ د ضيحا او جِسفا د مشرۍ لاندې کار کولو. ۲۲ د ليويانو هغه مشر چې په يروشلم کښې اوسېدو هغه د حسبياه نمسے او د بانى زوئ عُزى وو. د هغۀ په پلارانو نيکونو کښې متنياه او ميکا شامل وُو او هغه د آسف د قبيلې نه وو. دا هغه ډله وه چې د دې کسان د خُدائ پاک په کور کښې د موسيقۍ ذمه وار وُو. ۲۳ د دې دپاره شاهى اصُول مقرر وُو چې قبيلې به هره ورځ د خُدائ پاک د کور په موسيقۍ کښې مشرى څنګه کوى. ۲۴ د يهوداه قبيلې د زارح د قبيلې د مشيزب‌ايل زوئ فتحياه د فارس په دربار کښې د بنى اِسرائيلو نمائندګى کوله.

د يروشلم نه بهر کلى

۲۵ ډېر خلق د خپلو پټو سره نزدې په کلو کښې اوسېدل. څۀ کسان چې د يهوداه د قبيلې وُو نو هغوئ په قِريَت‌اربع، ديبون، يقبضى‌اېل او د دې ښارونو سره نزدې کلو کښې اوسېدل. ۲۶ هغوئ د يشوَع، مولاده او بيت‌فِلِط په ښارونو کښې هم اوسېدل، ۲۷ او داسې په حصارسعول، بيرسبع او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې هم اوسېدل. ۲۸ هغوئ د صِقلاج په ښار کښې، مقوناه او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې، ۲۹ په عين رِمون، صُرعا، يرموت، ۳۰ په زنوح، عدولام او نزدې کلو کښې اوسېدل. هغوئ په لکيس او په نزدې پټو کښې او په عزيقه او د دې په کلو کښې اوسېدل. نو د يهوداه خلق د بيرسبع نه واخله د هنوم وادۍ پورې اوسېدل. ۳۱ د بنيامين قبيلې خلق په دې ځايونو کښې اوسېدل، جبعه، مِکماس، عياه، بيت‌ايل او د دې نزدې کلو کښې، ۳۲ په عنتوت، نوب، عننياه، ۳۳ حصور، راما، جيتم، ۳۴ حاديد، صبوئيم، نبلا‌ط، ۳۵ لد، اونو او په هغه وادۍ کښې چې چرته کاريګر اوسېدل. ۳۶ د ليويانو څۀ قبيلې کومې چې د يهوداه په علاقه کښې اوسېدلې وې هغوئ د بنيامين د خلقو سره اوسېدو دپاره ولېږل شول.