Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱-۷ دا د هغو کاهنانو او لاویانو لست دی چې د شالتي ییل د زوی زروبابل او مشر کاهن یشوع سره د جلاوطنۍ څخه راستانه شول:
دا خلک د یشوع په زمانه کې د کاهنانو مشران وو.
۱۰ یشوع د یویاقیم پلار، د الیاشیب نیکه او د یویاداع غور نیکه ؤ، ۱۱ یویاداع د یوناتان پلار او د یدوع نیکه ؤ.
۱۲-۲۱ کله چې یویاقیم مشر کاهن ؤ، دا کاهنان د کاهنانو د طایفو مشران وو:
۲۲ د لاویانو او کاهنانو د کورنیو نومونه د دغو مشرانو کاهنانو یعنې الیاشیب، یویاداع، یوحانان او یدوع په زمانه کې ثبت شوي وو. د دې نومونو ثبتول د فارس د پاچا داریوش په دوران کې پای ته ورسېدل.
۲۳ د لاویانو د مشرانو د کورنیو نومونه یوازې د الیاشیب د لمسي یوحانان تر زمانې پورې په رسمي توګه د تاریخ په کتاب کې ولیکل شول.
۲۴ د حشبیا، شربیا او د قدمي ییل زوی یشوع د لاویانو مشران وو. د هغوی تر لارښوونو لاندې، لاویان په څو ډلو کې تنظیم شوي وو. د خدای د خدمتګار داود پاچا د لارښوونو سره سم دوه، دوه ډلې یو بل ته مخامخ ودرېدلې چې د خدای ثنا ووایي او شکرګزاري وکړي. د سندرو په ویلو سره یوې ډلې بلې ډلې ته ځواب ورکاوه.
۲۵ د خدای د کور هغه ساتونکي چې د دروازو تر څنګه د ګودامونو د ساتلو مسوولیت یې په غاړه ؤ، دا دي: متنیا، بقبقیا، عوبدیا، مشلام، طلمون او عقوب.
۲۶ دا هغه خلک وو چې د یشوع د زوی او د یهوصادق د لمسي یویاقیم او د نحمیا والي او د شریعت د عالم او کاهن عزرا په زمانه کې یې ژوند کاوه.
۲۷ کله چې د اورشلیم د ښار دېوال وقف کېده، لاویان د خپلو ټولو ځایونو څخه اورشلیم ته راوستل شول، ترڅو هغوی د شکرګزارۍ په سندرو او د تالونو، چنګونو او ربابونو په موسیقۍ سره د وقف کېدو په جشن کې ګډون وکړي. ۲۸-۲۹ د لاویانو سندرغاړي د اورشلیم د شاوخوا سیمو څخه چې هغوی په کې د ځانونو دپاره کلي ودان کړي وو، د نطوفې د شاوخوا کلیو، د بیت جلجال، جبع او عزموت څخه راغلل او په اورشلیم کې سره راټول شول. ۳۰ کاهنانو او لاویانو لومړی د خپلو ځانونو دپاره او بیا د قوم، دروازو او د ښار د دېوال د پاکولو دیني مراسم تر سره کړل.
۳۱ ما د یهودا مشران د دېوال په سر باندې سره راټول کړل او د سندرغاړو دوه لویې ډلې مې وټاکلې چې د ښار شاوخوا وګرځي او د خدای د شکرګزارۍ سندرې ووایي.
لومړنۍ ډله د دېوال په سر باندې جنوب خواته د خزلو د دروازې په لور لاړه. ۳۲ هوشعیا د سندرغاړو شاته روان ؤ او د یهودا د مشرانو څخه نیمایي یې د هغه پسې روان وو. ۳۳-۳۵ ورپسې دغو کاهنانو د تګ په وخت کې سرني غږول: عزریا، عزرا، مشلام، یهودا، بنیامین، شمعیه او ارمیا. د هغو پسې زکریا د یوناتان زوی او د شمعیه لمسی ؤ. (د هغه په نیکونو کې متنیا، میکایا او زکور چې د اساف له طایفې څخه ؤ، شامل وو.) ۳۶ ورپسې د زکریا خپلوان یعنې شمعیه، عزرییل، مللای، جللای، ماعای، نتنییل، یهودا او حناني وو. دوی د موسیقۍ هغه الې غږولې چې د خدای خدمتګار داود پورې یې اړه لرله. د شریعت عالم عزرا د دې ډلې لارښوونه کوله. ۳۷ کله چې هغوی د چینې دروازې ته ورسېدل، په هغو زینو باندې چې د داود تر ښاره پورې رسېدلې وې، وختل او د داود له ماڼۍ څخه تېر شول او بېرته د اوبو د دروازې دېوال ته چې د ښار په ختیځه خوا کې ؤ، وروګرځېدل.
۳۸ د شکرګزارۍ کولو بله ډله د دېوال په سر باندې شمال خواته لاړه او زه د نیمایي خلکو سره هغوی پسې روان وم. مونږ د تنورونو د برج څخه تېر شولو او پلن دېوال ته ورسېدلو ۳۹ او له هغه ځای څخه روان شولو او د افرایم له دروازې، یشانه دروازې، د ماهي دروازې، د حنن ییل له برج او د سلو له برجه تېر شولو او د پسه دروازې ته ورسېدلو. په پای کې مونږ د خدای د کور دروازې ته نژدې ودرېدو.
۴۰ نو دواړه ډلې چې د خدای شکرګزاري یې کوله د خدای په کور کې په خپلو ټاکلو ځایونو کې ودرېدلې. برسېره پر هغو نیمو مشرانو چې زما سره وو، ۴۱ زما په ډله کې دا لاندې کاهنان چې سرني ورسره وو، هم شریک وو: الیاقیم، معسیا، منیامین، میکایا، الیوعینای، زکریا او حننیا. ۴۲ معسیا، شمعیه، العازار، عزي، یوحانان، ملکیا، عیلام او ایصر د هغوی پسې روان وو. هغو سندرغاړو چې د یزرحیا له خوا یې لارښودنه کېدله، په لوړ اواز سره سندرې ویلې.
۴۳ په هغه ورځ ډېرې قربانۍ وړاندې شوې او خلک د خپلو ښځو او ماشومانو سره خوشحاله وو، ځکه چې خدای د هغوی زړونه د خوشحالۍ څخه ډک کړي وو. د اورشلیم د خلکو د خوشحالۍ اواز له ډېر لېرې ځای څخه اورېدل کېده.
۴۴ په هغه ورځ ځینې خلک د ګودامونو د مسوولانو په توګه وټاکل شول چې په هغو کې به د خدای د کور دپاره بسپنې، د حاصلاتو لسمه برخه او لومړنۍ غلې دانې او مېوې چې هر کال به پخېدلې، ساتل کېدلې. دې مسوولانو دا وظیفه درلودله چې د هغو کروندو څخه چې ښارونو ته نژدې وې، د کاهنانو او لاویانو برخه د شریعت د اصولو سره سم راټوله کړي. د یهودا ټول خلک د کاهنانو او لاویانو د خدمت څخه خوشحاله وو، ۴۵ ځکه چې هغوی د پاکوالي مراسم او هغه نورې دندې سرته رسولې چې خدای د هغو حکم کړی ؤ. د خدای د کور سندرغاړو او ساتونکو هم خپلې دندې د داود پاچا او د هغه د زوی سلیمان د حکم سره سم تر سره کولې. ۴۶ په پخوا زمانه کې، یعنې د داود او اساف په زمانه کې د سندرغاړو او خدای ته د شکرګزارۍ او ثنا ویلو د سندرو دپاره لارښوونکی موجود ؤ. ۴۷ د زروبابل او نحمیا په زمانه کې به د اسراییلو ټولو خلکو هره ورځ د خدای د کور سندرغاړو او ساتونکو ته خواړه او نور د اړتیا شیان ورکول. خلکو به لاویانو ته سپېڅلې نذرانې ورکولې او لاویانو به کاهنانو ته د اړتیا وړ برخه ورکوله.