Previous chapter

د شمېر کتاب

لومړی فصل

د اسراییلو لومړۍ سرشمېرنه

۱ د مصر څخه د اسراییلو د قوم د راوتلو څخه وروسته د دوهم کال د دوهمې میاشتې په لومړۍ ورځ کله چې څښتن د موسی سره د سینا په دښته کې په سپېڅلې خېمه کې خبرې وکړې، هغه وویل: ۲ «ته او هارون طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ د اسراییلو د ټول قوم سرشمېرنه وکړئ او د هغو ټولو خلکو د نومونو لست ولیکئ ۳ چې عمر یې شل کاله یا زیات وي او جنګ کولای شي. ۴ د هرې قبیلې د طایفې د یو مشر څخه مرسته وغواړئ. ۵ دا د هغو مشرانو نومونه دي چې تاسو سره باید مرسته وکړي:

  • د روبین د قبیلې څخه الیصور د شدییور زوی
  • ۶ د شمعون د قبیلې څخه شلومی ییل د صوریشدای زوی
  • ۷ د یهودا د قبیلې څخه نحشون د عمیناداب زوی
  • ۸ د یساکار د قبیلې څخه نتناییل د صوغر زوی
  • ۹ د زبولون د قبیلې څخه الیاب د حیلون زوی
  • ۱۰ د یوسف د زامنو څخه:
    • د افرایم د قبیلې څخه الیشمع د عمیهود زوی
    • د منسي د قبیلې څخه جملی ییل د فدهصور زوی
  • ۱۱ د بنیامین د قبیلې څخه ابیدان د جدعوني زوی
  • ۱۲ د دان د قبیلې څخه اخیعزر د عمیشدای زوی
  • ۱۳ د اشیر د قبیلې څخه فجعییل د عکران زوی
  • ۱۴ د جاد د قبیلې څخه الیاساف د دعویل زوی
  • ۱۵ د نفتالي د قبیلې څخه اخیرع د عینان زوی.»

۱۶ دا خلک قبیلوي مشران وو چې د اسراییلو د قوم څخه د دې کار دپاره وټاکل شول.

۱۷ د دې دولسو کسانو په مرسته موسی او هارون ۱۸ د دوهمې میاشتې په لومړۍ ورځ ټول قوم راوغوښت. خلکو خپل نومونه طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ ولیکل او هغه کسان چې عمر یې شل کاله یا زیات ؤ د هر یو نوم په لست کې ولیکل شو. ۱۹ څنګه چې څښتن موسی ته امر کړی ؤ، هغوی یې د سینا په دښته کې وشمېرل. ۲۰‏-۴۶ ټول سړي چې عمرونه یې شل کاله یا زیات ؤ او جنګ یې کولای شو، نومونه یې په لست کې ولیکل شول. د هر یو نوم د خپلو طایفو او کورنیو د سوانحو له مخې ولیکل شو او د یعقوب د مشر زوی روبین د قبیلې څخه پیل وشو.

  • د روبین د اولادې شمېر: ۴۶۵۰۰ تنه
  • د شمعون د اولادې څخه: ۵۹۳۰۰ تنه
  • د جاد د اولادې څخه: ۴۵۶۵۰ تنه
  • د یهودا د اولادې څخه: ۷۴۶۰۰ تنه
  • د یساکار د اولادې څخه: ۵۴۴۰۰ تنه
  • د زبولون د اولادې څخه: ۵۷۴۰۰ تنه
  • د یوسف د زامنو څخه:
    • د افرایم د اولادې څخه: ۴۰۵۰۰ تنه
    • د منسي د اولادې څخه: ۳۲۲۰۰ تنه
  • د بنیامین د اولادې څخه: ۳۵۴۰۰ تنه
  • د دان د اولادې څخه: ۶۲۷۰۰ تنه
  • د اشیر د اولادې څخه: ۴۱۵۰۰ تنه
  • د نفتالي د اولادې څخه: ۵۳۴۰۰ تنه

د هغو کسانو شمېر چې د موسی، هارون او د دولسو قبیلو د مشرانو له خوا لیکل شوی ؤ، ټول ۶۰۳۵۵۰ تنه وو.

۴۷ خو هغه خلک چې د لاوي د قبیلې څخه وو په دې کې شامل نه وو، ۴۸ ځکه چې څښتن موسی ته ویلي وو: ۴۹ «کله چې ته د هغو کسانو سرشمېرنه کوې چې جنګ کولای شي، نو د لاوي قبیله په کې مه شاملوه. ۵۰ د هغې په ځای لاویان د سپېڅلې خېمې او د هغې د ټول سامان مسوولان وټاکه. هغوی به دا خېمه او د هغې سامان وړي، ساتنه به یې کوي او د هغې په شاوخوا کې به خپلې خېمې ودروي. ۵۱ هرکله چې تاسو خپلې خېمې بل ځای ته وړئ، نو لاویان دې سپېڅلې خېمه راټوله کړي او په نوي ځای کې دې بیا ودروي. که بل هرڅوک ورته نژدې ورشي وبه وژل شي. ۵۲ پاتې اسراییلیان به د خپلو ډلو له مخې خېمې ودروي، هر سړی به د خپل بیرغ لاندې د خپلې ډلې سره وي. ۵۳ خو لاویان به خپلې خېمې د سپېڅلې خېمې په شاوخوا کې ودروي، ترڅو د اسراییلو په قوم باندې زما قهر نازل نه شي. لاویان دې د سپېڅلې خېمې د ساتلو مسوولیت په غاړه واخلي.»

۵۴ څنګه چې څښتن موسی ته امر کړی ؤ، اسراییلیانو کټ مټ هماغسې وکړل.

Previous chapter