0:00 / 0:00

د شمېر کتاب

دولسم فصل

مریم او حضرت هارون د حضرت موسیٰ سره مخالفت کوي

۱ حضرت موسیٰ د یوې ایتوپیایۍ ښځې سره واده کړی ؤ او مریم او حضرت هارون په هغه باندې د دې کار په خاطر انتقاد وکړ. ۲ هغوی وویل: <آیا څښتن یوازې د موسیٰ په وسیله خبرې کړې دي؟ آیا هغه زمونږ په وسیله خبرې نه دي کړې؟> څه چې هغوی وویل څښتن هغه واورېدل. ۳ (حضرت موسیٰ د ځمکې پر مخ ترټولو عاجز سړی ؤ.)

۴ څښتن سمدستي حضرت موسیٰ، حضرت هارون او مریم ته وفرمایل: <زه غواړم چې تاسو درې واړه مقدسې خېمې ته راشئ.> نو هغوی ورغلل. ۵ څښتن په ورېځ کې راکوز شو، د خېمې د دروازې په خوله کې ودرېد او غږ یې وکړ: <ای هارونه! ای مریمې!> هغوی دواړه رامخکې شول ۶ او څښتن وفرمایل: <اوس زما خبرې ته غوږ ونیسئ! زه خپل ځان نبیانو ته په رویاګانو کې ښکاره کوم او د هغوی سره په خوبونو کې خبرې کوم. ۷ خو کله چې د خپل خدمتګار موسیٰ سره خبرې کوم هغه د نورو سره فرق لري. هغه مې د خپل ټول قوم مشر ټاکلی دی. ۸ نو زه د هغه سره مخامخ او صفا خبرې کوم، نه په رموز سره، حتیٰ هغه زما څېره هم ویني! تاسو څنګه جرأت کوئ چې زما د خدمتګار موسیٰ په ضد خبرې وکړئ؟>

۹ څښتن په حضرت هارون او مریم باندې په قهر شو. د څښتن د تګ ۱۰ او د مقدسې خېمې د سر څخه د ورېځې د لېرې کېدو څخه وروسته مریم په جذام باندې اخته شوه او پوستکی یې لکه د واورې په شان سپین واوښت. کله چې حضرت هارون هغې ته وکتل نو ویې لیدل چې هغه په جذام باندې اخته شوه، ۱۱ نو حضرت موسیٰ ته یې وفرمایل: <زما باداره، مونږ ته د داسې ګناه په خاطر چې په بې عقلۍ سره مو کړې ده سزا مه راکوه. ۱۲ مه پرېږده چې د مریم غوښه د یو مړه زېږېدلي ماشوم په شان خوسا شي!>

۱۳ نو حضرت موسیٰ څښتن ته فریاد وکړ: <ای خدایه، هغه روغه کړه!>

۱۴ مګر څښتن په ځواب کې وفرمایل: <که چېرې پلار یې د هغې په مخ باندې لیاړې توکړې وای هغه به اووه ورځې خجالت نه وای؟ نو پرېږده چې یوه هفته د کمپ څخه دباندې ایساره وي او له هغې وروسته کېدای شي چې کمپ ته راوستل شي.> ۱۵ مریم اووه ورځې د کمپ څخه دباندې ایساره پاتې شوه او قوم تر هغه وخته پورې حرکت ونه کړ ترڅو هغه بېرته کمپ ته راوستل شوه. ۱۶ بیا هغوی د حضیروت څخه لاړل او د فاران په دښته کې یې خېمې ودرولې.