Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ کله چې اسراییلیانو د هغو دولسو کسانو راپور چې د کنعان خاوره یې کتلې وه واورېد، نو خلکو ټوله شپه وژړل ۲ او موسی او هارون ته یې داسې ګیله وکړه: «کاشکې مونږ په مصر کې یا دلته په دښته کې مړه شوي وای! ۳ څښتن ولې مونږ کنعان ته ورولي؟ مونږ به په جنګ کې مړه شو او زمونږ ښځې او ماشومان به اسیران شي. ایا دا به ښه نه وي چې بېرته مصر ته لاړ شو؟» ۴ بیا هغوی یو بل ته وویل: «راځئ چې خپل مشر غوره کړو او بېرته مصر ته لاړ شو.»
۵ موسی او هارون د ټول قوم په مخکې څښتن ته سجده وکړه. ۶ د نون زوی یوشع او د یفنه زوی کالیب چې د هغو کسانو څخه وو چې هغه خاوره یې کتلې وه، له خفګانه خپل کالي وشکول ۷ او خلکو ته یې وویل: «هغه ځمکه چې مونږ وکتله هغه ډېره ښه ځمکه ده. ۸ که چېرې خدای زمونږ څخه راضي وي، هغه به مو هلته یوسي او هغه غني او حاصلخېزه ځمکه به راته راکړي. ۹ نو د څښتن په وړاندې سرکښي مه کوئ او د هغه ځای د خلکو څخه مه وېرېږئ. مونږ به په اسانۍ سره په هغوی باندې بریالي شو. څښتن زمونږ سره مل دی او هغو خدایانو ته یې ماتې ورکړې ده چې د هغوی ساتنه یې کوله. نو مه وېرېږئ.»
۱۰ ټول قوم ګواښ وکړ چې موسی او هارون سنګسار کړي چې مړه شي. خو ناڅاپه د څښتن جلال په سپېڅلې خېمې باندې ټولو اسراییلیانو ته راښکاره شو.
۱۱ څښتن موسی ته وویل: «ترڅو پورې به دا خلک ما نه مني؟ که څه هم ما هغوی ته ډېرې معجزې ښودلې دي، خو بیاهم هغوی په ما باندې باور نه لري. ۱۲ زه به په هغوی باندې وبا نازله کړم او له منځه به یې یوسم، خو ستا څخه به د یو داسې قوم نیکه جوړ کړم چې د هغوی د قوم څخه لوی او قوي وي.»
۱۳ خو موسی څښتن ته وویل: «تا په خپل قدرت سره دا قوم د مصر څخه راوویست. کله چې مصریان واوري چې تا د خپل قوم سره داسې وکړل، ۱۴ نو هغوی به دا د کنعان خلکو ته ووایي. دغه خلک له مخکې نه خبر دي چې ته، ای څښتنه زمونږ سره مل یې او کله چې ستا ورېځ زمونږ دپاسه ودریږي، نو مونږ ته مخامخ ښکارې. د ورځې له خوا د ستنې په شان ورېځ کې زمونږ په مخکې ځې او د شپې له خوا د ستنې په شان اور کې. ۱۵ اوس که چېرې ته خپل ټول قوم ووژنې، نو هغه قومونه چې ستا د شهرت په هکله یې اورېدلي دي داسې به وایي ۱۶ چې خپل خلک دې ځکه په دښته کې ووژل چې تا نه شو کولای هغوی هغې ځمکې ته ورولې چې د هغې وعده دې ورسره کړې وه.
۱۷ ای څښتنه، مونږ ته دې خپل لوی قدرت وښایه او هغه وعده دې پوره کړه چې کړې دې وه. تا ویلي وو: ۱۸ ‹زه څښتن زر نه په قهرېږم او ډېره مینه او وفاداري کوم او ګناه او سرغړونه بخښم. خو بیاهم اولادونو او لمسیو ته تر درېم او څلورم نسله پورې د هغوی د پلرونو د ګناهونو په خاطر سزا ورکوم.› ۱۹ ته رحیم یې او ته د خلکو سره ډېر ښه چلند کوې، که څه هم د ښې رویې وړ نه دي. نو مهرباني وکړه دا قوم داسې وبخښه لکه څنګه چې دې له هغه وخته راهیسې بخښلی دی چې هغوی د مصر څخه راووتل.»
۲۰ څښتن په ځواب کې وویل: «لکه څنګه چې تا سوال وکړ زه هغوی بخښم. ۲۱ خو زه په خپل ذات او خپل جلال باندې چې ټوله ځمکه ډکوي قسم خورم، ۲۲ د دې خلکو څخه به هېڅوک ژوندی پاتې نه شي چې هغې خاورې ته ورننوځي. هغوی زما جلال او معجزې چې په مصر او دښته کې مې ښودلې وې لیدلې دي، خو هغوی زه څو څو ځلې ازمایلی یم او زما د امر څخه یې سرغړونه کړې ده. ۲۳ هغوی به هېڅکله هغې خاورې ته ورداخل نه شي چې د هغوی د نیکونو سره مې وعده کړې ده. هغه چا چې زه یې نه یم منلی، هغه به هېڅکله هم ورداخل نه شي. ۲۴ خو په دې خاطر چې زما خدمتګار کالیب د نورو په شان نه دی او هغه ماته وفادار پاتې شوی دی، زه به هغه هغې ځمکې ته ورولم چې هغه کتلې وه او هغه ځمکه به د هغه د اولادې ملکیت شي. ۲۵ څرنګه چې عمالیقیان او کنعانیان په درو کې اوسیږي، نو سهار بېرته راوګرځئ او د سرې بحیرې له لارې د دښتې خواته لاړ شئ.»
۲۶ څښتن موسی او هارون ته وویل: ۲۷ «ترڅو پورې به دا بدکاره قوم زما په ضد شکایت کوي؟ ما دا شکایتونه ډېر واورېدل! ۲۸ اوس هغوی ته دغه ځواب ورکړئ: ‹زه په خپل ذات باندې قسم خورم، څه چې تاسو غوښتي دي هماغسې به درباندې وکړم. ما څښتن دا خبرې وکړې. ۲۹ تاسو به مړه شئ او ستاسو مړي به په دې دښته کې خپاره شي. ستاسو څخه به هېڅوک چې عمر یې د شلو کالو څخه زیات وي هغې خاورې ته داخل نه شي، ځکه چې تاسو زما په خلاف شکایت کړی دی. ۳۰ ما قسم خوړلی ؤ چې تاسو به هلته واوسېږئ، خو پرته له کالیب او یوشع څخه به نور هېڅوک هلته ژوند ونه کړي. ۳۱ تاسو ویل چې اولادونه به مو اسیران شي، خو زه به هغوی هغې ځمکې ته راولم چې تاسو رد کړې وه او هغه به یې وطن وي. ۳۲ خو تاسو به په دې دښته کې مړه شئ! ۳۳ ستاسو اولادونه به په دښته کې څلوېښت کاله سرګردانه ګرځي او ستاسو د بې وفایۍ له امله به ځوریږي، ترڅو پورې چې تاسو ټول مړه شئ. ۳۴ تاسو به څلوېښت کاله یعنې هغه څلوېښت ورځې چې تاسو هغه ځمکه کتلې وه د هرې ورځې په ځای به یو کال د خپلې ګناه په خاطر ځورېږئ. تاسو به زما د مخالفت په معنی باندې پوه شئ. ۳۵ زه قسم خورم چې تاسو بدکاره خلکو سره به چې زما په وړاندې راټول شوي یئ دا کار وکړم. تاسو هر یو به په دښته کې مړه شئ. دا زما یعنې څښتن خبره ده.›»
۳۶ هغو کسانو چې د ځمکې د کتلو دپاره لېږل شوي وو، غلط خبر راوړی ؤ او قوم یې دې ته مجبور کړی ؤ چې د څښتن په ضد شکایت وکړي. ۳۷ نو هغه ورباندې یوه وژونکې ناروغي نازله کړه او هغوی یې ووژل، ۳۸ خو یوشع او کالیب یې ژوندي پرېښودل.
۳۹ کله چې موسی د اسراییلو قوم ته د څښتن پیغام ورساوه، هغوی ډېر غمجن شول. ۴۰ نو هغوی سهار وختي پاڅېدل او ځانونه یې تیار کړل چې د کنعان د غرنۍ سیمې په لور روان شي. هغوی وویل: «دا زمونږ ګناه وه چې د څښتن په هکله مو شکایت وکړ. راځئ چې هغې ځمکې ته لاړ شو چې هغه یې راسره وعده کړې ده.» ۴۱ خو موسی په ځواب کې وویل: «بیا ولې د څښتن د امر څخه سرغړونه کوئ؟ تاسو به بریالي نه شئ! ۴۲ مه ځئ. څښتن تاسو سره مل نه دی او ستاسو دښمنان به تاسو ته ماتې درکړي. ۴۳ کله چې تاسو د عمالیقیانو او کنعانیانو سره مخامخ شئ، تاسو به په جګړه کې مړه شئ. څښتن به تاسو سره مل نه وي، ځکه چې تاسو د هغه د پیروۍ څخه انکار کړی دی.»
۴۴ خو بیاهم هغوی جرات وکړ چې غرنۍ سیمې ته لاړ شي، که څه هم نه موسی او نه د څښتن د لوظ صندوق ورسره لاړ. ۴۵ عمالیقیان او کنعانیان د غرنۍ سیمې څخه راښکته شول، اسراییلیانو ته یې ماتې ورکړه او د حرمه تر ښاره پورې ورپسې شول.