0:00 / 0:00

د شمېر کتاب

شلم فصل

د ګټ څخه د اوبو بهېدل

۱ د اسراییلو ټول قوم د کال د اولې میاشتې په دوران کې د صین دښتې ته راورسېد او په قادش کې یې خېمې ودرولې. دا هغه ځای ؤ چې مریم په کې مړه شوه او ښخه کړای شوه.

۲ په کوم ځای کې چې هغوی خېمې ودرولې وې هلته اوبه نه وې، نو خلک د موسی او هارون په ضد راټول شول. ۳ هغوی موسی ته شکایت وکړ او ویې ویل: «دا به ښه وای چې مونږ د نورو اسراییلیانو سره د څښتن په حضور کې مړه شوي وای. ۴ تا ولې مونږ دې دښتې ته راوستلو؟ یوازې د دې دپاره چې د خپلو حیواناتو سره دلته مړه شو؟ ۵ ولې دې مونږ د مصر څخه دې خوار ځای ته چې هېڅ شی په کې نه شنه کیږي راوستلو؟ دلته نه غله شته، نه انځران، نه انګور او نه انار. حتی د څښلو اوبه هم دلته نشته!»

۶ موسی او هارون د خلکو څخه لېرې لاړل او د سپېڅلې خېمې په دروازه کې ودرېدل. هغوی په سجده شول او د څښتن جلال ورته ښکاره شو. ۷ څښتن موسی ته وویل: ۸ «هغه امسا چې د لوظ د صندوق په مخکې پرته ده راواخله او بیا ته او هارون ټول قوم راټول کړئ. د هغو ټولو په مخکې هغه ګټ ته ووایئ چې اوبه ورڅخه جاري شي. په دې ډول به ته د ګټ څخه خلکو او د هغو حیواناتو ته د څښلو دپاره اوبه راوباسې.»

۹ نو موسی لاړ او څنګه چې څښتن ورته حکم کړی ؤ، امسا یې راواخیستله. ۱۰ هغه او هارون ټول قوم د ګټ مخې ته راټول کړ او موسی ورته وویل: «ای سرکښو خلکو، واورئ! ایا مونږ باید تاسو ته د دې ګټ څخه اوبه راوباسو؟» ۱۱ بیا موسی امسا پورته کړه او ګټ یې دوه ځلې ورباندې وواهه او د هغه څخه د اوبو یوه لویه ویاله جاري شوه او ټولو خلکو او حیواناتو هغه وڅښلې.

۱۲ خو څښتن موسی او هارون ورټل او ورته ویې ویل: «څرنګه چې تاسو په ما باندې اعتماد ونه کړ چې د اسراییلو د خلکو په مخکې زما د پاک قدرت درناوی وکړئ، نو تاسو به ونه شئ کولای چې هغوی هغې خاورې ته بوځئ چې د هغې د ورکولو وعده مې د هغوی سره کړې ده.»

۱۳ دا پېښه په مریبه کې وشوه، یعنې هغه ځای چې اسراییلیانو په کې د څښتن په خلاف شکایت وکړ او څښتن هغوی ته خپل سپېڅلتوب وروښود.

اسراییلیانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د ادوم څخه تېر شي

۱۴ موسی د قادش څخه د ادوم پاچا ته استازي ولېږل چې دا پیغام ورته ورسوي: «مونږ اسراییلیان ستاسو خپل خپلوان یو او تاسو خبر یئ چې په مونږ باندې څومره سختۍ تېرې شوې، ۱۵ څنګه زمونږ نیکونه مصر ته لاړل او مونږ د ډېرو کلونو دپاره هلته اوسېدلو. مصریانو زمونږ د نیکونو او زمونږ سره بد چلند وکړ ۱۶ او مونږ څښتن ته د مرستې دپاره فریاد وکړ. هغه زمونږ فریاد واورېد او فرښته یې راولېږله او مونږ یې د مصر څخه راوویستلو. اوس مونږ په قادش کې یو چې دا یو ښار دی چې ستاسو د سیمې سره سرحد لري. ۱۷ مهرباني وکړئ مونږ ته اجازه راکړئ چې ستاسو د هېواد څخه تېر شو. مونږ به خپله لاره نه پرېنږدو او ستاسو پټیو او د انګورو باغونو ته به نه ورننوځو او ستاسو د څاه ګانو څخه به هېڅ اوبه ونه څښو. مونږ به په لویه لاره باندې ځو، ترڅو ستاسو د سیمې څخه ووځو.»

۱۸ خو ادومیانو په ځواب کې وویل: «نه، مونږ به تاسو پرېنږدو چې زمونږ د هېواد په لاره باندې لاړ شئ! او که چېرې تاسو د دې کار هڅه وکړئ، مونږ به ووځو او حمله به درباندې وکړو.» ۱۹ د اسراییلو خلکو وویل: «مونږ به په لویه لاره باندې ځو او که مونږ یا زمونږ حیواناتو ستاسو اوبه وڅښلې، مونږ به یې بیه درکړو. مونږ یوازې غواړو چې تېر شو.» ۲۰ خو ادومیانو بیا وویل: «مونږ یې نه منو!» او هغوی د یو قوي لښکر سره ووتل چې د اسراییلو په خلکو باندې حمله وکړي. ۲۱ څرنګه چې ادومیانو اسراییلیانو ته اجازه ورنه کړه چې د هغوی د سیمې له لارې تېر شي، نو اسراییلیان بېرته ستانه شول او په بله لاره باندې لاړل.

د هارون مړینه

۲۲ د اسراییلو ټول قوم د قادش څخه لاړ او د هور غره ته ورسېدل، ۲۳ یعنې د ادوم سرحد ته. په هغه ځای کې څښتن موسی او هارون ته وویل: ۲۴ «هارون به هغې خاورې ته داخل نه شي چې د هغې د ورکولو وعده مې د اسراییلیانو سره کړې ده. هغه به مړ شي او د خپلو نیکونو سره به یوځای شي، ځکه چې تاسو دواړو په مریبه کې زما د حکم څخه سرغړونه وکړه. ۲۵ هارون او د هغه زوی العازار درسره واخله او د هور د غره سرته یې وخېژوه ۲۶ او په هغه ځای کې د هارون څخه د کاهنتوب کالي وباسه او العازار ته یې ورواغونده. هارون به هلته مړ شي او د خپلو نیکونو سره به یوځای شي.»

۲۷ څه چې څښتن حکم کړی ؤ موسی هماغسې وکړل. ټول قوم ورته کتل چې هغوی د هور د غره سرته وختل. ۲۸ موسی د هارون څخه د کاهنتوب کالي لېرې کړل او د هغه زوی العازار ته یې ورواغوستل. هارون هلته د هور د غره په سر باندې مړ شو او موسی او العازار بېرته راښکته شول. ۲۹ کله چې د اسراییلو ټول قوم خبر شو چې هارون مړ شوی دی، نو هغوی دېرش ورځې د هغه په مرګ باندې غم او ژړا وکړه.