0:00 / 0:00

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

يويشتم باب

د بنى اِسرائيلو کنعانيانو له شکست ورکول

۱ کله چې د کنعان په جنوبى حِصه کښې د عراد بادشاه واورېدل چې بنى اِسرائيل د اتهارِم په لاره راروان دى، نو هغۀ ورباندې حمله وکړه او څۀ يې ترې نه ونيول. ۲ بيا بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ سره دا وعده وکړه، ”کۀ تۀ مونږ په دې خلقو بريالى کړې، نو مونږ به د هغوئ ښارونه پوره تباه کړُو او تا ته به وقف شى.“ ۳ مالِک خُدائ د هغوئ آواز واورېدو او په کنعانيانو يې بريالى کړل. نو بنى اِسرائيلو هغوئ او د هغوئ ښارونه تباه کړل او په هغه ځائ يې حُرمه نوم کېښودو.

د پيتلو مار

۴ بنى اِسرائيليان د حُور غرۀ نه د بحرِقُلزم په لار روان شول چې د ادوم نه ګېرچاپېره مزل وکړى. خو په لاره کښې خلق ډېر بې‌صبره شول ۵ او د خُدائ پاک او موسىٰ خِلاف يې خبرې شروع کړې. هغوئ ووئيل، ”تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو د دې دپاره څۀ چې په دې صحرا کښې مړۀ شُو، چرته چې نۀ روټۍ شته او نۀ اوبۀ شته؟ نور مونږ دا بې‌کاره خوراک نۀ شُو برداشت کولے.“ ۶ بيا مالِک خُدائ په خلقو باندې زهريله ماران راولېږل او ډېر اِسرائيليان يې وچيچل او مړۀ شول. ۷ خلق موسىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ دا ګناه کړې ده چې د مالِک خُدائ او ستا خِلاف مو خبرې کړې دى. نو مالِک خُدائ ته سوال وکړه چې دا ماران لرې کړى.“ نو موسىٰ د خلقو دپاره دُعا وکړه. ۸ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې د يو زهريله مار نمونه جوړه کړه او په يوه ډاګه يې ولګوه، نو هر څوک چې چيچلے شوے وى او هغې ته وګورى نو روغ به شى. ۹ نو موسىٰ د پيتلو نه مار جوړ کړو او په يوه ډاګه باندې يې ولګولو. هر څوک به چې چيچلے شوے وو او هغۀ به د پيتلو مار ته وکتل نو ژوندے به پاتې شو.

د بنى اِسرائيلو موآب ته سفر

۱۰ اِسرائيليان وړاندې لاړل او په اوبوت کښې يې خېمې ولګولې. ۱۱ چې د هغه ځائ نه لاړل نو د موآبيانو د علاقې نمرخاتۀ طرف ته د عى عباريم په صحرا کښې يې خېمې ولګولې. ۱۲ بيا هغوئ د زرد په وادۍ کښې خېمې ولګولې. ۱۳ هغوئ د هغه ځائ نه بيا لاړل او د ارنون د سيند نه پورىې غاړه يې خېمې ولګولې په هغه صحرا کښې چې د اموريانو د علاقې پورې خوره وه. ارنون د موآبيانو او اموريانو په مينځ کښې د حد پوله وه. ۱۴ نو دا ځکه د مالِک خُدائ د جنګونو په کِتاب کښې ليکلى دى، ”د سوفه په علاقه کښې د واهيب ښار او هغه واديانې، د ارنون سيند، ۱۵ د واديانو ژور ځايونه چې د عار ښار پورې خوارۀ دى او چې د موآب د حد پولې ته رسيږى.“ ۱۶ د هغې ځائ نه هغوئ هغه کوهى له لاړل چې د بير په نامه ياديږى، دا هغه کوهے دے چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلق راغونډ کړه او زۀ به هغوئ له اوبۀ ورکړم.“ ۱۷ په هغه وخت بنى اِسرائيلو دا سندره ووئيله، ”کُوهو، خپلې اوبۀ راوباسئ، مونږ ورته يوه سندره وايو. ۱۸ کوهے شهزادګانو کنستلے دے او د خلقو د مشرانو سره د بادشاهۍ د امسا سره او د هغوئ د امساګانو سره.“ هغوئ د صحرا نه متنه ته لاړل، ۱۹ او د هغې ځائ نه نحلى‌اېل ته او د نحلى‌اېل نه بامات ته لاړل، ۲۰ او د بامات نه د موآبيانو په علاقه کښې وادۍ ته لاړل، د پِسګه د غرۀ د سر نه لاندې، چې مخ يې صحرا ته دے.

په سيحون بادشاه او عوج بادشاه باندې فتح موندل

۲۱ بيا بنى اِسرائيلو د اموريانو بادشاه سيحون ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ۲۲ ”مونږ پرېږده چې ستا په مُلک کښې تېر شُو. او مونږ او زمونږ څاروى به د لارې نه نۀ اوړُو او نۀ به ستاسو پټو او د انګورو باغونو ته ځُو او مونږ به ستاسو د کُوهو نه اوبۀ نۀ څښو، په لويه لاره به سيدها روان يُو چې ستاسو علاقې نه ووځُو.“ ۲۳ خو سيحون بنى اِسرائيلو له اجازت نۀ ورکولو چې د هغۀ د علاقې نه تېر شى. هغۀ خپل ټول لښکر راجمع کړو او په صحرا کښې يهض ته ووتل او په بنى اِسرائيلو يې حمله وکړه. ۲۴ خو بنى اِسرائيلو په جنګ کښې ډېر دشمنان ووژل او د ارنون سيند نه واخله تر يبوق سيند پورې زمکه يې ترې نه ونيوله، خو د يبوق نه وروستو د عمونيانو د علاقې د حد پوله ډېره مضبوطه وه. ۲۵ نو بنى اِسرائيلو د اموريانو ټول ښارونه چې په هغوئ کښې حسبون او ګېرچاپېره کلى هم شامل وو ونيول او بيا هغوئ هلته اوسېدل. ۲۶ حسبون د اموريانو د بادشاه سيحون مرکزى ښار وو، سيحون د موآب پخوانى بادشاه خِلاف جنګ کړے وو او د ارنون سيند پورې د هغۀ ټوله زمکه يې نيولې وه. ۲۷ نو دا ځکه شاعران وائى، ”د سيحون بادشاه ښار ته، حسبون ته راشه، مونږ دا آباد او ودان غواړُو. ۲۸ يوه ورځ د دې ښار حسبون نه د سيحون لښکر د اور په شان لاړو، هغوئ په موآب کښې د عار ښار وران کړو او د پاسنى ارنون غرونه يې دړې وړې کړل. ۲۹ د موآب خلقو ستاسو دپاره دا څومره خرابه خبره ده. د کموس عبادت کوونکو تاسو تباهۍ له راوستلے شوى يئ. ستاسو خُدائ خلق مهاجر جوړ کړى دى او ستاسو ښځې د اموريانو د بادشاه قېديانې شوې دى. ۳۰ خو د هغوئ اولاد تباه شوے دے، د حسبون نه واخله تر ديبون پورې، د نشيم نه واخله تر نفح پورې، چې ميدبا ته نزدې دے.“ ۳۱ نو اِسرائيليان د اموريانو په علاقه کښې دېره شول، ۳۲ او موسىٰ کسان ولېږل چې په يعزير ښار باندې حمله کولو دپاره ښۀ لاره معلومه کړى. بنى اِسرائيلو دا او ګېرچاپېره ښارونه ونيول او چې کوم اموريان هلته اوسېدل هغه يې وشړل. ۳۳ بنى اِسرائيل راوګرځېدل او د بسن په لاره لاړل او د بسن بادشاه عوج د خپل لښکر سره راووتلو چې په ادرعى کښې په هغوئ باندې حمله وکړى. ۳۴ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د هغۀ نه مۀ يرېږه. زۀ به تا په هغۀ باندې، د هغۀ په ټولو خلقو او د هغۀ په مُلک باندې بريالے کړم. د هغۀ سره هم هغه شان کار وکړه لکه څنګه چې دې سيحون سره کړے وو، سيحون چې په حسبون کښې د اموريانو بادشاه وو.“ ۳۵ نو بنى اِسرائيلو عوج، د هغۀ زامن او د هغۀ ټول خلق ووژل، هيڅ څوک يې ژوندى پرې نۀ ښودل او بيا هغوئ د هغۀ مُلک ونيولو.