0:00 / 0:00

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

دو‌ويشتم باب

د موآب بادشاه د بلعام راغوښتل

۱ بنى اِسرائيلو مخکښې سفر کولو او د موآب په مېدانونو کښې يې د اُردن پورې غاړه يريحو ته مخامخ خېمې ولګولې. ۲ کله چې د موآب بادشاه د صفور زوئ بلق خبر شو چې بنى اِسرائيلو په اموريانو باندې څۀ کړى وُو او بنى اِسرائيل څومره بې‌شمېره وُو، ۳ نو په هغۀ او د هغۀ په ټولو خلقو د يرې نه وېښتۀ نېغ ودرېدل. ۴ موآبيانو د ميديانيانو مشرانو ته ووئيل، ”زر به دا لښکر زمونږ ګېرچاپېره هر څۀ تباه کړى، لکه چې يو آزاد غوَيے په ګياه ورګډ شى.“ نو بلق بادشاه ۵ پېغام وړُونکى ولېږل چې د بعور زوئ بلعام راوغواړى، چې هغه د فرات د سيند سره نزدې په پتور کښې وو. هغوئ هغۀ له د بلق نه دا پېغام راوړو، ”زۀ غواړم چې تۀ خبر شې چې د مِصر نه يو لوئ قوم راغلے دے، هغوئ د زمکې مخ پټ کړے دے او وائى چې زمونږ مُلک قبضه کړى. ۶ هغوئ زمونږ نه طاقتور دى، نو زۀ درته مِنت کوم چې زما دپاره په هغوئ لعنت ووايه. نو کېدے شى چې هغوئ له شکست ورکړو او د مُلک نه يې وشړُو. ما ته پته ده چې تاسو د چا دپاره برکت غواړئ نو هغه برکت مومى او چې په چا لعنت ووايئ نو هغه لعنتى شى.“ ۷ نو د موآبيانو او ميديانيانو مشرانو د لعنت غوښتلو قيمت واخستلو او بلعام له لاړل او د بلق پېغام يې ورته واورولو. ۸ بلعام هغوئ ته ووئيل، ”تاسو نن شپه دلته تېره کړئ او چې مالِک خُدائ ما ته څۀ هم ووائى نو هغه به سبا زۀ تاسو ته ووايم.“ نو د موآبيانو مشران د بلعام سره ايسار شول. ۹ خُدائ پاک بلعام ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”دا تا سره خلق څوک دى؟“ ۱۰ هغۀ خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”د موآب بادشاه بلق هغوئ ما له رالېږلى دى، هغوئ وائى چې ۱۱ کوم خلق چې د مِصر نه راغلى دى هغوئ د ټولې زمکې مخ پټ کړے دے. هغه ما ته وائى چې د هغۀ دپاره په هغوئ لعنت ووايم، نو هغه به شکست ورکړى او وبه يې شړى.“ ۱۲ خُدائ پاک بلعام ته وفرمائيل، ”تۀ د هغوئ سره مۀ ځه او بنى اِسرائيلو دپاره لعنت مۀ غواړه، ځکه چې ما هغوئ له برکت ورکړے دے.“ ۱۳ په ورپسې سحر بلعام د بلق پېغام وړونکو له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”واپس خپل مُلک ته لاړ شئ، مالِک خُدائ زۀ تاسو سره تلو نه منع کړے يم.“ ۱۴ نو د موآب مشران واپس بلق له لاړل او هغۀ ته يې ووئيل چې بلعام د هغوئ سره د راتلو نه اِنکار وکړو. ۱۵ نو بلق نور مشران ورولېږل، چې هغوئ د مخکښېنو نه زيات او ډېر عزتمند وُو. ۱۶ هغوئ بلعام له ورغلل او د بلق دا پېغام يې ورته واورولو، ”زۀ ستا مِنت کوم چې تۀ به خامخا ما له راځې. ۱۷ زۀ به تا له لوئ اِنعام درکړم او چې تۀ څۀ هم وائې نو زۀ به يې کوم. خو لږ راشه او په دې خلقو زما د خاطره لعنت ووايه.“ ۱۸ خو بلعام جواب ورکړو، ”کۀ بلق د خپل محل ټول سپين زر او سرۀ زر هم ما له راکړى، نو زۀ به د خپل مالِک خُدائ د يوې وړې نه وړې خبرې نافرمانى هم ونۀ کړم. ۱۹ خو نن تاسو مونږ سره شپه وکړئ، نو زۀ به پته ولګوم چې مالِک خُدائ ما ته نور څۀ فرمائيل غواړى او کۀ نه.“ ۲۰ په هغه شپه خُدائ پاک بلعام ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ چرې دا سړى تا له راغلل او درته يې ووئيل چې مونږ سره لاړ شه، نو بيا ځان تيار کړه او ورسره لاړ شه، خو هغه څۀ کوه چې څۀ درته زۀ وايم.“ ۲۱ نو په بل سحر بلعام خپله خره کته کړه او د موآبيانو د مشرانو سره لاړو.

په بلعام او د هغۀ په خرې باندې د يوې فرښتې پېښېدل

۲۲ خُدائ پاک د بلعام په تلو غصه وو. بلعام په خپله خره سور وو او ور سره دوه خِدمتګاران روان وُو، نو د مالِک خُدائ فرښته ورته په لاره کښې ودرېدله چې هغه ودروى. ۲۳ کله چې خرې د مالِک خُدائ فرښته وليده چې په لاره کښې ولاړه وه او په لاس کښې يې تُوره نيولې وه، نو خرې لاره پرېښودله او پټو ته لاړه. بلعام خره ووهله او واپس يې لارې ته راوستله. ۲۴ بيا د مالِک خُدائ فرښته ورته هلته ودرېدله چرته چې د دوو انګورو باغونو په مينځ کښې لار تنګه وه او دواړو طرفونو ته يې د کاڼو دېوال وو. ۲۵ کله چې خرې د مالِک خُدائ فرښته وليده، نو خره دېوال ته ښۀ ورنزدې شوه او د بلعام پښه يې د دېوال سره راښکله. بلعام بيا خره ووهله. ۲۶ د مالِک خُدائ فرښته يو ځل بيا مخکښې لاړه، په داسې يو تنګ ځائ کښې ودرېدله چرته چې لاره دومره تنګه وه چې د اخوا ديخوا کېدو ځائ نۀ وو. ۲۷ دا ځل، چې کله خرې فرښته وليده، نو هغه څملاسته. بلعام غصه شو او د امسا سره د خرې په وهلو يې شروع وکړه. ۲۸ بيا مالِک خُدائ خرې له د خبرو کولو طاقت ورکړو او خرې بلعام ته ووئيل، ”ما تا سره څۀ بد کړى دى؟ تا زۀ دا درې ځلې ولې ووهلم؟“ ۲۹ بلعام ورته ووئيل، ”ځکه چې تا زما نه کم عقل جوړ کړے دے. کۀ زما سره تُوره وے، نو ما به تۀ وژلې وې.“ ۳۰ خرې ورته ووئيل، ”ولې زۀ څۀ هغه خره نۀ يم چې په کومه باندې تا ټول عُمر سورلى کړې ده؟ مخکښې ما کله تا سره داسې کار کړے دے؟“ نو هغۀ ورته ووئيل، ”نه.“ ۳۱ بيا مالِک خُدائ بلعام ته فرښته څرګنده کړه چې هلته د خپلې تُورې سره ولاړه وه، او بلعام ټيټ شو او سر يې په زمکه ولګولو. ۳۲ د مالِک خُدائ فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”تا دا درې ځلې خپله خره ولې ووهله؟ زۀ ستا د ودرولو دپاره راغلې يم، ځکه چې تۀ څۀ کوې هغه زما خِلاف دى. ۳۳ خو ستا خرې زۀ وليدم او زما نه درې ځلې واوړېدله. کۀ هغه ګرځېدلے نۀ وے، نو ما به تۀ وژلے وے او هغه خره به مې ژوندۍ پرېښې وه.“ ۳۴ بلعام د مالِک خُدائ فرښتې ته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. ما ته پته نۀ وه چې تۀ زما د ايسارولو دپاره په لاره کښې ولاړه يې، خو کۀ ستا خوښه نۀ وى نو زۀ به نۀ ځم او واپس به خپل کور ته لاړ شم.“ ۳۵ خو فرښتې ورته وفرمائيل، ”د دې سړو سره لاړ شه، خو صِرف هغه څۀ وايه څۀ چې زۀ درته وايم.“ نو بلعام د بلق د مشرانو سره لاړو.

د بلق بادشاه د بلعام سره مِلاوېدل

۳۶ کله چې بلق خبر شو چې بلعام راروان دے، نو هغه ورَغلو چې په عار کښې ورسره مِلاو شى، دا ښار د ارنون د سيند سره د موآب په سرحد باندې وو. ۳۷ بلق هغۀ ته ووئيل، ”ما چې په وړومبى ځل تۀ راوغوښتلې نو ولې رانۀ غلې؟ ستا خيال دا وو څۀ چې زۀ تا له اِنعام نۀ شم درکولے؟“ ۳۸ بلعام ورته وفرمائيل، ”ولې زۀ تا له رانۀ غلم؟ زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو د هغې اختيار نۀ لرم. زۀ به صِرف هغه وايم چې څۀ خُدائ پاک ما ته فرمائى.“ ۳۹ نو بلعام د بلق سره قِريَت‌حُصات ته لاړو، ۴۰ چرته چې بلق څاروى او ګډې حلال کړل او څۀ غوښه يې بلعام او هغه مشرانو له ورکړه چې د هغۀ سره وُو.

د بلعام وړومبے پېغام

۴۱ په ورپسې سحر بلق بلعام بره باموت‌بعل ته بوتلو او هلته نه ورته څۀ اِسرائيليان ښکاره شول.