Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ وروسته له دې چې اسراییلیان د موسی او هارون تر مشرۍ لاندې د مصر څخه لاړل، نو د هغوی د سفر مختلفې مرحلې په لاندې ډول وې. ۲ د څښتن په امر موسی د هغه ځای نوم لیکه چې هرځل به هغوی خپلې خېمې په کې ودرولې. ۳-۴ اسراییلیان د لومړۍ میاشتې په پنځلسمه ورځ د لومړنۍ فسحې په سبا د مصر د رعمسیس د ښار څخه لاړل. یوه ورځ مخکې څښتن د مصر خدایانو ته سزا ورکړې وه او په هرې مصري کورنۍ کې یې هر مشر زوی وژلی ؤ. نو په داسې حال کې چې مصریانو مړي ښخول، هغوی اسراییلیان لیدل چې په ویاړ سره د هغوی د هېواد څخه تلل.
۵ د اسراییلو قوم د رعمسیس څخه لاړ او په سوکوت کې یې خېمې ودرولې ۶ او د هغه ځای څخه لاړل او په ایتام کې یې چې د دښتې په یوه څنډه کې پروت ؤ، خېمې ودرولې. ۷ د هغه ځای څخه فم الحیروت ته چې د بعل صفون په ختیځ کې ؤ، بېرته راستانه شول او مجدل ته نژدې یې خېمې ودرولې. ۸ هغوی د فم الحیروت څخه لاړل، د سرې بحیرې څخه تېر شول، درې ورځې یې د ایتام په دښته کې سفر وکړ او په ماره کې یې خېمې ودرولې. ۹ بیا هغوی په ایلیم کې خېمې ودرولې چېرته چې د اوبو دولس چینې او اویا د خرما ونې وې. ۱۰ هغوی د ایلیم څخه لاړل او د سرې بحیرې په غاړه یې خېمې ودرولې. ۱۱ د سرې بحیرې څخه روان شول او د سین په دښته کې یې خېمې ودرولې. ۱۲ بیا د سین د دښتې څخه لاړل او په دفقه کې یې خېمې ودرولې. ۱۳ د دفقه څخه لاړل او په الوش کې یې خېمې ودرولې. ۱۴ د الوش څخه لاړل او په رفیدیم کې یې خېمې ودرولې، چېرته چې د خلکو دپاره د څښلو اوبه نه وې. ۱۵ هغوی د رفیدیم څخه لاړل او په اخر کې د سینا دښتې ته ورسېدل.
۱۶-۳۶ څنګه چې اسراییلیانو د سینا له دښتې څخه قادش ته چې د صین په دښته کې ؤ سفر کاوه، هغوی په دغو ځایونو کې خېمې ودرولې: قبروت هتاوه، حصیروت، رتمه، رمون فارص، لبنه، رسه، قهیلاته، د شافر غر، حراده، مقهیلوت، تاحت، تارح، متقه، حشمونه، مسیروت، بني یعقان، حورالجدجاد، یطبات، عبرونه، عصیون جابر او په اخر کې قادش. ۳۷ کله چې هغوی د قادش څخه لاړل، نو د هور د غره په څنګ کې یې د ادوم په سرحد کې خېمې ودرولې.
۳۸ دا هغه ځای دی چې څښتن هارون کاهن ته امر وکړ چې د غره سرته وخېژي. هارون هلته د پنځمې میاشتې په لومړۍ ورځ څلوېښت کاله وروسته له دې چې اسراییلیان د مصر څخه تللي وو، مړ شو. ۳۹ په هغه وخت کې هارون د یوسلو درویشتو کالو په عمر ؤ.
۴۰ د عراد کنعاني پاچا چې د کنعان په جنوب کې اوسېده، واورېدل چې اسراییلیان راروان دي. ۴۱-۴۷ اسراییلیان د هور د غره څخه د موآب په لور روان شول. په لاره کې هغوی په دغو ځایونو کې خېمې ودرولې: صلمونه، فونون، اوبوت، عیی عباریم چې د موآب په سیمه کې ؤ، دیبون جاد، علمون دبلاتایم، د نبو غره ته نژدې یو ځای چې د عباریم په غرونو کې ؤ ۴۸ او په اخر کې د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ. ۴۹ د هغوی کمپ د بیت یشیموت څخه تر آبل شطیم پورې غزېدلی ؤ.
۵۰ کله چې د اسراییلو قوم د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په غاړه اریحا ته مخامخ خېمې ودرولې وې، څښتن موسی ته وویل چې ۵۱ هغوی ته دا پیغام ورسوي: «کله چې تاسو د اردن د سیند څخه تېر شئ او کنعان ته ورننوځئ، ۵۲ باید د هغه ځای ټول اوسېدونکي وشړئ. د هغوی ټول د تیږو او فلزي بتان او ټول عبادتځایونه له منځه یوسئ. ۵۳ هغه خاوره ونیسئ او په هغې کې واوسېږئ، ځکه چې هغه مې تاسو ته درکړې ده. ۵۴ هغه ځمکه د مختلفو قبیلو او طایفو ترمنځ د پچې له مخې ووېشئ، لویې طایفې ته زیاته ځمکه او کوچنۍ طایفې ته لږه ځمکه ورکړئ. ۵۵ که چېرې د هغه ځای ټول اوسېدونکي ونه شړئ، هغوی به ستاسو په سترګو کې د اغزیو او ستاسو په بدنونو کې به د کرکڼو په شان شي. هغوی به تل تاسو ته تکلیف درکوي. ۵۶ که چېرې تاسو هغوی ونه شړئ، زه به تاسو تباه کړم لکه څنګه چې مې د هغوی د تباه کولو پلان جوړ کړی دی.»