Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ په داسې حال کې چې اسراییلیانو د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ خېمې ودرولې، څښتن موسی ته وویل: ۲ «اسراییلیانو ته ووایه د هغه جایداد څخه چې هغوی یې تر لاسه کوي، باید لاویانو ته د اوسېدلو دپاره څو ښارونه او د هغو شاوخوا څړځایونه ورکړي. ۳ دا ښارونه به د لاویانو وي او هغوی به هلته اوسیږي. د څړځایونه به د هغوی د غویانو او د هغوی د نورو ټولو حیواناتو دپاره وي. ۴ څړځای باید د ښار د باندیني دېوالونو څخه هرې خواته څلورنیم سوه متره وغزول شي، ۵ ترڅو یوه مربع شکله سیمه جوړه شي چې هره خوا یې نهه سوه متره وي او ښار به یې په منځ کې وي.
۶ شپږ ښارونه چې تاسو یې هغوی ته ورکوئ هغه به د پناه اخیستلو ښارونه وي او یو کس چې یو څوک یې په سهوې سره وژلی وي، کولای شي چې هلته وتښتي. خو تاسو باید لاویانو ته دوه څلوېښت نور ښارونه ورکړئ، ۷ نو هغوی به د شاوخوا څړځایونو سره ټول اته څلوېښت ښارونه ولري. ۸ د لاویانو د ښارونو شمېر باید په هره قبیله کې د هغې د سیمې د اندازې له مخې معلوم کړای شي. لویې قبیلې ته به زیات ښارونه او کوچنۍ قبیلې ته به کم ښارونه ورکړای شي.»
۹ بیا څښتن موسی ته وویل چې ۱۰ د اسراییلو قوم ته داسې ووایي: «کله چې تاسو د اردن د سیند څخه تېر شئ او د کنعان خاورې ته ورننوځئ، ۱۱ د پناه اخیستلو ښارونه غوره کړئ چې داسې کس د ساتنې دپاره ورتښتېدلی شي چې یو څوک یې په سهوې سره وژلی وي. ۱۲ هغه به په هغه ځای کې د وژل شوي کس د خپلوانو د یو کس څخه چې د بدل اخیستلو په لټه کې وي، په امن کې اوسي. هېڅوک چې هغه په قتل باندې تورن شوی وي د محاکمې څخه پرته نه شي وژل کېدای. ۱۳ شپږ ښارونه غوره کړئ، ۱۴ درې د اردن ختیځې خواته او درې د کنعان په خاوره کې. ۱۵ دا به د اسراییلیانو او هغو پردیو خلکو دپاره چې په موقت یا تلپاتې توګه اوسیږي د پناه اخیستلو ځایونه وي. هرڅوک چې په سهوې سره یو کس مړ کړي، هغه کولای شي چې د دې ښارونو څخه یو ښار ته وتښتي.
۱۶-۱۸ خو بیاهم، که چېرې څوک د اوسپنې د وسلې، تیږې یا لرګي څخه کار واخلي او یو کس ووژني، نو هغه د هغه کس د قتل په خاطر مجرم دی او باید ووژل شي. ۱۹ د وژل شوي کس یو ډېر نژدې خپلوان دا مسوولیت لري چې قاتل ووژني. کله چې هغه پیدا کړي، باید ویې وژني. ۲۰ که چېرې څوک د کوم کس سره کینه لري او هغه په ټېل وهلو یا په یو شي باندې په ویشتلو سره مړ کړي ۲۱ یا هغه په سوک ووهي، هغه د هغه کس د قتل په اړه مجرم دی او باید ووژل شي. د وژل شوي کس یو ډېر نژدې خپلوان دا مسوولیت لري چې قاتل ووژني. کله چې هغه راپیدا کړي، نو باید ویې وژني.
۲۲ خو فرض کړئ څوک په سهوې سره یو داسې کس مړ کړي چې د هغه سره کینه نه لري، که هغه په ټېل وهلو وي یا په کوم شي باندې په ویشتلو سره. ۲۳ یا د هغه فکر نه وي او یو داسې سړی په تیږه باندې په ویشتلو مړ کړي چې د هغه نیت نه وي چې هغه ژوبل کړي او د هغه دښمن نه وي. ۲۴ نو په داسې حالاتو کې دې د هغه ځای خلک د هغه چا په حق کې پرېکړه وکړي چې کس یې مړ کړی دی، نه د مړي د خپلوانو څخه د هغه کس په حق کې چې د بدل اخیستلو په لټه کې دی. ۲۵ ټولنه باید هغه سړی چې په قتل باندې تورن دی د وژل شوي کس د خپلوان څخه خلاص کړي او هغه باید د پناه اخیستنې هغه ښار ته چې هغه ورتښتېدلی ؤ، بېرته ولېږي. هغه باید د لوی کاهن تر مړینې پورې په هغه ښار کې واوسیږي. ۲۶ خو که چېرې په قتل باندې تورن کس د پناه اخیستلو ښار چې ورته تښتېدلی ؤ پرېږدي ۲۷ او د وژل شوي کس ډېر نژدې خپلوان هغه پیدا کړي او ویې وژني، نو دغه بدل اخیستنه قتل نه دی. ۲۸ په قتل باندې تورن کس باید د لوی کاهن تر مړینې پورې د پناه اخیستلو په ښار کې پاتې شي، خو له هغې وروسته کولای شي چې خپل کور ته ستون شي. ۲۹ دا قوانین به په تاسو او ستاسو په اولادې باندې چې په هرځای کې اوسیږي عملي کیږي.
۳۰ په قتل باندې تورن کس باید یوازې په داسې حال کې مجرم وګڼل شي او ووژل شي چې دوه یا د هغه څخه زیات شاهدان شاهدي ورکړي. د قتل د تور د ثابتولو دپاره د یو کس شاهدي ورکول بس نه دي. ۳۱ قاتل باید ووژل شي. هغه د پیسو په ورکولو سره د دې سزا څخه نه شي خلاصېدلی. ۳۲ که چېرې څوک د پناه اخیستلو ښار ته تښتېدلی وي، نو هغه مه پرېږدئ چې د لوی کاهن د مړینې څخه مخکې خپل کور ته د بېرته ستنېدلو په خاطر بیه ادا کړي.
۳۳-۳۴ زه څښتن ستاسو اسراییلو د قوم په منځ کې اوسېږم، نو ستاسو خاوره باید پاکه وساتل شي. خو کله چې قتل وشي، نو د هغه په وینه باندې ځمکه ناپاکه کیږي. که چېرې داسې کیږي، قاتل باید ووژل شي، نو ځمکه به بېرته پاکه شي. په اسراییلو کې دې قتل نه کیږي.»