0:00 / 0:00

د سلیمان د متلونو کتاب

شپاړسم فصل

۱ انسان په خپل زړه کې ډېرې نقشې جوړوي

خو وروستنۍ خبره د څښتن په لاس کې ده.

۲ د انسان په نظر خپلې ټولې لارې پاکې ښکاري

خو څښتن د زړونو په رازونو قضاوت کوي.

۳ خپل ټول کارونه څښتن ته وسپاره

نو ستا نقشې به بریالې شي.

۴ څښتن هرڅه د خپل مقصد دپاره پیدا کړي دي

او حتی بدکاران یې د تباهۍ د ورځې دپاره پیدا کړي دي.

۵ څښتن له ټولو کبرجنو خلکو نه کرکه کوي

او باور ولره چې بې‌سزا به پاتې نه شي.

۶ د مینې او وفادارۍ له امله ګناه بخښل کیږي

د څښتن له وېرې انسان له بدۍ او بلاګانو ساتل کیږي.

۷ کله چې څښتن د انسان له کړو نه راضي وي

نو دښمنان یې هم له هغه سره په امن کې وي.

۸ په صداقت سره لږه ګټه ښه وي

له هغې ډېرې ګټې نه چې په بې‌انصافۍ سره وي.

۹ انسان په زړه کې ځان ته د تګ لارې جوړوي

خو څښتن د هغه د قدمونو لارښوونه کوي.

۱۰ د پاچا خبرې د الهام په څېر دي

او په قضاوت کې هېڅ بې‌انصافي نه کوي.

۱۱ سمه تله او تول د څښتن د قضاوت نښه ده

او د وزن کولو دپاره یې ټول کاڼي جوړ کړي دي.

۱۲ پاچاهان د بدو کارونو نه کرکه کوي

ځکه د پاچاهۍ تخت یې د عدالت په بنیاد ولاړ دی.

۱۳ پاچاهان په رښتینو خبرو خوشحالیږي

او له هغه چا سره مینه کوي چې رښتیا وایي.

۱۴ د پاچا غوسه د مرګ پیغام دی

خو د حکمت خاوند د هغه قهر سړوي.

۱۵ د پاچا په ورین تندي کې د ژوندون زېری وي

او رحم یې د پسرلي د ورېځې په څېر باران وروي.

د ګټورو او بدو خبرو په هکله

۱۶ د حکمت حاصلول له سرو زرو نه څو چنده بهتر دي

او عقل لاسته راوړل له سپینو زرو نه غوره دي.

۱۷ د صادقانو سمه لار انسان د بدۍ او بلا نه ساتي

څوک چې خپلې لارې ته پام کوي نو خپل ځان ساتي.

۱۸ مغرور تباه کیږي

کبرجن راغورځیږي.

۱۹ ښه ده چې انسان عاجز وي او د غریبانو سره اړیکې ولري

له دې نه چې د مغرورانو سره په غنیمت کې شریک شي.

۲۰ بریالی دی هغه څوک چې کلام اوري

او بختور دی هغه چې په څښتن باور کوي.

۲۱ د حکمت خاوند له خپل عقل څخه پېژندل کیږي

او خوږه ژبه په زده کړه کې ډېره قناعت بخښونکې وي.

۲۲ څوک چې هوښیاري لري هغه یې د ژوند سرچینه ده

خو جهالت د جاهلانو دپاره د سزا لښته ده.

۲۳ د حکمت د خاوند زړه د هغه ژبه هوښیاروي

چې هرې خبرې ته یې په قناعت ورکولو کې ګټه رسوي.

۲۴ مهربانې خبرې د شاتو د مچیو د ډک چک په شان دي

چې د روح دپاره خواږه او د بدن دپاره شفا ده.

۲۵ د یو انسان په نظر یوه لار سمه ښکاري

خو په اخر کې هغه په مرګ پای ته رسیږي.

۲۶ د یو مزدور لوږه هغه سخت کار ته مجبوروي

او وږې ګېډه سړی نور ډېر کار ته هڅوي.

۲۷ بېکاره انسان بدې نقشې جوړوي

او خبرې یې د اور په شان سوځول کوي.

۲۸ بې‌لارې سړی شخړو ته لمن وهي

او غیبت کوونکی نژدې دوستان جدا کوي.

۲۹ ظالم خپل ملګری بې‌لارې کوي

او بدې لارې ته یې هڅوي.

۳۰ څوک چې سترګې او وروځې وهي بدې نقشې جوړوي

او د شونډو په چیچلو نورو ته تاوان رسوي.

په صداقت سره د مشرۍ تاج ګټل

۳۱ سپین ویښته د عزت تاج دی

چې د صداقت له لارې تر‌لاسه کیږي.

۳۲ څوک چې زر نه په قهریږي له یو قوي جنګیالي نه ښه دی

د خپلې غوسې سړوونکی د یو ښار له فتح کوونکي نه بهتر دی.

۳۳ انسان خو پچه میدان ته اچوي

خو وروستنۍ پرېکړه د څښتن په لاس کې ده.