0:00 / 0:00

د سلیمان د متلونو کتاب

اوولسم فصل

۱ په سکون سره د سپورې ډوډۍ خوړل ښه دي

د هغه کور نه چې په کې کبابونه د جنګونو سره وي.

۲ هوښیار نوکر به د پلار په شرمېدلي زوی باندې حکم وکړي

او د کورنۍ د نورو غړو په شان به په میراث کې برخه واخلي.

۳ سره او سپین زر په اور ازمایل کیږي

خو د انسان د زړه امتحان څښتن اخلي.

۴ بدکاره انسان د شرارت خبرو ته غوږ نیسي

او دروغجن انسان د تباهۍ خبرې اوري.

۵ څوک چې په خوارانو ملنډې وهي

نو د هغوی د خالق سپکاوی کوي

او څوک چې د بل په مصیبت خوشحالیږي

نو بې‌سزا به پاتې نه شي.

۶ لمسیان د خپلو مشرانو د سر تاج وي

او ماشومان په خپل مور او پلار فخر کوي.

د کم‌عقلانو په هکله

۷ که د بې‌عقله سړي دپاره لویې خبرې ښه کار نه وي

نو د یو مشر سړي دپاره به دروغجنه ژبه څومره نامناسبه وي.

۸ رشوت د ورکوونکي په نظر د جادو په څېر دی

هغه چې هر کار کوي نو بریالی کیږي.

۹ د مینې غوښتونکی د نورو په ګناه پرده اچوي

او د یوې خبرې تکراروونکی نژدې دوستان بېلوي.

۱۰ په عقلمن انسان یوځل سزا ډېر تاثیر کوي

خو کم‌عقل که سل لښتې ووهل شي بیاهم اصلاح به نه شي.

۱۱ بدکاره انسان یوازې د سرکښۍ په لټه کې وي

خو سخته سزا به ورته ورکړل شي.

۱۲ د یوې اېږې سره چې بچي یې چا پټ کړي وي

مخامخ کېدل ښه دي

نه د یو کم‌عقل سره

چې په خپل جهالت ټینګ ولاړ وي.

۱۳ که څوک د نېکۍ په بدل کې بدي کوي

نو د کور نه به یې هېڅکله بدي لېرې نه شي.

۱۴ د دعوې شروع د اوبو د بند د سوري په شان ده

نو د شخړو د شروع نه مخکې بحث بند کړه.

۱۵ مجرم پرېښودل او د بې‌ګناه محکومول

د دواړو نه څښتن کرکه کوي.

۱۶ کم‌عقل انسان حکمت په پیسو نه شي اخیستلی

ځکه چې هغه د پوهې د تر‌لاسه کولو دپاره هېڅ نیت نه لري.

۱۷ یو ملګری هر وخت مینه کوي

او ورور د سختې ورځې دپاره پیدا شوی دی.

۱۸ بې‌عقله سړی د بل چا په قرض کې لاس ورکوي

او ناپوهه انسان د بل چا ضمانت په غاړه اخلي.

۱۹ جګړه خوښوونکی ګناه خوښوي

او په لوړو دېوالونو تکیه کوونکی ځان تباه کوي.

۲۰ دروغجن انسان خیر او برکت نه مومي

او د کږې ژبې خاوند په بدۍ او بلا اخته کیږي.

۲۱ څوک چې کم‌عقل زوی زېږوي خپل غم زیاتوي

او د بې‌عقله زوی پلار خوشحاله نه وي.

۲۲ خوشحاله زړه شفا ورکوونکې دوا ده

خو خفه روح د انسان هډوکي وچوي.

۲۳ بدکاره انسان په پټه رشوت اخلي

او انصاف تر‌پښو لاندې کوي.

۲۴ د عقل خاوند حکمت ته تل سترګې په لار وي

خو د کم‌عقل نظر د ځمکې هرې خواته وي.

۲۵ کم‌عقل زوی د پلار غم زیاتوي

او د مور دپاره دردونه پیدا کوي.

۲۶ که یو بې‌ګناه انسان ته سزا ورکول ښه کار نه وي

نو رښتیني عزتمن خلک په لښته وهل هم مناسب نه دي.

۲۷ د علم خاوند خپله ژبه په خپل واک کې ساتي

او پوه سړی د ارام روح خاوند وي.

۲۸ که حتی جاهل هم چوپ پاتې شي نو د حکمت خاوند شمېرل کیږي

او هغه جاهل چې خوله پټه ساتي نو د عقل خاوند ګڼل کیږي.