0:00 / 0:00

د سلیمان د متلونو کتاب

اتلسم فصل

د حکمت د خاوند او د کم‌عقل خبرې

۱ ځان غوښتونکی انسان د خلکو نه ځان لېرې ساتي

او تل د حکمت مخالفت کوي.

۲ کم‌عقل سړی د پوهې سره مینه نه لري

او یوازې د خپل نظر په څرګندولو خوشحالیږي.

۳ کله چې شرارت راشي نو رسوایي هم راځي

او شرم او سپکاوی هم ورسره ملګري وي.

۴ د انسان د خولې خبرې د ژورې څاه اوبه دي

د حکمت چینه د تنګې درې روان خوړ دی.

۵ دا ښه کار نه دی چې د مجرم طرفداري دې وشي

او یا د بې‌ګناه حق تر‌پښو لاندې شي.

۶ د کم‌عقل خبرې جنجالونه جوړوي

او خوله یې وهلو ته بلنه ورکوي.

۷ د کم‌عقل انسان خپله ژبه بلا ده

او شونډې یې د ځان دپاره دام دي.

۸ د غیبت کوونکي خبرې د خوندور خوراک په شان دي

چې د انسان له ستوني تېریږي او د ګېډې تل ته ښکته کیږي.

۹ څوک چې په خپل کار کې لټي کوي

نو د ورانکارو سره ورورولي کوي.

۱۰ د څښتن نوم ټینګ او قوي مورچل دی

چې نېک انسان هلته پناه اخلي او په امن کې وي.

۱۱ د شتمن مال دولت د هغه دپاره ټینګه کلا ده

او فکر کوي چې د هغه دپاره یو لوړ دېوال دی.

۱۲ کبر د تباهۍ سبب کیږي

او عاجزي د سرلوړۍ.

۱۳ څوک چې د خبرو د اورېدلو نه مخکې ځواب ورکوي

نو دا د هغه دپاره جهالت او رسوایي راولي.

۱۴ د انسان روح ناروغي زغملی شي

خو خفه روح هېڅوک زغملی نه شي.

۱۵ عقلمن انسان تل د علم حاصلولو په لټون کې وي

او د هوښیار انسان غوږونه تل د علم زده کړې ته تیار وي.

۱۶ سوغات ورکول د انسان دپاره لار خلاصوي

او د لویو خلکو سره پېژندګلوي پیدا کوي.

۱۷ څوک چې په محکمه کې لومړی خبرې کوي بې‌ګناه ښکاري

ترڅو بل څوک د هغه څېړنه ونه کړي.

۱۸ د پچې په اچولو جګړې ختمیږي

او د مخالفینو ترمنځ پرېکړې کیږي.

۱۹ د مرور ورور پخلا کول د قوي ښار د فتح کولو نه سخت دي

او شخړې کول د کلا دروازو ته د اړمونو ایښودلو په څېر دي.

۲۰ هوښیارې خبرې د ښې ډوډۍ په شان انسان مړوي

او سمې خبرې د خلکو د رضایت سبب ګرځي.

۲۱ په مرګ او ژوند کې د ژبې اختیار شته

څوک چې ورسره مینه لري، د خپلو خبرو مېوه به وخوري.

شتمني او حکمت

۲۲ چاته چې ښځه پیدا شي د نعمت خاوند شي

او د څښتن رضا او خوشحالي حاصله کړي.

۲۳ مسکین په عاجزۍ زاري کوي

خو شتمن سخت ځواب ورکوي.

۲۴ تش په نامه دوستان یو بل ته کنده کیندي

خو رښتینی ملګری د خپل ورور نه هم نژدې وي.