0:00 / 0:00

د سلیمان د متلونو کتاب

شلم فصل

۱ شراب څښل انسان مسخره کوي او نشه شور او شخړې پیدا کوي

نو هرڅوک چې په دې اخته شي د حکمت خاوند به نه شي.

۲ د پاچا غوسه د غړمبېدونکي زمري په څېر وېره پیدا کوي

څوک چې هغه راپاروي نو خپل ځان تباه کوي.

۳ د جنګ نه ځان ویستل انسان ته عزت ورکوي

خو هر جاهل سړی زر جګړې جوړوي.

۴ لټ انسان د کښت په موسم کې قلبه نه کوي

او د لو په وخت کې چې هر شی لټوي هېڅ نه مومي.

۵ د انسان د زړه خیالونه د ژورې څاه د اوبو په شان دي

خو د پوهې خاوند هغه ترې بهر راوباسي.

۶ ډېر خلک د وفادارۍ دعوه کوي

خو هېڅوک یو وفادار انسان پیدا کولای نه شي.

۷ نېک انسان خپل ژوند په صداقت تېروي

او راتلونکی نسل به یې تل بختور وي.

۸ کله چې یو پاچا د قضاوت په تخت کښېني

نو څه چې یې په نظر بد وي د بوسو په څېر یې بادوي.

۹ څوک ویلی شي چې زما زړه پاک دی

او زه پاک او بې‌ګناه یم؟

۱۰ په ټګۍ سره اندازه کول او په غلطو کاڼو وزن کول

دواړه د څښتن د کرکې سبب ګرځي.

۱۱ حتی یو ماشوم هم په خپل چلند سره ځان داسې ښایي

چې ګوندې کارونه یې پاک او رښتیني دي.

د خبرو او سوداګرۍ په هکله

۱۲ غوږونه چې اوري او سترګې چې ګوري

دواړه څښتن جوړ کړي دي.

۱۳ که د خوب سره مینه کوې خوار به شې

نو تل ویښ اوسه چې په ګېډه موړ شې.

۱۴ اخیستونکی تل دا شکایت کوي چې

«دا ښه نه دی! دا ښه نه دی!»

خو کله یې چې واخلي نو بیا وایي:

«ښه سودا مې وکړه!»

۱۵ سره زر او قیمتي غمي ډېر زیات پیدا کیږي

خو هغه شونډې چې د علم خبرې کوي نه موندونکې ګاڼه ده.

۱۶ که څوک د یو پردي سړي ضمانت کوي

نو کالي دې ترې ګرو واخلي

او بیا دې د پردیو په ضمانت کې

د ځان سره امانت وساتي.

۱۷ حرامه ډوډۍ خوږه وي

خو وروسته یې خوله د خاورو ډکیږي.

۱۸ خپلې نقشې تل په مشوره جوړوه

او له ښې مشورې پرته جنګ ته مه ځه.

۱۹ غیبت کوونکی د نورو راز ښکاره کوي

نو له بېځایه خبرلوڅ انسان نه ځان لېرې ساته

صبر او بدل اخیستل

۲۰ څوک چې په خپل مور او پلار لعنت وایي

نو د ژوند ډېوه به یې په توره تیاره کې مړه شي.

۲۱ کوم میراث چې زر تر‌لاسه کیږي

نو په اخر کې به د برکت وسیله نه وي.

۲۲ داسې مه وایه چې زه به د دې بدیو بدل اخلم.

څښتن ته صبر وکړه چې ستا بدل واخلي.

۲۳ څښتن په غلطو کاڼو وزن کولو نه کرکه کوي

نو د تلې غلط کارول بد کار دی.

۲۴ د انسان د ژوند لاره څښتن ټاکلې ده

نو بیا څنګه څوک خپله لار پېژندلی شي؟

۲۵ څوک چې په بیړه نذر مني او بیا فکر کوي

نو خپل ځان په دام کې نښلوي.

۲۶ هوښیار پاچا بدکاران د غنمو په شان غوبل کوي

او له ښو خلکو نه یې بېلوي لکه باد چې بوس بادوي.

۲۷ د څښتن څراغ د انسان د روح لټون کوي

چې د هغه د زړه ټول رازونه ښکاره کوي.

۲۸ مینه او وفا د یو پاچا کلکه ساتنه کوي

چې د مهربانۍ له امله به یې تخت تل ټینګ وي.

صداقت او عدالت

۲۹ د ځوانانو عزت د هغوی قوت او قدرت دی

او سپین ویښته د مشرانو شان او شوکت دی.

۳۰ د ادب لښته شرارت لېرې کوي

او د اصلاح زخمونه د انسان زړه دننه پاکوي.